چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن ناتان نبي داود ته ورولېږه. ناتان هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: «په یوه ښار کې دوه سړي اوسېدل، یو شتمن ؤ او بل غریب ؤ. ۲ شتمن سړي ډېرې زیاتې رمې او پادې درلودلې. ۳ خو غریب سړي د یوې وړې مېږې څخه پرته چې هغه یې په بیه اخیستې وه، نور هېڅ نه درلودل. د هغې ساتنه یې کوله او د هغه د ماشومانو سره په کور کې لوېدله. سړي به د خپلو لږو خوړو څخه هغې ته خواړه ورکول او وري به د سړي د کاسې څخه څښاک کاوه او د ده په غېږ کې به څملاستله. هغه ته د لور په شان ګرانه وه. ۴ یوه ورځ د هغه شتمن سړي کور ته یو مسافر راغی، شتمن سړي نه غوښتل چې د خپلو رمو یا پادو څخه کوم حیوان حلال کړي چې د هغه دپاره ډوډۍ تیاره کړي. د هغه په ځای یې د هغه غریب سړي وری ونیوه او د خپل مېلمه دپاره یې کباب کړ.» ۵ داود په هغه شتمن سړي باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: «زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هغه چا چې دا کار کړی دی، د مرګ د سزا وړ دی! ۶ په دې خاطر چې هغه داسې بې رحمه کار کړی دی، هغه باید د هغه وري په ځای څلور چنده بېرته ورکړي.»
۷ ناتان داود ته وویل: «هغه سړی ته یې! د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ته مې د اسراییلو پاچا وټاکلې او د شاوول څخه مې وژغورلې. ۸ د هغه پاچاهي مې تاته دروبخښله او د هغه ښځې مې تاته په غېږ کې درکړې، ته مې په اسراییلو او یهودا باندې پاچا کړې. که چېرې دا ستا دپاره بس نه وو، نو ما به له دې څخه نور هم زیات درکړي وای. ۹ ولې دې د څښتن حکمونه سپک وګڼل او د هغه په نظر کې دې داسې بد کار وکړ؟ تا اوریا داسې قتل کړ چې عمونیان دې پرېښودل چې هغه په جګړه کې ووژني. ۱۰ اوس له دې امله چې تا ماته په سپکه سترګه کتلي دي او د اوریا د ښځې سره دې واده کړی دی، نو په هر نسل کې به ستا ځینې اولاده د تاوتریخوالي له امله مړه شي. ۱۱ څښتن داسې وایي: زه به ستا د خپلې کورنۍ څخه په تا باندې عذاب راولم. ستا د سترګو په وړاندې به ستا ښځې واخلم او یو بل سړي ته به یې ورکړم او هغه به په رڼا ورځ ستا د ښځو سره څملي. ۱۲ تا دا کار په پټه وکړ، خو زه به دا کار په رڼا ورځ د ټولو اسراییلیانو په مخکې وکړم.» ۱۳ داود ناتان ته وویل: «ما د څښتن په وړاندې ګناه کړې ده.» ناتان ځواب ورکړ: «څښتن ته بخښلی یې، ته به د دې ګناه له امله مړ نه شې. ۱۴ خو تا د دې بد کار له امله د څښتن ډېره بې عزتي وکړه. نو ستا ماشوم به مړ شي.» ۱۵ له هغې وروسته ناتان کور ته لاړ.
