۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

دويم باب

دَ رُوحُ القُدس نازليدل

۱کله چه دَ پنتکُست ورځ راغله اَؤ هغوئ ټول په يو ځائے کښے راجمع شوى وُو، ۲ناڅاپى دَ آسمان نه دَ تيز باد په شان آواز راغے اَؤ په هغه ټول کور کښے چرته چه دوئ ناست وُو، آؤريدلے شو. ۳اَؤ هلته هغوئ دَ اور دَ لمبو په شان ژبے وليدلے، هغه په هغوئ کښے خورے شوے اَؤ هر يو ئے مسح کړلو. ۴اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ په پردو ژبو ئے خبرے شروع کړے څنګه چه رُوحُ القُدس دَ خبرو طاقت ورکړو.

۵هغه وخت په بيتُ المُقدس کښے دَ آسمان دَ لاندے دَ هر قوم نه راغلى پرهيزګار اوسيدل. ۶کله چه هغوئ دا آواز واؤريدلو نو راجمع شول اَؤ حيران شول ځکه چه هر يو په خپله خپله ژبه وئيلے خبرے آؤريدے. ۷اَؤ په حيرانتيا کښے ئے وئيل، ”آيا دا ټول ګليليان نۀ دى څۀ چه خبرے کوى؟ ۸نو بيا دا څۀ خبره ده چه مُونږ ټول دَ خپل ملک ژبه آؤرُو چه دوئ ئے وائى؟ ۹يعنے پارتهيان، ميديان اَؤ عيلاميان، دَ ميسوپوتاميه اَؤسيدُونکى، دَ يهُوديه، دَ کپدوکيه، دَ پونطوس، اَؤ دَ آسيه، ۱۰دَ فروکيه اَؤ دَ پمفوليه، دَ مِصر، دَ ليبيا دَ ضلعو چه دَ کرينى طرف ته ده اَؤ هم رُومى مسافران، ۱۱يهوديان اَؤ نوى يهوديان شوى خلق، کريتيان اَؤ عرب، خو مُونږ ټول دَ هغوئ په خپلو خپلو ژبو کښے دَ خُدائے دَ لويو لويو کارُونو بيان آؤرُو!“ ۱۲هغوئ ټول حيران اَؤ شکمن وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل چه ”دا خبره به څۀ وى؟“

۱۳خو ځنو په ټوقو کښے ووئيل چه ”دوئ به دَ شرابو په نشه کښے وى.“

دَ پطروس وعظ

۱۴خو پطروس دَ يوولسو تنو سره پاڅيدو اَؤ په اُوچت آواز ئے هغوئ ته ووئيل، ”اَئے يهوديانو ملګرو! اَؤ هغه کسانو چه په بيتُ المُقدس کښے اوسئ، په دے پوهه شئ اَؤ زما خبره واؤرئ. ۱۵دا سړى دَ شرابو په نشه کښے نۀ دى لکه چه ستاسو خيال دے ځکه چه اوس خو ايله دَ سحر نهه بجے دى. ۱۶دا هغه څۀ دى چه يوئيل نبى دَ هغے په حقله وئيلى وُو چه : 

۱۷”خُدائے فرمائى چه

په آخرى ورځو کښے به داسے کيږى چه

زَۀ به خپل رُوح په هر يو کس نازلوم

اَؤ ستاسو زامن اَؤ لُوڼه به نبوت کوى،

ستاسو ځوانان به رويا په سترګو وينى

اَؤ بُډاګان به خوبُونه

۱۸اَؤ زَۀ به عن په هغه ورځو کښے

په خپلو غُلامانو اَؤ وينځو باندے هم

خپل رُوح نازلوم اَؤ هغوئ به نبوت کوى.

۱۹اَؤ زَۀ به پاس په آسمان کښے عجيبه کارُونه وکړم

اَؤ په مزکه به نخښے ښکاره کړم،

وينه اَؤ اور اَؤ دَ لُوګى دُوند.

۲۰دَ نمر سترګه به تکه توره شى

اَؤ سپوږمئ به دَ وينے په رنګ شى

وړُومبے دَ مالِک دَ لوئے اَؤ روښانه ورځے دَ راتلو نه

۲۱اَؤ بيا به هغه څوک خلاصُون ومُومى

چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى.“

۲۲اَئے اِسرائيلو! دا خبرے واؤرئ! چه عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چه خُدائے تاسو ته په مُعجزو، په عجيبه کارُونو اَؤ نخښو ښکاره کړو، څۀ چه خُدائے دَ هغۀ په وسيله ستاسو په وړاندے وکړل اَؤ تاسو پرے ښۀ خبر يئ چه خُدائے هغه غوره کړے وو. ۲۳اَؤ کله چه خُدائے دَ خپلے منشا اَؤ دَ عِلم په مُطابق هغه ستاسو په لاس کښے درکړو نو تاسو هغه دَ بے شرعے خلقو په وسيله په سولئ وخيژولو اَؤ مړ مُو کړو. ۲۴خو خُدائے هغه بيا راژوندے کړو اَؤ دَ مرګ دَ تکليفُونو نه ئے خلاص کړو ځکه چه دا نامُمکنه وه چه هغه دَ مرګ په قبضه کښے پاتے شوے وے. ۲۵لکه چه داؤد دَ هغۀ په حقله وائى چه : 

”مالِک هميشه ما سره وو

ځکه چه هغه زما ښى لاس ته موجُود دے

دَ دے دَ پاره چه زَۀ وارخطا نۀ شم.

