۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

ديارلسم باب

دَ برنبا اَؤ ساؤل تقرر

۱دَ اَنطاکيه په جماعت کښے ځنے نبيان اَؤ اُستاذان وُو، برنبا اَؤ شمعُون چه ورته نيجر يعنے تور وائى، اَؤ لُوکيوس کرينى اَؤ مناهين چه دَ هيروديس حاکم سره يو ځائے لوئے شوى وُو، اَؤ ساؤل. ۲هر کله چه هغوئ دَ مالِک عبادت کولو اَؤ روژه ئے نيوله نو رُوحُ القُدس ورته ووئيل، ”برنبا اَؤ ساؤل زما دَ پاره هغه کار له جُدا کړئ چه دَ څۀ دَ پاره چه ما هغوئ را بللى دى.“

۳اَؤ بيا ئے روژه ونيوله اَؤ دُعا ئے وکړله اَؤ هغوئ ورباندے لاسُونه کيښول اَؤ رُخصت ئے کړل.

دَ قبرص په جزيره کښے دَ رسُولانو وعظ

۴اَؤ دغه دوه کسان چه رُوحُ القُدس په کار استولى وُو، ښکته سلوکيه ته لاړل اَؤ له هلته نه دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته لاړل. ۵اَؤ چه سَلميس ته ورسيدل نو هغوئ دَ خُدائے کلام دَ يهُوديانو په عبادت خانو کښے واؤرولو اَؤ دَ هغوئ سره يوحنا مددګار وو.

۶هغوئ تر پافُس پورے په ټوله جزيره کښے وګرزيدل اَؤ هلته هغوئ بريسوع نُومے يو يهُودى ومُوندو څوک چه جادُوګر وو اَؤ له ځان نه ئے نبى جوړ کړے وو. ۷هغه دَ سرکيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنبا اَؤ ساؤل رابللى وُو اَؤ دَ خُدائے کلام آؤريدل ئے ترے وغوښتل. ۸خو جادُوګر چه په يُونانى کښے ورته اِليماس وائى، دَ دے مُخالفت وکړو اَؤ دا کوشش ئے وو چه ګورنر په عيسىٰ مسيح ايمان را نۀ وړى. ۹خو ساؤل چه ورته پولوس هم وائى په رُوحُ القُدس معمُور وو، په هغۀ ئے سترګے ښخے کړے، ۱۰اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ اِبليس زويه! دَ صداقت دُښمنه! اَئے ټګه اَؤ له شرارت نه ډکه! آيا تۀ به دَ خُدائے دَ نيغو لارو مُخالفت کله هم نۀ پريږدے؟ ۱۱ګوره! مالِک به اوس تاله سزا درکړى، ته به ړُوند شے اَؤ څۀ وخت پورے به تۀ دَ نمر رڼا ونۀ وينے.“ بيا هغه دم دَ هغۀ په سترګو دُوند اَؤ تيارۀ راغله اَؤ هغۀ لاسُونه ټپول چه څوک مے دَ لاسه ونيسى اَؤ روان مے کړى. ۱۲کله چه ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان ئے راوړلو اَؤ دَ مالِک دَ تعليم زيات اثر پرے وشو.

پولوس اَؤ برنبا دَ پيسيديه په اَنطاکيه کښے

۱۳بيا پولوس اَؤ دَ هغۀ ملګرى دَ پافوس نه رُخصت شول اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے پرګے ته لاړل چه په پمفوليه کښے ده. نو يوحنا ترے جُدا شو اَؤ بيتُ المُقدس ته واپس لاړو. ۱۴دَ پرګے نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته خپل سفر جارى وساتلو. دَ سبت په ورځ هغوئ عبادت خانے ته لاړل اَؤ کښيناستل. ۱۵بيا چه دَ شريعت اَؤ نبيانو صحيفے ولوستلے شوے نو دَ عبادت خانے ذمه وارو کسانو هغوئ ته دا پيغام وليږلو چه ”ملګرو! که ستاسو څخه دَ خلقو دَ پاره دَ تسلئ څۀ کلام وى نو مُونږ ته ئے واؤروئ.“

