اعمال د رسولانو

لسم باب

پطروس او کورنيليوس

۱ په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو. ۲ هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو. ۳ يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“ ۴ نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى. ۵ اوس يافا ته کسان ولېږه په شمعون پسې چې پطروس ورته وائى. ۶ هغه د شمعون چميار کره دے چې کور يې د سمندر په غاړه دے.“ ۷ کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو. ۸ څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل. ۹ بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو. ۱۰ هغه اوږے شو او غوښتل يې چې څۀ وخورى، روټۍ لا په تيارېدو کښې وه چې هغۀ رويا وليدله. ۱۱ نو هغۀ په رويا کښې وليدل چې آسمان کولاو شو او يو لوئ څيز لکه د غټ څادر په شان د څلورو ګوټونو نه راځوړند زمکې ته راښکته کيږى. ۱۲ په هغۀ کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو. ۱۳ بيا يو آواز د هغۀ تر غوږه شو او ورته يې وئيل، ”پاڅه، پطروسه، دا حلال کړه او وې خوره.“ ۱۴ خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“ ۱۵ او په دوېم ځل بيا د هغۀ هم دا آواز تر غوږه شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څۀ چې خُدائ پاک، پاک کړى دى، تۀ هغې ته ناپاکه مۀ وايه.“ ۱۶ بيا درې ځله هم داسې وشول نو بيا هغه څادر سمدستى آسمان ته پورته کړے شو. ۱۷ پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو. ۱۸ هغوئ آواز ورکړو تپوس يې وکړو چې، ”شمعون چې ورته پطروس هم وائى، دلته مېلمه دے؟“ ۱۹ خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى. ۲۰ نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بې‌تپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“ ۲۱ نو پطروس هغه سړو له لاندې راغلو او وې وئيل چې، ”زۀ هغه څوک يم چې تاسو ورپسې ګرځئ نو تاسو څۀ له راغلى يئ؟“ ۲۲ هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“ ۲۳ نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل. ۲۴ په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو. ۲۵ کله چې پطروس ورننوتو نو کورنيليوس ورسره مِلاو شو او ډېر په قدر سره يې ورته سجده وکړه. ۲۶ خو پطروس هغه راوچت کړو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زۀ هم ستا په شان يو انسان يم.“ ۲۷ د هغۀ سره په خبرو خبرو پطروس دننه لاړو او هلته ګڼ خلق راجمع شوى وُو. ۲۸ هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم. ۲۹ کله چې زۀ تاسو دلته راوغوښتم نو ځکه زۀ بې‌عذره راغلم. اوس زۀ دا تپوس کولے شم چې تاسو زۀ ولې راغوښتے يم؟“ ۳۰ کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو. ۳۱ هغۀ ما ته ووئيل، اے کورنيليوسه. ستا دُعاګانې او خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى. ۳۲ نو ځکه شمعون چې ورته پطروس وائى هغۀ پسې يافا ته څوک ولېږه. هغه د سمندر په غاړه د شمعون چميار په کور کښې مېلمه دے. ۳۳ نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“

غېر‌يهوديانو ته زيرے اورول

۳۴ نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى. ۳۵ خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى. ۳۶ تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے. ۳۷ تاسو ته پته ده چې په ټوله يهوديه کښې څۀ وشول، دا واقعه د يحيىٰ د بپتسمې د بيان نه وروستو په ګليل کښې شروع شوه، ۳۸ چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو. ۳۹ مونږ د هغه هر څۀ ګواهان يُو چې عيسىٰ د يهوديانو په مُلک او په يروشلم کښې وکړل. هغوئ هغه په سولۍ مړ کړو. ۴۰ خو خُدائ پاک هغه په درېمه ورځ د مړو نه بيا راژوندے او خلقو ته ښکاره کړو، ۴۱ هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو. ۴۲ او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے. ۴۳ د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“

په غېر‌يهوديانو د روحُ القُدس نازلېدل

۴۴ د پطروس بيان لا جارى وو چې په هغوئ ټولو روحُ القُدس نازل شو چا چې بيان اورېدلو. ۴۵ هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېر‌يهوديانو هم نازل شو. ۴۶ ځکه چې دوئ واورېدل چې هغوئ په غېرو ژبو کښې خبرې شروع کړې او د خُدائ پاک لوئى يې بيانوله. بيا پطروس ووئيل، ۴۷ ”اوس داسې څوک شته چې دا خلق په اوبو د بپتسمې اخستلو نه منع کړى، چې په دوئ روحُ القُدس داسې نازل شوے دے لکه څنګه چې په مونږ؟“ ۴۸ بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.