څښتن هغه ماشوم چې د اوریا کونډې داود ته زېږولی ؤ، په سختې ناروغۍ اخته کړ. ۱۶ داود د هغه ماشوم دپاره خدای ته زارۍ وکړې چې ماشوم روغ شي. هغه روژه ونیوله او هره شپه به خپلې کوټې ته تللو او ټوله شپه به یې په ځمکه تېروله. ۱۷ د داود د ماڼۍ د خدمتګارانو مشران د هغه په سر ودرېدل او هیله یې وکړه چې هغه به د ځمکې څخه راپاڅیږي او د هغوی سره به ډوډۍ وخوري، خو هغه انکار وکړ. ۱۸ په اوومه ورځ هغه ماشوم مړ شو. د داود خدمتګاران ووېرېدل چې هغه ته خبر ورکړي، ځکه چې دوی وویل: «هغه وخت چې ماشوم لا ژوندی ؤ، مونږ به د داود سره خبرې کولې او هغه مونږ ته ځواب نه راکاوه. نو څنګه به هغه ته ووایو چې د ده ماشوم مړ شوی دی؟ کېدای شي چې هغه خپل ځان ته کوم زیان ورسوي.» ۱۹ داود ولیدل چې د هغه خدمتګاران په خپل منځ کې ګونګوسې کوي او پوه شو چې ماشوم یې مړ شوی دی. نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ماشوم مړ شوی دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو، هغه مړ شوی دی.» ۲۰ په هغه وخت کې داود د ځمکې څخه راپاڅېد. وروسته له هغې چې خپل ځان یې ووینځه، عطر یې ووهل او خپل کالي یې بدل کړل، هغه د څښتن کور ته لاړ او عبادت یې وکړ. بیا هغه خپلې ماڼۍ ته راستون شو او هغوی د ده په غوښتنه ډوډۍ ورته تیاره کړه او هغه یې وخوړله. ۲۱ د هغه خدمتګاران حیران شول او ورته ویې ویل: «مونږ په دې نه پوهېږو، کله چې ماشوم ژوندی ؤ، تاسو د هغه دپاره ژړل او څه مو نه خوړل. خو څنګه چې هغه مړ شو، راپاڅېدلئ او ډوډۍ مو وخوړله!» ۲۲ داود وویل: «کله چې ماشوم ژوندی ؤ ما روژه ونیوله او ژړل مې، ما فکر کاوه: کېدای شي چې څښتن په ما باندې رحم وکړي او ماشوم به ژوندی وساتي. ۲۳ خو اوس چې هغه مړ شوی دی، ولې روژه ونیسم؟ ایا زه کولای شم چې هغه بېرته راژوندی کړم؟ زه هغه ته ورتلونکی یم، خو هغه به هېڅکله بېرته ماته رانه شي.»
۲۴ له هغې وروسته داود خپلې ښځې بتشبع ته تسلي ورکړه او د هغې سره څملاست. هغې زوی وزېږاوه او داود ورباندې سلیمان نوم کېښود. څښتن د هغه ماشوم سره مینه کوله ۲۵ له دې امله څښتن د ناتان نبي په وسیله پیغام ورولېږه، ترڅو په هغه باندې د یدیدیا نوم کېږدي.
۲۶ په دې وخت کې یوآب د عمونیانو په پایتخت ربه باندې جګړه وکړه او شاهي کلا یې ونیوله. ۲۷ یوآب داود ته استازي ورولېږل ویې ویل: «د ربه په وړاندې وجنګېدم او د اوبو ذخیره مې ونیوله. ۲۸ نو اوس خپلې پاتې لښکرې راټولې کړه، ښار کلابند او بیا یې فتح کړه. که نه، نو زه به ښار فتح کړم او زما په نوم به یاد شي.» ۲۹ نو داود ټول پاتې لښکر راټول کړ او ربه ته لاړ، حمله یې ورباندې وکړه او هغه یې فتح کړه. ۳۰ داود د عموني پاچا د سر څخه د سرو زرو تاج واخیست چې قیمتي تیږه په کې وه او شاوخوا څلوردېرش کیلو ګرامه وزن یې درلود. داود هغه تاج راواخیست او په خپل سر یې کېښود. همدارنګه هغه د هغه ښار څخه په زیاته اندازه غنیمت ونیوه. ۳۱ د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کولنګونو او تبرونو سره په سختو کارونو باندې وټاکل او مجبور یې کړل چې د خښتو په داشونو کې کار وکړي. هغه د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدا شان عمل وکړ. بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.