۱۶نو پولوس پاڅيدو، په لاس ئے اِشاره وکړه اَؤ داسے وئيل ئے شروع کړل :  ”اَئے اِسرائيليانو اَؤ غير يهُوديانو! تاسو چه دَ خُدائے عبادت کوئ، زما خبره واؤرئ! ۱۷دَ بنى اِسرائيلو خُدائے زمُونږ پلارُونه نيکُونه غوره کړل اَؤ دَ دوئ نه ئے لوئے قوم جوړ کړو. کله چه هغوئ بدستور په مِصر کښے لکه مسافران اوسيدل نو دوئ ئے دَ مصر نه په خپل لوئے قُدرت راوويستل. ۱۸اَؤ قريباً تر څلويښتو کالو پورے هغۀ په صحرا کښے دَ دوئ چال چلن وزغملو. ۱۹بيا هغۀ دَ کنعان په ملک کښے چه اُووۀ قومُونه برباد کړل نو دَ هغوئ مزکه ئے خپلو خلقو له په ميراث کښے تر څلور نيمو سوو کالو پورے ورکړه.

۲۰اَؤ دَ هغے نه پس ئے دَ سموئيل نبى تر زمانے پورے قاضيان مُقرر کړل. ۲۱بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، نو خُدائے دَ قيس زوئے ساؤل ورکړو چه دَ بنيامين دَ خيل نه وو. هغۀ تر څلويښتو کالو حکُومت وکړو. ۲۲بيا ئے هغه لرے کړو اَؤ داؤد ئے دَ هغوئ بادشاه جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په دے ټکو خپله رضا ورکړه :  ”ما دَ يشى زوئے داؤد دَ خپل زړۀ په مُطابق سړے ومُوندلو، هغه چه زما ټول مقصدُونه پُوره کړى.“ ۲۳دا هغه سړے دے دَ چا دَ نسل نه چه خُدائے دَ خپل قول په مُطابق دَ اِسرائيلو خلاصُونکے عيسىٰ راوليږلو. ۲۴اَؤ يحيىٰ دَ عيسىٰ دَ راتلو نه وړاندے دَ بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وعظ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ بپتسمه واخلئ. ۲۵اَؤ کله چه يحيىٰ خپل دور پُوره کاوو نو هغۀ ووئيل چه زَۀ هغه نۀ يم چه تاسو مے ګمان کوئ، خو زما نه پس به هغه څوک راځى چه زَۀ دَ هغه دَ پيزار دَ تسمے پرانستلو جوګه هم نۀ يم.

۲۶زما ورُوڼو! تاسو چه دَ اِبراهيم اَؤلاد يئ اَؤ نور چه زمُونږ دَ خُدائے نه ويره کوئ، مُونږ هغه خلق يُو چه دَ خلاصُون دا پيغام راته راليږلے شوے دے! ۲۷دَ بيتُ المُقدس خلقو اَؤ مشرانو عيسىٰ ونۀ پيژندلو اَؤ نۀ ئے دَ نبيانو په هغه کلام ځان پوهه کړو کُوم چه په هر سبت لوستلے کيږى، اَؤ بے شکه هغوئ دَ هغۀ دَ رد کولو پيشن ګوئى پُوره کړه. ۲۸سره دَ دے چه هغوئ دَ هغۀ دَ مرګ دَ سزا دَ پاره څۀ بهانه ونۀ مُوندله خو بيا هم هغوئ پيلاطوس ته ووئيل چه هغه دِ قتل کړى. ۲۹کله چه هغوئ هغه هر څۀ پُوره کړل کُوم چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليک وُو نو هغه ئے دَ سولئ نه راکُوز کړو اَؤ په قبر کښے ئے کيښودلو. ۳۰اؤ خُدائے هغه له مړو نه بيا ژوندے کړو. ۳۱اَؤ بيا چه کُوم خلق دَ هغۀ سره دَ ګليل نه بيتُ المُقدس ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډيرو ورځو پورے وليدلو. هغوئ اوس زمُونږ دَ قوم په مخکښے دَ هغۀ ګواهان دى. ۳۲اَؤ مُونږ دلته تاسو ته دَ زيرى دَ آؤرولو دَ پاره راغلى يُو چه خُدائے زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره وعده کړے وه. ۳۳خُدائے دا وعده زمُونږ دَ پاره چه مُونږ دَ هغوئ اَؤلاد يُو، دَ عيسىٰ دَ مړو نه بيا ژوندى کولو سره پُوره کړه لکه چه دا په دويم زُبور کښے ليک دى چه : 

”تۀ زما زوئے ئے، ما نن اظهار کړے.“

۳۴اَؤ کله چه عيسىٰ ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو چه دَ خاورے کيدو ساعت چرے پرے نۀ راځى نو خُدائے داسے ووئيل چه : 

