بل څپرکۍ

د دوهم سموییل کتاب

څلورویشتم فصل

داود او سر شمېرنه

(لومړی تواریخ ۲۱: ۱ - ۲۷)

۱ څښتن یوځل بیا په اسراییلو باندې په قهر شو او داود یې د هغوی په ضد راوپاراوه چې سختي او تکلیف ورباندې راولي. څښتن هغه ته وویل: «لاړ شه او د اسراییلو او یهودا خلک وشماره.» ۲ نو داود د خپلو لښکرو قوماندان یوآب ته امر وکړ: «د خپلو عسکري منصبدارانو سره د اسراییلو په ټولو قبیلو کې په شمال کې د دان څخه، په جنوب کې تر بیرشبع پورې وګرځه او خلک وشماره. زه غواړم پوه شم چې هغوی څومره دي.»

۳ خو یوآب پاچا ته ځواب ورکړ: «اعلیحضرته! ستاسو څښتن خدای دې د اسراییلو د قوم شمېر د اوسني شمېر څخه سل چنده زیات کړي او تاسو دې ژوندي اوسئ چې هغه ووینئ. خو اعلیحضرته! ولې تاسو غواړئ چې دا کار وکړئ؟» ۴ خو پاچا یوآب او د هغه عسکري منصبداران مجبور کړل چې د هغه امر ته غاړه کېږدي. نو هغوی د پاچا د حضور څخه روان شول چې د اسراییلو خلک وشماري.

۵ هغوی د اردن د سیند څخه پورې وتل او خپل کار یې د عروعیر څخه او د یو بل ښار چې د درې په منځ کې ؤ، پیل کړ. بیا وروسته هغوی د جاد د سیمې څخه تېر شول او شمال خوا یعزیر ته لاړل. ۶ هغوی جلعاد او د تحتیم حدشي سیمې ته لاړل او دان یعن ته ورسېدل، بیا وروسته لوېدیځ خواته تاو شول او صیدون ته ورسېدل. ۷ بیا هغوی جنوب خواته د صور قوي شوي ښار او د حویانو او کنعانیانو ټولو ښارونو ته لاړل. په پای کې د یهودا جنوبي خواته تر بیرشبع پورې لاړل. ۸ هغوی په نهو میاشتو او شلو ورځو کې په ټول هېواد کې وګرځېدل او بېرته اورشلیم ته راستانه شول. ۹ هغوی پاچا ته د هغو کسانو د شمېر راپور ورکړ چې جګړه یې کولای شوه. په اسراییلو کې اته لکه او په یهودا کې پنځه لکه کسان وو.

۱۰ خو وروسته له هغې چې داود سر شمېرنه واخیستله د هغه وجدان نا ارامه شو او څښتن ته یې وویل: «په دې کار سره ما ډېره سخته ګناه وکړه! نو ای څښتنه، زه تاته زاري کوم چې د خپل غلام ګناه وبخښه، ځکه چې ما ډېر د کم عقلتوب کار کړی دی.» ۱۱ په راتلونکي سهار، مخکې له دې چې داود له خوبه راپاڅي څښتن جاد ته چې د داود نبي ؤ، وویل: ۱۲ «لاړ شه او داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: زه تاته د درېو سزاګانو د ټاکلو اختیار درکوم، له هغو څخه یوه وټاکه چې په تا باندې یې عملي کړم.» ۱۳ نو جاد داود ته ورغی او څه چې څښتن ورته ویلي وو، هغه یې بیان کړل. پوښتنه یې ترې وکړه: «له دغو څخه دې کومه یوه وي؟ ایا درې کاله دې ستا په هېواد کې قحطي وي، یا درې میاشتې د خپلو دښمنانو څخه تېښته او یا به درې ورځې ستا په هېواد کې وبا وي؟ اوس په دې هکله فکر وکړه او راته ووایه چې بېرته څښتن ته څه ځواب یوسم.» ۱۴ داود جاد ته په ځواب کې وویل: «زه په ډېر لوی مصیبت کې یم، خو نه غواړم چې د خلکو له خوا سزا ووینم. پرېږده چې څښتن په خپله مونږ ته سزا راکړي، ځکه چې هغه ډېر مهربان او رحیم دی.»

۱۵ نو څښتن په هغه سهار په اسراییلو باندې وبا نازله کړه او تر هغه وخته پورې یې دوام وکړ چې هغه ټاکلی ؤ. د دان څخه تر بیرشبع پورې اویا زره خلک مړه شول. ۱۶ کله چې د څښتن فرښته نژدې وه چې اورشلیم ښار وران کړي، څښتن خپله اراده خلکو ته د سزا ورکولو په هکله بدله کړه او هغې فرښتې ته چې هغوی یې وژل، وویل: «ودرېږه! بس دی! دوی پوره ستونزه وزغمله.» دا په داسې وخت کې پېښ شو کله چې فرښته د یبوسي ارونه له درمند ځای سره ولاړه وه. ۱۷ کله چې داود هغه فرښته ولیدله چې خلک یې وژل، نو څښتن ته یې وویل: «زه ګناهکار یم. ما ګناه کړې ده، دا خلک لکه د بې ګناه پسونو په شان دي. هغوی څه کړي دي؟ مهرباني وکړه ما او زما کورنۍ ته سزا راکړه.»

داود د قربانۍ ځای جوړوي

۱۸ په هماغه ورځ جاد داود ته ورغی او ورته ویې ویل: «د یبوسي ارونه درمند ځای ته لاړ شه او هلته د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړه.» ۱۹ نو لکه څنګه چې څښتن د جاد په وسیله امر کړی ؤ، داود هغه ځای ته لاړ. ۲۰ کله چې ارونه وکتل، پاچا او د هغه کسان یې ولیدل چې د ده خواته راروان دي. هغه راووت او د پاچا په مخکې د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.

۲۱ ارونه پوښتنه وکړه: «اعلیحضرته، تاسو ولې ماته راغلئ؟» داود ځواب ورکړ: «زه د دې دپاره راغلی یم چې ستا درمند ځای په بیه واخلم او په هغه کې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړم، ځکه زه غواړم چې وبا بنده شي.» ۲۲ ارونه وویل: «اعلیحضرته! هرڅه چې تاسو غواړئ هغه واخلئ او څښتن ته یې وړاندې کړئ. دا دي غویان د سوځېدونکې قربانۍ دپاره او دا دي د هغوی جغونه او د غوبل کولو څپرونه چې د سوځولو د موادو په توګه ورڅخه کار واخیستل شي. ۲۳ ای پاچا، دا ټول تاسو ته درکوم.» همدارنګه ارونه پاچا ته وویل: «ستاسو څښتن خدای دې ستا قرباني قبوله کړي.» ۲۴ خو پاچا ارونه ته په ځواب کې وویل: «نه، زه په دې باندې ټینګار کوم چې د هغې بیه درکړم. زه به خپل څښتن خدای ته هغه سوځېدونکې قربانۍ وړاندې نه کړم چې ماته وړیا تمامې شوې وي.» نو داود هغه درمند ځای او غویان د سپینو زرو په پنځوسو سکو باندې واخیستل. ۲۵ بیا داود په هغه ځای کې څښتن ته د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوځېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. نو څښتن د هېواد دپاره د هغه دعا قبوله کړه او په اسراییلو باندې وبا بنده شوه.

بل څپرکۍ