چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ځینې خلک د یهودیې څخه انطاکیې ته راغلل او ایماندارانو ته یې تعلیم ورکاوه او ویل یې: «که تاسو د موسی د شریعت له مخې سنت نه شئ، نو خلاصون نه شئ موندلی.» ۲ پولوس او برناباس د هغوی سره موافق نه وو او ډېر سخت بحث یې ورسره وکړ او پرېکړه یې وکړه چې پولوس او برناباس دې د نورو ایماندارانو سره اورشلیم ته لاړ شي او د دې موضوع په هکله دې د رسولانو او نورو مشرانو سره خبرې وکړي.
۳ هغوی د انطاکیې د کلیسا له خوا ولېږل شول او په داسې حال کې چې هغوی د فنیقیې او سامرې نه تېرېدل، ایمانداران یې خبرول چې څنګه غیریهودیانو ایمان راوړ. نو د دې خبر په اورېدلو ټول ایمانداران ډېر خوشحاله شول. ۴ کله چې پولوس او برناباس اورشلیم ته ورسېدل، نو د کلیسا د غړو، رسولانو او مشرانو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو او بیا یې هغوی د هغو ټولو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو. ۵ خو د فریسیانو د ډلې ځینې ایمانداران راپاڅېدل او ویې ویل: «غیریهودیان باید سنت کړای شي او هغوی ته دې امر وشي چې د موسی په شریعت باندې عمل وکړي.»
۶ رسولان او مشران سره راټول شول چې د دې موضوع په هکله خبرې وکړي. ۷ د یو اوږد بحث څخه وروسته پطروس پاڅېده او هغوی ته یې وویل: «ای ورونو، تاسو پوهېږئ چې څه موده مخکې زه خدای ستاسو له منځ څخه غوره کړم چې غیریهودیان زما د خولې نه د عیسی مسیح په هکله زېری واوري او ایمان راوړي. ۸ خدای چې د هرچا د زړه څخه خبر دی، هغوی ته یې د روح القدس د ورکولو په وسیله دا ثابته کړه چې خدای هغوی هم منلي دي لکه څنګه یې چې مونږ منلي یو. ۹ خدای زمونږ او د غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق ونه کړ او د ایمان د راوړلو په وسیله یې د هغوی زړونه پاک کړل. ۱۰ نو بیا ولې تاسو اوس خدای ازمایئ او د دې ایماندارانو په اوږو باندې داسې بار ږدئ چې نه یې مونږ او نه یې زمونږ نیکونه وړلی شي؟ ۱۱ خو مونږ په دې عقیده یو چې مونږ یهودیانو د څښتن عیسی په فضل خلاصون موندلی دی، همدا ډول غیریهودیانو هم خلاصون موندلی دی.»
۱۲ د غونډې ټول خلک غلي پاتې شول او د برناباس او پولوس خبرو ته یې غوږ ونیوه چې د هغو ټولو معجزو او حیرانوونکي کارونو په هکله یې کولې چې خدای د هغوی په وسیله په غیریهودیانو کې ښودلي وو. ۱۳ کله چې د برناباس او پولوس خبرې پای ته ورسېدلې، یعقوب وویل: «ای ورونو، زما خبرو ته غوږ ونیسئ. ۱۴ شمعون مونږ ته ویلي وو چې خدای څنګه د لومړي ځل دپاره د غیریهودیانو سره علاقه وښودله او د هغوی له منځ نه یې د خپل ځان دپاره یو قوم غوره کړ. ۱۵ دا د پیغمبرانو د خبرو سره سمون خوري، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
۱۶ له هغې وروسته به زه بېرته راستون شم. بېرته به د داود وران شوی کور اباد او قوي کړم، ۱۷ ترڅو نور انسانان څښتن ته رجوع وکړي یعنې ټول غیریهودیان چې ما خپل کړي دي. دا هغه څه دي چې څښتن یې وایي ۱۸ چې دا شیان یې له پخوا نه ښکاره کړي دي.»
۱۹ یعقوب زیاته کړه: «دا زما پرېکړه ده چې مونږ باید هغه غیریهودیان په تکلیف نه کړو چې د خدای خواته راګرځي، ۲۰ بلکې د دې په ځای هغوی ته لیک ولیکو او ورته ووایو چې داسې خواړه ونه خوري چې په مذهبي توګه ناپاک وي، ځکه چې هغه بتانو ته وړاندې شوي دي او خپل ځانونه د جنسي بدو اړیکو څخه وساتي او د داسې حیواناتو غوښه ونه خوري چې زندۍ شوي وي او همدارنګه وینه ونه خوري. ۲۱ ځکه چې د پخوا زمانې راهیسې په هر ښار کې د موسی د قانون په هکله وعظ کیږي او هغه په کنیسو کې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي.»
۲۲ بیا رسولانو، مشرانو او د کلیسا ټولو غړو دا پرېکړه وکړه چې د خپل منځ نه یو څو کسان غوره کړي او هغوی د پولوس او برناباس سره انطاکیې ته ولېږي. نو هغوی دوه کسان یعنې یهودا چې د برسابا په نوم یادېده او سیلاس چې د ایماندارانو له خوا یې ډېر درناوی کېده، غوره کړل ۲۳ او د هغوی په لاس یې دغه لیک ولېږه:
۳۰ نو کله چې یهودا او سیلاس رخصت کړای شول، انطاکیې ته لاړل او د کلیسا ټول غړي یې سره راټول کړل او هغه لیک یې ورته ورکړ. ۳۱ کله چې خلکو هغه ولوست، نو هغوی په دې تشویق کوونکي پیغام باندې ډېر خوشحاله شول. ۳۲ یهودا او سیلاس چې په خپله پیغمبران وو، په خپلو زیاتو خبرو هغوی تشویق او تکړه کړل. ۳۳ هلته د څه وخت تېرولو نه وروسته هغوی د ایماندارانو له خوا په خیریت سره رخصت شول او بېرته هغو خلکو ته ورغلل چې دوی یې لېږلي وو. ۳۴-۳۵ خو پولوس او برناباس په انطاکیه کې پاتې شول او هلته یې د ډېرو نورو سره یوځای تعلیم ورکاوه او د څښتن عیسی پیغام یې اوراوه.
۳۶ څه موده وروسته پولوس برناباس ته وویل: «راځئ چې بېرته لاړ شو او په هغو ټولو ښارونو کې چې مونږ په کې د څښتن عیسی پیغام اورولی ؤ، د ایماندارانو سره لیدنه کتنه وکړو او وګورو چې هغوی څنګه دي.» ۳۷ برناباس غوښتل چې یوحنا چې د مرقوس په نوم یادېده هم د ځان سره بوځي. ۳۸ خو پولوس دا مناسبه نه ګڼله چې مرقوس د ځان سره بوځي، ځکه چې هغوی یې په پمفیلیا کې پریښي وو او د کار تر پایه پورې د هغوی سره پاتې نه شو. ۳۹ د پولوس او برناباس ترمنځ یوه داسې سخته شخړه راپیدا شوه چې د یو بل نه بېل شول. برناباس مرقوس د ځان سره واخیست او په کشتۍ کې قبرس ته روان شول. ۴۰ خو پولوس سیلاس خوښ کړ او وروسته له هغې چې ایماندارانو هغوی د څښتن فضل ته وسپارل، هغوی روان شول. ۴۱ کله چې پولوس د سوریې او قیلیقیې له لارې تېرېده، نو کلیساګانو ته یې ډاډګېرنه ورکوله.