”زَۀ به تاسو له دَ داؤد سره وعده کړى شوى

پاک اَؤ حقيقى نعمتُونه درکړم.“

۳۵بيا دَ زبُور په بل ځائے کښے داسے ليک دى چه : 

”تۀ به په خپل قدُوس دَ خاؤرے کيدو ساعت را نه ولے.“

۳۶نو دا حقيقت دے چه کله چه داؤد په خپله پيړئ کښے دَ خُدائے مرضى پُوره کړه نو هغه مړ شو اَؤ دَ خپلو پلارُونو نيکُونو سره ښخ شو اؤ خاورے شو. ۳۷مګر کُوم کس چه خُدائے بيا ژوندے کړو په هغۀ دَ خاورے کيدو ساعت رانۀ غے. ۳۸نو بيا اَئے زما ورُوڼو! تاسو ضرور ځان پوهه کړئ چه دا دَ عيسىٰ په وسيله دَ ګُناهُونو دَ معافئ بيان درته کيږى. ۳۹اَؤ هر څوک چه په عيسىٰ ايمان راؤړى، دَ هغۀ په وسيله به ئے هره ګناه معاف شى چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے معاف کيدے نه شوه. ۴۰نو بيا خبردار شئ چه په تاسو دَ نبيانو په صحيفو کښے ليکلے شوے هغه خبره را نۀ شى يعنے چه : 

۴۱”وګورئ تاسو چه سپک وايئ!

حيران شئ اَؤ خاورے شئ!

ځکه چه زَۀ ستاسو په ورځو کښے داسے کار کوم

چه که څوک تاسو ته دَ هغۀ بيان وکړى

نو هيڅ کله به هم پرے يقين ونۀ کړئ!““

۴۲کله چه پولوس اَؤ برنبا له عبادت خانے نه ووتل نو دوئ ته ئے ووئيل چه ”په راتلُونکى سبت تاسو بيا راشئ اَؤ په دے حقله مُونږ ته کلام واؤروئ.“ ۴۳هر کله چه ګڼه خوره شوه نو ډير يهُوديان اَؤ ديندار نوى يهُوديان دَ پولوس اَؤ برنبا سره لاړل اَؤ دوئ ورته ووئيل چه ”دَ خُدائے په فضل قائم پاتے شئ.“

۴۴اَؤ په بل سبت تقريباً ټول دَ ښار خلق دَ خُدائے کلام آؤريدو ته راغونډ شول. ۴۵هر کله چه يهُوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ دَ حسد نه وسوزيدل اَؤ دَ پولوس دَ خبرو مُخالفت ئے وکړو اَؤ وئے کنځلو. ۴۶اَؤ پولوس اَؤ برنبا په ډاګه ووئيل چه ”دا ضرُورى وه چه اول دِ تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤرولے شى، خو تاسو ئے نۀ قبلوئ اَؤ دغه شان خپل ځانُونه دَ تل عُمرى ژوندُون لايق نۀ ګڼئ، نو اوس مُونږ غير يهُودو ته ځُو. ۴۷ځکه چه رب مُونږ ته دا حُکم راکړے دے چه : 

”ما تۀ دَ غيرو قومُونو دَ پاره رڼا مُقرر کړے يئے

اَؤ دَ مزکے تر لرے حدُونو پورے مے

تۀ دَ خلاصُون وسيله ګرزولے يئے.““

۴۸کله چه غير يهُوديانو دا واؤريدل نو ډير خوشحاله شول اَؤ دَ مالِک دَ کلام لوئى ئے وکړه اَؤ څوک چه دَ تل عُمرى ژوندُون دَ پاره ټاکلى شوى وُو، هغوئ ايمان راؤړو.

۴۹اَؤ په هغه ټول وطن کښے دَ رب کلام خور شو. ۵۰خو يهُوديانو ديندارے اَؤ عزتمنے ښځے اَؤ دَ ښار مشران ولمسول، نو دَ پولوس اَؤ برنبا خلاف ئے لويه غوغا جوړه کړه اَؤ هغوئ ئے دَ علاقے نه بهر وشړل. ۵۱نو هغوئ دَ خپلو پښو نه دَ هغوئ خلاف خاوره وڅنډله اَؤ اِکونيوم ته لاړل. ۵۲اَؤ دَ عيسىٰ منُونکى په خوشحالئ اَؤ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول.