۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د سموئيل دوېم کِتاب

څليريشتم باب

د حضرت داؤد مردم‌شمارى

۱ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“ ۲ نو داؤد د خپل لښکر مشر يوآب له حُکم ورکړو، ”د خپلو آفسرانو سره د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته لاړ شه د يو سر نه تر بل سره پورې وګرځه او خلق وشمېره. زۀ دا معلومول غواړم چې هغوئ څومره دى.“ ۳ خو يوآب بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې بنى اِسرائيليان د اوس نه يو په سل نور هم زيات کړى او ژوندے اوسې چې تۀ يې وګورې. خو بادشاه سلامت، تۀ داسې کول ولې غواړې؟“ ۴ خو بادشاه په يوآب او د هغۀ په آفسرانو باندې د هغۀ حُکم ومنلو، هغوئ د هغۀ د حضور نه روان شول او د بنى اِسرائيلو خلقو شمېرلو له لاړل. ۵ هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو، ۶ او د حِتيانو په علاقه کښې جِلعاد او قادِس ته روان وُو. بيا هغوئ دان ته لاړل او د دان نه هغوئ نمرپرېواتۀ طرف صيدا ته لاړل. ۷ بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل. ۸ نو نهۀ مياشتې او شل ورځې پس هغوئ يروشلم ته راواپس شول، چې په ټول مُلک کښې يې سفر کړے وو. ۹ هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو. ۱۰ خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“ ۱۱‏-۱۲ د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس، ۱۳ جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“ ۱۴ داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“ ۱۵ نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله، چې د هغه سحر نه واخله تر هغه وخت پورې وه چې کوم يې خوښ کړے وو. د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې اويا زره بنى اِسرائيليان مړۀ شول. ۱۶ کله چې د مالِک خُدائ فرښته د يروشلم په تباه کولو باندې وه، نو مالِک خُدائ د خلقو سزا په حقله خپله فېصله بدله کړه او هغه فرښتې ته يې وفرمائيل کومې چې هغوئ وژل، ”بس دے، دا دومره ورله ډېر دى.“ فرښته د يو يبوسى اروناه د درمند سره وه. ۱۷ داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“ ۱۸ هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.“ ۱۹ نو داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او چې څنګه جاد ورته وئيلى وُو هغه لاړو. ۲۰ اروناه لاندې وکتل او وې ليدل چې بادشاه او د هغۀ آفسران راروان وُو. هغه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتو ۲۱ او تپوس يې وکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دلته د څۀ دپاره راغلې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې ستا درمند واخلم او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړم، دا د دې دپاره چې وبا ودريږى.“ ۲۲ اروناه ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، وايې خله او چې څۀ دې خوښ وى نو هغه مالِک خُدائ ته پېش کړه. دا غوَيى دى چې په قربان‌ګاه باندې به يې د نذرانې په توګه وسوزوې، د هغوئ جغونه او د غوبل تختې دا دى چې د سوزولو د لرګو په توګه يې استعمال کړې.“ ۲۳ اروناه هر څۀ بادشاه له ورکړل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا نذرانه قبوله کړى.“ ۲۴ خو بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به د دې قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته هغه څۀ په نذرانه کښې نۀ پېش کوم چې مفت مِلاو شى.“ نو هغۀ درمند او غوَيى د سپينو زرو په پنځوسو سيکو باندې واخستل. ۲۵ بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.

بل څپرکۍ