۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

څليريشتم باب

دَ پولوس خلاف مُقدمه

۱پينځۀ ورځے پس مشر کاهن حننياه سره دَ مشرانو اَؤ ترطولوس نومے وکيل راغے اَؤ هغوئ دَ حاکِم په وړاندے دَ پولوس خلاف مُقدمه پيشه کړه. ۲هر کله چه پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس اِستغاثه داسے شروع کړه، وئيل ئے چه : 

”صاحبه! ستا په وجه مُونږ په پُوره امن ژوند تيروو اَؤ ستا دَ خيال کولو په سبب په دے صوبه کښے دَ ترقئ کارُونه روان دى. ۳صاحِبه! مُونږ دا خبره په هر ځائے اَؤ هر چرته په پُوره شکر ګذارئ سره مُنو. ۴زَۀ ستاسو زيات وخت آخستل نۀ غواړم، زَۀ درته مِنت کوم چه زما يو څو خبرے واؤرئ. ۵دا سړے زمُونږ دَ پاره يو مُصيبت جوړ شوے دے چه په ټوله دُنيا کښے په يهُوديانو کښے فتنه خوروى. دَئے دَ ناصريانو دَ فرقے مشر دے. ۶دَۀ يو ځلے دا کوشِش هم وکړو چه دَ خُدائے دَ کور بے ادبى وکړى، اَؤ بيا مُونږ ونيوو. ۷خو لُسياس کمان افسر په منيځ کښے راغے اَؤ دا سړے ئے په زور زمُونږ دَ لاسه وويستو. ۸که تۀ په خپله دَ هغۀ نه پوښتنه وکړے نو زمُونږ دَ اِلزامُونو تصديق به ترے وشى.“ ۹اَؤ يهُوديانو هم ورسره خُلۀ يوه کړه اَؤ وئيل ئے چه ”حقيقت هم دغه شان دے.“

دَ پولوس فِليکس حاکِم په مخ کښے دِفاع کول

۱۰بيا حاکِم پولوس ته دَ جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس جواب ورکړو چه : 

”زَۀ دَ دے نه خبر يم چه دَ ډيرو کالو راسے تۀ په دے صُوبه کښے اِنصاف کوے لګيا يئے، نو ځکه زَۀ خپل بيان پُوره په ډاډه زړۀ درکوم. ۱۱تۀ دَ دے خبرے په خپله تصديق کولے شے چه قريباً دولس ورځے کيږى چه زَۀ بيتُ المُقدس ته عبادت له تلے وم. ۱۲دوئ زَۀ دَ هيچا سره په بحث مُباحثه نۀ يم ليدلے اَؤ نۀ مے چرته دَ خُدائے په کور کښے يا په عبادت خانے کښے يا په ښار کښے چرته کُوزه بره خلق جمع کړى دى، اَؤ نۀ مے بلوه جوړه کړے ده، ۱۳اَؤ نۀ دوئ په ما دَ مُقدمے ثبُوت پيش کولے شى. ۱۴خو دومره قدرے به ومنم چه زَۀ دَ نوے لارے پيروکار يم چه دوئ ورته فرقه وائى اَؤ زَۀ دغه شان دَ پلارُونو دَ نيکُونو دَ خُدائے عبادت کوم. زَۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چه په شريعت کښے اَؤ په صحيفو کښے ليکلى دى اَؤ نبيانو وئيلى دى. ۱۵اَؤ زَۀ په خُدائے اُميد لرم لکه چه زما مُدعيان هم منى يعنے ښۀ اَؤ بد دواړه به بيا له مړو نه ژوندى کيږى. ۱۶دغه شان زَۀ دَ خُدائے اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے خپل زړۀ صفا ساتل غواړم.

۱۷دَ ډيرو کلونو دَ غير حاضرئ نه پس زَۀ دَ خپل قام دَ پاره خيرات اَؤ نذرُونه اَؤ قُربانئ ورکولو له راغلے وم. ۱۸اَؤ دوئ زَۀ دَ خُدائے په کور کښے بوخت اَؤ ښۀ پاک شوے وليدلم. ما سره نۀ خو څۀ ګڼه وه اَؤ نۀ څۀ اړے ګړے وو. خو دَ ايشيا دَ صُوبے څۀ يهُوديان هلته وُو. ۱۹اَؤ که هغوئ زما په خلاف څۀ شکايت لرى نو بيا په کار دى چه په عدالت کښے دَ بيان دَ پاره هغوئ موجُود وى. ۲۰اَؤ که داسے نۀ وى نو دا کسان دِ ووائى چه جرګے ته دَ پيش کولو نه وړاندے هغوئ په ما کښے څۀ قصُور ليدلے وو، ۲۱سوا دَ دے نه چه ما هلته دَ دوئ په وړاندے په ډاګه ووئيل چه نن ستاسو په وړاندے دَ مړو دَ بيا ژوندى کيدلو په بابت زما فيصله کيږى.“

۲۲بيا فِليکس چه دَ مسيحى عقيدے نه ښۀ خبر وو په دے وينا مُقدمه ملتوى کړه چه ”کله چه لُسياس حاکِم دلته راشى نو زَۀ به دا مُقدمه بيا واخلم.“ ۲۳بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چه ”پولوس نظربند وساته اَؤ دَ دَۀ په دوستانو کښے هيڅوک هم دَ دَۀ دَ خدمت نه مه منع کوه.“

دَ پولوس نظربند کيدل

۲۴خو څو ورځے پس فِليکس دَ خپلے ښځے درُوسيله سره راغے چه يهُودڼه وه. نو پولوس ئے راوغوښتو اَؤ په مسيح عيسىٰ دَ ايمان راوړلو خبرے ئے ترے نه واؤريدلے. ۲۵خو هر کله چه خبره دَ صداقت، ضبط نفس اَؤ راتلُونکى عدالت ته راغله نو فِليکس ويريدو اَؤ وئے وئيل چه ”اوس لاړ شه. کله چه زَۀ وزګار شم نو بيا به دِ راغواړم.“ ۲۶خو په دے دوران کښے دَ هغۀ دَ پولوس نه دَ بډو طمع وه، ځکه خو به ئے بيا بيا ورپسے خبر ليږلو اَؤ خبرے به ئے ورسره کولے.

۲۷کله چه دوه کاله تير شول نو دَ فِليکس په ځائے پروکيوس فِستوس مُقرر شو. فِليکس دَ يهُوديانو دَ خوشحالولو دَ پاره پولوس په قيد کښے پريښودلو.