۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

پنځلسم باب

په بيتُ المُقدس کښے غونډه

۱بيا ځنے کسان چه له يهُوديه نه راغلى وُو اَؤ عيسىٰ منُونکو ته ئے دا تعليم شروع کړو چه ”که تاسو دَ مُوسىٰ دَ شريعت په مُطابق سُنت نۀ شئ نو خلاصُون نۀ شئ مُوندلے.“ ۲په دے دَ هغوئ سره دَ پولوس اَؤ برنبا ډير سخت بحث وشو اَؤ دا فيصله وشوه چه دوئ دوه اَؤ ځنے نور دَ انطاکيانو نه دِ بيتُ المُقدس ته لاړ شى چه دا مسئله دَ رسُولانو اَؤ نورو مشرانو په وړاندے پيش کړى.

۳جماعت په خپله دَ هغوئ دَ تلو بندوبست وکړو اَؤ رُخصت ئے کړل اَؤ په فينيکے اَؤ سامريه ور تير شول اَؤ په لاره ئے دَ غير يهُوديانو دَ ايمان راؤړو خبرے کولے، نو په دے خبره هلته اوسيدُونکى دَ عيسىٰ منُونکى ډير خوشحاله شول. ۴کله چه هغوئ بيتُ المُقدس ته ورسيدل نو دَ جماعت رسُولانو اَؤ مشرانو ورته تود هرکلے ووے اَؤ بيا ئے دَ هغه څۀ نه چه خُدائے ورسره کړى وُو، خبر کړل. ۵بيا دَ فريسيانو دَ فرقے څۀ کسان چه ايمان ئے راوړے وو، وړاندے راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ضرُورى دى چه هغوئ سُنت شى اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت پابندى وشى.“

۶رسُولانو اَؤ مشرانو په دے خبره دَ بحث دَ پاره غونډه وکړه. ۷اَؤ دَ يو اُوږد بحث نه پس پطروس پاڅيدو اَؤ هغوئ ته مخاطب شو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے زما ورُوڼو! تاسو په خپله خبر يئ چه په اولو ورځو کښے خُدائے په تاسو کښے زَۀ دے ته غوره کړم چه غير يهُوديان زما په خُلۀ دَ زيرى کلام واؤرى اَؤ ايمان پرے راوړى. ۸اَؤ خُدائے چه ورته دَ خلقو نيت معلوم دے، هغۀ په خپله مهربانئ هغوئ په رُوحُ القُدس داسے معمور کړل لکه چه مُونږ ئے معمُور کړى وُو. ۹هغۀ په هغوئ کښے اَؤ په مُونږ کښے څۀ فرق ونۀ کړو ځکه خو خُدائے دَ هغوئ دَ ايمان راوړلو په وجه دَ هغوئ زړُونه پاک کړل. ۱۰نو بيا تاسو اوس خُدائے ولے راپاروئ اَؤ دَ دے عيسىٰ منُونکو په اوږو داسے جغ ولے ږدئ چه نۀ خو مُونږ اَؤ نۀ زمُونږ پلارُونو نيکُونو پورته کولے شو؟ ۱۱نه! زمُونږ دا عقيده ده چه مُونږ دَ مالِک عيسىٰ دَ فضل په وسيله خلاصُون مُوندلے دے اَؤ دغسے دوئ هم.“

۱۲په دے ټوله غونډه چپه شوه اَؤ برنبا اَؤ پولوس ته ئے غوږ کيښوو چا چه هغه نخښے اَؤ مُعجزے بيان کړے چه دَ دوئ په وسيله خُدائے په غير يهُوديانو کښے ښکاره کړے. ۱۳هغوئ چه خبرے بس کړے نو يعقُوب ووئيل چه ”اَئے زما دوستانو! ما ته غوږ کيږدئ. ۱۴شمعُون وئيلى دى چه خُدائے څنګه په اول ځل دَ غير يهُوديانو نه داسے خلق خوښ کړل چه يو اُمت دَ خپل نُوم دَ پاره ترے نه جوړ کړى. ۱۵اَؤ دا دَ نبيانو دَ کلام سره هم مُطابقت خورى لکه چه صحيفے وائى : 

۱۶”دَ هغے نه پس به زَۀ بيرته راوګرزم

اَؤ دَ داؤد نړيدلے کور به بيا آباد کړم،

دَ هغۀ کنډرونه به ساز کړم

۱۷دَ دے دَ پاره چه نور اِنسانان،

يعنے غير يهُوديان زما لټُون وکړى

څوک چه ما بللى اَؤ خپل کړى دى.

