۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل دوېم کِتاب

اوؤم باب

د حضرت داؤد دپاره د ناتن پېغام

۱ داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بې‌غمه کړے وو. ۲ يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“ ۳ ناتن ورته وفرمائيل، ”چې څۀ دې په زړۀ کښې وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“ ۴ خو په هغه شپه د مالِک خُدائ کلام په ناتن نازل شو، ۵ ”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ داسې وايم چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما دپاره د اوسېدو دپاره کور جوړ کړې. ۶ د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم. ۷ د بنى اِسرائيلو سره په ټول سفر کښې ما د هغوئ مشرانو کښې يو ته هم نۀ دى وئيلى چې زما دپاره تاسو د دِيار کور ولې نۀ دے جوړ کړے. ۸ نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو شپونتوب نه بوتلې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې. ۹ تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم. ۱۰‏-۱۱ ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم. ۱۲ کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم. ۱۳ نو هغه به زما د نوم دپاره کور جوړ کړى او د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه کړم. ۱۴ زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم. ۱۵ خو زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، هغه مې د دې دپاره اخوا کړو چې تۀ بادشاه شې. ۱۶ تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“ ۱۷ ناتن داؤد ته هغه ټولې خبرې وکړې چې خُدائ پاک په هغۀ نازلې کړې وې.

د حضرت داؤد د شکرانې دُعا

۱۸ بيا داؤد د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته دننه لاړو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ او زما خاندان د دې لائق نۀ يُو، څۀ چې تا زمونږ دپاره کړى دى. ۱۹ مالِکه خُدايه پاکه، او بيا تا د نور څۀ کولو وعده هم کړې ده. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ اکثر د خلقو سره هم دغه شان کوې؟ ۲۰ زۀ نور تا ته څۀ ووايم. تۀ ما خپل خِدمت کوونکے پېژنې. ۲۱ د خپلې وعدې د خاطره او د خپلې مرضۍ په مطابق، تا دا لوئ کار کړے دے او دا دې خپل خِدمت کوونکى ته ښودلے دے. ۲۲ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې. ۲۳ د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى. ۲۴ تا بنى اِسرائيليان همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ خُدائ پاک شوې. ۲۵ نو مالِکه خُدايه پاکه، تۀ خپله وعده پوره کوه، کومه وعده چې تا زما او زما د اولاد په حقله کړې ده او چې تا څۀ فرمائيلى دى هم هغه وکړه. ۲۶ ستا نوم به لوئ وى او خلق به همېشه وائى چې، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. او ستا د خِدمت کوونکى داؤد بادشاهت به د همېشه دپاره قائم وى. ۲۷ ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې تا دا هر څۀ په ما، په خپل خِدمت کوونکى نازل کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما د اولاد نه بادشاهان جوړوې. ۲۸ نو مالِکه خُدايه، هم تۀ خُدائ پاک يې، ستا کلام رښتونے دے او تا زما سره دا زبردسته وعده کړې ده. ۲۹ زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ زما اولاد له برکت ورکړه نو چې هغوئ ستا د رحم نه خوند واخلى. مالِکه خُدايه پاکه، تا دا وعده کړې ده او ستا برکت به تل دپاره زما د اولاد په سر وى.“