۲۶دَ دے دَ پاره زما زړۀ خوشحاله دے

اَؤ زما په ژبه زما دَ خوشحالئ بيان دے،

بلکه زما بدن به هم په اُميد کښے اوسى،

۲۷ځکه چه تۀ به زما رُوح عالمِ ارواح ته پرے نۀ ږدے

اَؤ نۀ به تۀ خپل وفادار خادم خاؤره کيدو ته پريږدے.

۲۸تا ما ته دَ ژوند لارے ښودلى دى

اَؤ تۀ به په خپله موجُودګئ ما په خوشحالئ معمُور کړے.“

۲۹زما ملګرو! زَۀ به اوس درته صفا خبرے وکړم چه نيکۀ داؤد مړ شوے وو اَؤ ښخ کړے شوے وو اَؤ دَ هغۀ قبر تر دے ورځے دلته موجُود دے. ۳۰نو بيا دا څرګنده شوه چه داؤد چه نبى وو هغۀ ته پته وه چه خُدائے هغۀ ته په سوګند سره وئيلى وُو چه دَ هغۀ دَ خپل نسل نه به يو کس دَ هغۀ په تخت کښينى. ۳۱نو چه هغۀ دا وينا وکړه نو هغه دَ مسيح دَ بيا راژوندى کيدو په راز خبر وو اَؤ ورته پته وه چه

”نۀ خو هغه عالمِ ارواح ته پريښودلے شو

اَؤ نۀ ئے بدن خاؤرے کيدو ته پريښودلے شو.“

۳۲دغه عيسىٰ چه مُونږ ئے خبرے کوُو، هغه خُدائے بيا راژوندے کړے دے اَؤ مُونږ ټول دَ دے خبرے شاهدان يُو. ۳۳اَؤ بيا چه هغه دَ خُدائے ښى لاس ته وخيژولے شو، هغۀ دَ پلار نه دَ وعدے په مُطابق رُوحُ القُدس حاصل کړو اَؤ په مُونږ ئے نازل کړو اوس چه تاسو وينئ اَؤ آؤرئ. ۳۴ځکه چه داؤد خو آسمان ته نۀ وو ختلے خو هغه په خپله وائى چه : 

”مالِک زما مالِک ته ووئيل چه تر هغے زما ښى لاس ته کښينه،

۳۵تر څو چه ستا دُښمنان ستا تر پښو لاندے نۀ کړم.“

۳۶نو اَئے ټولو اِسرائيلو! دا خبره په يقين سره قبُوله کړئ چه کُوم عيسىٰ چه تاسو په سولئ کړے وو خُدائے هغه هم مالِک اَؤ هم مسيح کړو!“

۳۷کله چه هغوئ دا واؤريدل نو زړُونه ئے غُوڅ شول اَؤ پطروس اَؤ رسُولانو ته ئے ووئيل چه ”اَئے ملګرو! نو مُونږ ته څۀ کول په کار دى؟“

۳۸پطروس ووئيل، ”توبه ګار شئ اَؤ په تاسو کښے هر يو دِ دَ خپلو ګُناهُونو دَ مُعافئ دَ پاره دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه واخلى اَؤ تاسو ته به رُوحُ القُدس وبخښلے شى. ۳۹دَ خُدائے وعده تاسو سره، ستاسو دَ اَؤلاد اَؤ دَ هغه ټولو سره ده څوک چه لرے دى يعنے دَ هر چا سره ده چه څوک زمُونږ مالِک خُدائے راوبلى.“

۴۰اَؤ په داسے نورو ډيرو خبرو اَؤ دليلُونو سره هغۀ هغوئ ته نصيحت وکړو. هغۀ ووئيل چه ”خپل ځانُونه له هغه سزا نه وساتئ چه دے بدو خلقو ته به ملاويږى!“ ۴۱اَؤ بيا چه کُومو خلقو دا خبرے قبُولے کړے هغوئ ته ئے بپتسمه ورکړله اَؤ په هغه ورځ تقريباً درے زره کسان دَ هغوئ سره شامل شول. ۴۲هغوئ به دَ رسُولانو تعليم آؤريدلو ته، دَ شريک ژوندُون، په يو ځائے دَ ډوډئ ماتولو اَؤ دَ دُعا دَ پاره راغونډيدل.

دَ ايماندارانو ژوندُون تيرول

۴۳په هر چا ويره وه اَؤ دَ رسُولانو ډير عجيبه کارُونه اَؤ نخښے څرګندے شولے. ۴۴اَؤ ټولو ايماندارانو په يوه رائے ژوند تيرولو اَؤ په هر څۀ کښے شريک وُو. ۴۵اَؤ هغوئ خپل مال، اسباب خرڅولو اَؤ هر چا ته ئے دَ حاجت په مُطابق پيسے ويشلے. ۴۶هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ دَ خُدائے په کور کښے راجمع کيدل اَؤ په کُورونو کښے به ئے په شريکه ډوډئ ماتوله اَؤ خپل خوراک به ئے په خوشحالئ اَؤ په صفا زړۀ سره شريکولو. ۴۷هغوئ دَ خُدائے ثنا وئيله، نو ټول خلق ترے راضى وُو اَؤ هره ورځ څومره خلقو چه خلاصُون مُوندلو نو مالِک دَ هغوئ په ډله کښے شاملول.