اعمال د رسولانو

شپږويشتم باب

د پولوس رسول د اګريپا بادشاه په وړاندې خپله صفائى پېش کول

۱ بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“

بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې، ۲ ”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا په وړاندې ولاړ يم او د خپل ځان په حقله د هغه ټولو اِلزامونو صفائى پېش کوم چې يهوديانو راباندې لګولى دى. ۳ او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره. ۴ زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے. ۵ دوئ ما د ډېر وخت نه پېژنى او کۀ غواړى نو دا تپوس هم کولے شى چې زۀ يو فريسى يم کومه چې زمونږ د مذهب د ټولو نه سخته فرقه ده. ۶ او اوس زۀ د هغه وعدې په اُميد دلته د فېصلې دپاره ولاړ يم کومه چې زمونږ د پلار نيکونو سره خُدائ پاک کړې وه. ۷ بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى. ۸ نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟ ۹ خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم. ۱۰ او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه. ۱۱ ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.

د پولوس رسول د ايمان راوړلو بيان

۱۲ دغسې په دې سوچ سره زۀ د مشرانو اِمامانو په اختيار او حکم د دمشق په سفر روان وم. ۱۳ نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده. ۱۴ کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“ ۱۵ ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. ۱۶ خو اوس پاڅه، او نېغ په خپلو پښو ودرېږه. زۀ د دې دپاره تا ته ښکاره شوم چې تا خپل خِدمتګار او ګواه مقرر کړم. او چې دُنيا ته تۀ د دې څيزونو ګواهى ورکړې کوم چې تا وليدل او څۀ چې به وروستو زۀ تا ته ښکاره کړم. ۱۷ زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم ۱۸ چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“

د پولوس رسول د يهوديانو او د غېر‌يهوديانو په وړاندې ګواهى ورکول

۱۹ نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم. ۲۰ زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېر‌يهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى. ۲۱ په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو. ۲۲ خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم، ۲۳ يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېر‌يهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“

د پولوس رسول اګريپا ته د ايمان راوړلو اپيل

۲۴ لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“ ۲۵ خو پولوس ووئيل چې، ”اے معزز فِستوسه، زۀ ليونے نۀ يم، څۀ چې زۀ وايم هغه د اعتماد قابل او رښتيا دى. ۲۶ بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده. ۲۷ نو اے اګريپا بادشاه، ولې تۀ په نبيانو ايمان ساتې؟ ما ته پته ده چې ستا په هغوئ ايمان شته.“ ۲۸ اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”په لږ وخت کښې به تۀ ما قائل کړې چې عيسائى شم؟“ ۲۹ پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“ ۳۰ بيا بادشاه او هغۀ سره ګورنر، او بِرنيکى او څوک چې ورسره ناست وو هغوئ پاڅېدل. ۳۱ او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“ ۳۲ خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”کۀ دې سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دے آزادېدے شو.“