۱۸خُدائے داسے وائى، هغه چه دغه کارُونه کوى

چه دَ صدو راسے معلُوم دى.“

۱۹دَ دے دَ پاره زما فيصله دا ده چه مُونږ به په غير يهُوديانو قومُونو چه خُدائے ته راګرزى، په هغوئ سختے پابندئ ونۀ لګوُو، ۲۰بلکه په ليکلو ورته هدايت وکړُو چه بُتانو ته پيش کړے نذرانے څيزُونه اَؤ حرامکارئ اَؤ دَ خپه شوے غوښے نه اَؤ دَ وينے نه ځان وساتئ. ۲۱ځکه چه دَ پخوانئ زمانے نه په هر ښار کښے داسے کسان شته چه دَ مُوسىٰ شريعت آؤرى اَؤ کُوم چه په هر سبت په عبادت خانو کښے لوستلے کيږى.“

دَ غونډے جواب

۲۲بيا رسُولانو اَؤ مشرانو دَ ټول جماعت په مصلحت دا فيصله وکړه چه نمائنده ګان خوښ کړى اَؤ هغوئ اَنطاکيه ته دَ پولوس اَؤ برنبا سره واستوى. هغوئ په خپلو کښے يهُوداه چه برسبا ورته وائى، اَؤ سيلاس چه په هغوئ کښے ډير عزتمن وو، غوره کړل. ۲۳اَؤ دا خط ئے دَ رسولو دَ پاره ورکړو : 

۳۰نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول اَؤ اَنطاکيے ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائے جمع کړو اَؤ خط ئے ورله ورکړو. ۳۱هر کله چه هغه ولوستلے شو نو هغوئ ټول دَ دے تسلئ په وجه خوشحاله شول. ۳۲اَؤ يهُوداه اَؤ سيلاس چه په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ته ئے ډير نصيحت وکړو اَؤ زړُونه ئے ورته ټينګ اَؤ مضبوط کړل. ۳۳اَؤ هلته دَ څۀ وخت تيرولو نه پس له هغه ورُوڼو نه په خير سره خپلو استوُونکو ته واپس لاړل. ۳۴سيلاس هلته دَ پاتے کيدو فيصله وکړه. ۳۵خو پولوس اَؤ برنبا په اَنطاکيه کښے پاتے شول اَؤ هلته ئے دَ ډيرو نورو سره دَ مالِک کلام آؤرولو اَؤ تعليم ئے ورکولو.

دَ پولوس اَؤ دَ برنبا جُدائى

۳۶نو څو ورځے پس پولوس برنبا ته ووئيل چه ”آيا مُونږ ته واپس کيدل نۀ دى په کار چه په مُختلفو ښارُونو کښے خپل هغه وروڼه وګورُو چه څنګه دى چه مُونږ ورته دَ مالِک کلام آورولے وو؟“ ۳۷دَ برنبا دا خواهش وو چه يوحنا چه ورته مرقوس وائى دَ ځان سره بوزى. ۳۸خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چه هغه دَ ځان سره ملګرے کړى ځکه چه يوحنا دوئ په پمفوليه کښے پريښولى وُو اَؤ دَ دوئ سره په کار کښے ملګرتيا نۀ وه کړے. ۳۹بيا دَ دوئ په مينځ کښے جګړه دومره سخته شوه چه هغوئ دَ يو بل نه جُدا شول اَؤ برنبا مرقوس دَ ځان سره کړو اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته روان شو. ۴۰خو پولوس سيلاس خوښ کړو اَؤ هغه په خپل سفر روان شو. دَ عيسىٰ منُونکو هغه دَ رب فضل ته وسپارلو. ۴۱اَؤ په شام اَؤ کلکيه ورتير شو اَؤ جماعتُونه ئے مضبوط کړل.