۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل دوېم کِتاب

پينځلسم باب

د ابى‌سلوم د بغاوت منصوبه جوړول

۱ د هغې نه پس، ابى‌سلوم د ځان دپاره ګاډۍ او آسونه تيار کړل او پنځوسو محافظانو به د دې نه مخکښې منډې وهلې. ۲ هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې لانجې سره هلته راغلو چې هغۀ به غوښتل چې بادشاه لانجه هواره کړى، نو ابى‌سلوم به هغه راوغوښتو او تپوس به يې ترې نه وکړو چې هغه د کوم ځائ دے. نو هغه سړى به ورته ووئيل چې زۀ د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې نه يم، ۳ نو ابى‌سلوم به ووئيل، ”ګوره، ستا دعوىٰ په حقه ده، خو د بادشاه يو داسې سړے نشته چې ستا مسئله واورى.“ ۴ او هغۀ به دا هم وئيل، ”دا به څومره ښۀ وے چې زۀ قاضى مقرر کړے شوے وے. کۀ بيا د چا لانجه يا دعوىٰ وے نو هغه به ما له راتلے او ما به اِنصاف ورکولے.“ ۵ کله چې هغه سړے ورله نزدې راغلو چې د ابى‌سلوم په وړاندې ټيټ شى، نو ابى‌سلوم به ورورسېدو، هغه به يې ونيولو او ښُکل به يې کړو. ۶ ابى‌سلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل. ۷ څلور کاله پس ابى‌سلوم داؤد بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې زۀ حبرون ته لاړ شم او چې زۀ هغه لوظ پوره کړم چې ما د مالِک خُدائ سره کړے دے. ۸ کله چې زۀ په شام کښې په جسور کښې اوسېدم، نو ما د مالِک خُدائ سره لوظ وکړو چې کۀ هغه ما واپس يروشلم ته بوځى، نو زۀ به په حبرون کښې د هغۀ عبادت وکړم.“ ۹ بادشاه ورته وفرمائيل، ”په خېر لاړ شه.“ نو ابى‌سلوم حبرون ته لاړو. ۱۰ خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابى‌سلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“ ۱۱ دوه سوه سړى د هغۀ سره د ابى‌سلوم په دعوت باندې يروشلم ته تلى وُو، هغوئ ته د دې منصوبې په حقله هيڅ پته نۀ وه او ټول په صفا زړۀ تلى وُو. ۱۲ کله چې ابى‌سلوم نذرانې پېش کولې نو هغۀ اخى‌تُفل جلونے هم راوغوښتو څوک چې د داؤد مشير وو، چې د خپل ښار جلوه نه راشى. د بادشاه خِلاف منصوبه مضبوطه شوه او د ابى‌سلوم کسان زياتېدل.

د حضرت داؤد د يروشلم نه تښتېدل

۱۳ يو پېغام وړونکے راغلو او داؤد ته يې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د ابى‌سلوم وفادار دى.“ ۱۴ نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابى‌سلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“ ۱۵ هغوئ جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، آو، تۀ چې څۀ وائې نو مونږ د هغې کولو ته تيار يُو.“ ۱۶ نو بادشاه د خپلې ټول خاندان او آفسرانو سره لاړو، خو هغه خپلې لس وينځې يې پرېښودلې چې د محل خيال ساتى. ۱۷ کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى د ښار نه تلل، نو هغوئ د لږ مزل نه پس په آخرى کور کښې ايسار شول. ۱۸ د هغۀ ټول آفسران ورسره ولاړ وُو چې په دې کښې شاهى فوجيان د هغۀ په مخکښې تېر شول. هغه شپږ سوه فوجيان هم تېر شول چې د جات نه ورپسې راروان وُو، ۱۹ او بادشاه د هغوئ مشر اِتى ته وفرمائيل، ”تۀ مونږ سره ولې ځې؟ واپس شه او د نوى بادشاه سره ايسار شه. تۀ مسافر يې، چې د خپل مُلک نه مهاجر شوے يې. ۲۰ تۀ دلته ډېر لږ وخت اوسېدلے يې، نو زۀ تا د ځان سره ولې وګرځوم؟ ما ته په خپله هم دا پته نۀ لګى چې زۀ چرته روان يم. واپس لاړ شه او خپل وطندار د ځان سره بوځه. او مالِک خُدائ دې تا ته خپله مِهربانى او وفادارى وښائى.“ ۲۱ خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“ ۲۲ داؤد ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، راځئ چې ځُو.“ نو اِتے د خپلو ټولو سړو او بال بچ سره لاړو. ۲۳ چې کله د داؤد ټول کسان لاړل نو خلقو په چغو چغو وژړل. بادشاه د قِدرون ولې نه واوړېدو، چې خپل سړى ورپسې وُو او هغوئ په يو ځائ د صحرا طرف ته لاړل. ۲۴ صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو. ۲۵ بيا بادشاه صدوق ته وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واپس ښار ته يوسه. کۀ زۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ ښکارم، نو يوه ورځ به مې هغه واپس دې صندوق او د هغه ځائ ليدو له راولى چرته چې دا پروت دے. ۲۶ خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“ ۲۷ نو هغۀ صدوق ته داسې وئيل، ”ګوره، خپل زوئ اخيمعض او د ابياتار زوئ يونتن د ځان سره کړه او په خېر سره واپس ښار ته لاړ شئ. ۲۸ زۀ به په صحرا کښې د سيند د ګودر په غاړه انتظار کوم تر دې پورې چې ستاسو نه خبر راورسيږى.“ ۲۹ نو صدوق او ابياتار د لوظ صندوق واپس يروشلم ته يوړو او هلته ايسار شول. ۳۰ داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې. ۳۱ کله چې داؤد خبر شو چې اخى‌تُفل په بغاوت کښې د ابى‌سلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخى‌تُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“ ۳۲ کله چې داؤد د غرۀ سر ته ورسېدو، چرته چې د عبادت يو ځائ وو، نو خپل يو اعتبارى ملګرے حوسى، ارکے ورسره مِلاو شو، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې پرَتى وې. ۳۳ داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو تۀ به زمونږ دپاره لانجه جوړه کړې، ۳۴ خو تۀ ما سره دا ښۀ کولے شې چې ښار ته واپس شې او ابى‌سلوم ته ووائې چې تۀ به اوس په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغۀ د پلار خِدمت کړے وو. او د اخى‌تُفل د مشورې ډېر مخالفت کوه. ۳۵ صدوق او ابياتار اِمامان به هلته وى، چې تۀ د بادشاه په محل کښې څۀ هم اورې نو هغوئ ته وايه. ۳۶ د هغوئ زامن اخيمعض او يونتن د هغوئ سره دى، هغوئ د هغه ټولو معلوماتو سره ما له راولېږه چې تا راجمع کړى وى.“ ۳۷ نو د داؤد ملګرے حوسى د ابى‌سلوم د رارسېدو سره سم ښار ته راوګرځېدو.