د دوهم سموییل کتاب

پنځلسم فصل

ابشالوم د یاغیتوب نقشه جوړوي

۱ څه موده وروسته ابشالوم د خپل ځان دپاره جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس سړي چې هغه یې بدرګه کاوه، تیار کړل. ۲ هغه به سهار وختي پاڅېده او د هغې لارې په څنګ کې به ودرېده چې د ښار دروازې ته تللې وه. هرکله چې به څوک د خپلې دعوې د حل کولو دپاره پاچا ته ورته، نو ابشالوم به په هغه باندې غږ کاوه: «ته د کوم ځای یې؟» هغه کس به ځواب ورکاوه چې د کومې قبیلې څخه دی. ۳ نو ابشالوم به ورته ویل: «ګوره، ستا دعوه قانوني او سمه ده، خو دلته د پاچا کوم استازی نشته چې ستا عرض واوري.» ۴ ابشالوم به زیاته کړه: «کاشکې خلک ما د دې هېواد قاضي وټاکي، نو هرچا چې کوم شکایت یا دعوه درلودله ماته به راشي او زه به د هغه سره انصاف وکړم.» ۵ همدارنګه هرکله چې کوم څوک به هغه ته ورنژدې شو چې د درناوي دپاره ورته خپل سر ټیټ کړي، ابشالوم به خپل لاس ور اوږد کړ، هغه به یې ونیوه او ښکل به یې کړ. ۶ ابشالوم به د هغو ټولو اسراییلیانو سره چې د پاچا څخه به د انصاف غوښتلو دپاره راتلل، دغه شان چلند کاوه. نو په دې ډول یې د اسراییلیانو زړونه لاسته راوړل.

۷ وروسته له څلورو کالو ابشالوم پاچا ته وویل: «اجازه راکړئ چې حبرون ته لاړ شم او هغه نذر چې د څښتن دپاره مې منلی ؤ، ورکړم. ۸ کله چې زه د سوریې په جشور کې اوسېدم دا نذر مې منلی ؤ چې که چېرې څښتن ما بېرته اورشلیم ته راولي، نو په حبرون کې به د څښتن عبادت وکړم.»

۹ پاچا هغه ته وویل: «په خیر لاړ شه.» نو هغه حبرون ته لاړ. ۱۰ خو ابشالوم د اسراییلو ټولو قبیلو ته په پټه پیغام وړونکي واستول چې هغوی ته داسې ووایي: «کله چې تاسو د سرني اواز واورئ، نو چیغې ووهئ چې ابشالوم په حبرون کې پاچا شوی دی!» ۱۱ دوه سوه کسانو د اورشلیم څخه ابشالوم بدرګه کاوه چې د مېلمنو په توګه رابلل شوي وو. هغوی د زړه له اخلاصه لاړل او د موضوع څخه خبر نه وو. ۱۲ د قربانۍ کولو په وخت کې ابشالوم اخیتوفل د داود مشاور هم راوغوښت چې د خپل وطن جیلوه څخه راشي. نو د پاچا په وړاندې دسیسه قوي شوه او د ابشالوم پیروان زیاتېدل.

داود د اورشلیم څخه تښتي

۱۳ یو استازي داود ته خبر راوړ چې د اسراییلو خلکو خپله وفاداري بدله کړې ده او د ابشالوم طرفداري کوي. ۱۴ نو داود خپلو ټولو درباریانو ته چې په اورشلیم کې ورسره وو، وویل: «راشئ! مونږ باید وتښتو، که نه، نو مونږ به یو هم د ابشالوم څخه خلاص نه شو. باید بیړه وکړو او لاړ شو، هسې نه چې هغه سمدلاسه راورسیږي او مونږ او همدارنګه په ښار کې هر یو تن ووژني.» ۱۵ درباریانو ځواب ورکړ: «ښه ده اعلیحضرته! هرڅه چې ستاسو خوښه وي مونږ تیار یو.» ۱۶ نو پاچا روان شو او د خپلې ټولې کورنۍ او درباریانو له خوا بدرګه کېده. خو هغه لس وینځې د ماڼۍ د ساتلو دپاره پرېښودلې. ۱۷ نو پاچا د هغو ټولو خلکو سره چې د ده پسې وو، روان شو او هغوی د ښار په یوه غاړه کې د اخرني کور په څنګ کې وځنډېدل. ۱۸ ټول درباریان او د هغه ساتونکي یعنې کریتیان او فلیتیان د داود په مخکې تېر شول. همدارنګه شپږ سوه عسکر چې د جت څخه د ده پسې وو، هغوی هم تېر شول. ۱۹ پاچا د هغوی مشر اتای ته وویل: «ته ولې زمونږ سره ځې؟ بېرته لاړ شه او د نوي پاچا سره پاتې شه. ځکه ته پردی او جلاوطن یې. ۲۰ ډېر کم وخت کیږي چې ته دلته اوسېږې، نو زه ولې تا د خپل ځان سره دې خوا او هغې خواته سرګردان کړم؟ زه خپله هم نه پوهېږم چې چېرته روان یم. خپل ټول خلک دې د ځان سره واخله، بېرته لاړ شه او څښتن دې ستا سره تلپاتې مینه وکړي او وفادار دې وي.» ۲۱ خو اتای ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! زه تاسو ته د ژوندي څښتن په نوم او ستاسو په نامه قسم خورم چې هر چېرې چې تاسو ځئ زه به تل درسره ځم. که دا زما د ژوند په بیه هم تمام شي، فرق نه کوي.» ۲۲ داود ځواب ورکړ: «ډېر ښه! ځه مخکې شه!» نو اتای د خپلو کسانو او د هغو کورنیو سره چې د دوی سره وې د داود په مخکې تېر شول. ۲۳ څنګه چې د داود ټول کسان لاړل، نو خلکو په لوړ اواز سره ژړل. پاچا د خپلو کسانو سره د قدرون له درې څخه تېر شو او هغوی ټول د دښتې خواته روان شول.

۲۴ ابیاتار او صادوق کاهنان هلته وو او د هغوی سره ټول لاویان هم وو چې د خدای د لوظ صندوق یې وړلو. صندوق یې کېښود، ترڅو ټول خلک د ښار نه ووتل. ۲۵ وروسته بیا پاچا صادوق ته وویل: «د لوظ صندوق بېرته ښار ته یوسه، که چېرې څښتن زما څخه خوشحاله وي، نو یوه ورځ به هغه ماته اجازه راکړي چې بېرته راشم او صندوق او هغه ځای چې صندوق په کې دی، ووینم. ۲۶ خو که چېرې هغه زما څخه خوشحاله نه وي، نو زه حاضر یم هرڅه چې د هغه خوښه وي، زما سره دې وکړي.» ۲۷ هغه صادوق کاهن ته دا هم وویل: «ګورئ، ته او ابیاتار کولای شئ په خیر سره بېرته ښار ته ستانه شئ او خپل زوی اخیمعص او د ابیاتار زوی یوناتان هم درسره بوځئ. ۲۸ زه به د هغه سیند په ګودر چې په دښته کې دی انتظار کوم، ترڅو ستا پیغام راشي او ما خبر کړي.» ۲۹ نو صادوق او ابیاتار د لوظ صندوق بېرته اورشلیم ته یووړ او هلته پاتې شول.

۳۰ داود د زیتون غره ته پورته کېده او ژړل یې. هغه خپلې پښې لوڅې کړې وې او خپل سر یې د غم د نښې په توګه پټ کړی ؤ. هغو خلکو چې د ده سره وو، هم خپل سرونه پټ کړي وو او په ژړا سره روان وو. ۳۱ کله چې داود خبر شو چې اخیتوفل د ابشالوم سره په یاغیتوب کې یوځای شوی دی، هغه زاري وکړه: «ای څښتنه، پرېږده چې اخیتوفل ابشالوم ته احمقانه مشوره ورکړي!»

۳۲ کله چې داود د غره سرته چې د عبادت یو ځای ؤ ورسېده، ارکي حوشای چې چپنه یې شلېدلې وه او په سر باندې یې خاورې پرتې وې، د هغه لیدلو ته راغی. ۳۳ داود هغه ته وویل: «که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، نو په ما باندې به بار شې. ۳۴ خو ته زما سره په دې ډول مرسته کولای شې، لومړی دا چې ښار ته ستون شه او ابشالوم ته ووایه چې ته به اوس هماغسې په وفادارۍ سره د ده خدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغه د پلار خدمت کاوه. بیا به وکولای شې چې د اخیتوفل هره مشوره بې اثره کړې. ۳۵ صادوق او ابیاتار کاهنان به هلته وي، هرڅه چې ته د پاچا په ماڼۍ کې اورې، هغوی ته یې وایه. ۳۶ د هغوی زامن اخیمعص او یوناتان هلته د هغوی سره دي. هرڅه چې تاسو ټول واورئ، هغه ټول معلومات د هغوی په لاس راولېږئ.» ۳۷ څنګه چې ابشالوم ښار ته داخلېده، نو د داود ملګری حوشای هم اورشلیم ته ورورسېده.