اعمال د رسولانو

څوارلسم باب

په اِکونيوم کښې زيرے اورول

۱ پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېر‌يهوديانو پرې ايمان راوړو. ۲ خو بې‌ايمانه يهوديانو د غېر‌يهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو. ۳ خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو. ۴ خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول. ۵ خو غېر‌يهوديانو او يهوديانو په يو ځائ د ښار د حاکمانو سره داسې منصوبه جوړه کړه چې دوئ به هغوئ بې‌عزته او سنګسار کړى. ۶ نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو. ۷ او هلته يې مسلسل د زيرى تعليم ورکولو.

په لستره او دربه کښې زيرے اورول

۸ په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے. ۹ کله چې پولوس بيان کولو نو هغۀ ورته غوږ اېښے وو، نو چې پولوس ورته د زړۀ نه وکتل نو په دې پوهه شو چې د هغۀ په جوړېدلو ايمان شته، ۱۰ نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو. ۱۱ کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“ ۱۲ هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو. ۱۳ د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى. ۱۴ خو کله چې برنباس او پولوس په دې خبر شُو نو خپلې جامې يې وشلولې او خلقو ته يې ورمنډې کړې او چغې يې کړې چې، ۱۵ ”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى. ۱۶ په تېرو شوو زمانو کښې هغۀ ټول نسلونه خپلې خوښې ته پرېښې وو چې په کومه ځى. ۱۷ هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“ ۱۸ په دې وينا سره رسولانو خلق خپل ځان ته د قربانۍ کولو نه ډېره په ګرانه سره منع کړل. ۱۹ بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے. ۲۰ خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو.

د شام اَنطاکيه ته واپس تلل

۲۱ په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل. ۲۲ هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“ ۲۳ هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو. ۲۴ بيا هغوئ د پيسيديه نه تير شول او پمفوليه ته راغلل. ۲۵ او کله چې هغوئ په پرګه کښې کلام واورولو نو هغوئ لاندې اټاليى ته لاړل. ۲۶ د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو. ۲۷ کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېر‌يهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه. ۲۸ او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول.