۰:۰۰ / ۰:۰۰

د رسولانو عملونه

څلورم فصل

پطروس او یوحنا د شورا په مخکې

۱پطروس او یوحنا لا د خلکو سره خبرې کولې چې په دې وخت کې ځینې کاهنان، د خدای د کور د ساتونکو قوماندان او ځینې صدوقیان راورسېدل. ۲هغوی ډېر په قهر وو، ځکه چې رسولانو خلکو ته تعلیم ورکاوه او اعلان یې کاوه چې عیسی د مړو څخه بیا راژوندی شوی دی او دا ثابتوي چې مړي به راژوندي کیږي. ۳هغوی پطروس او یوحنا ونیول، خو له دې امله چې ماښام ؤ، نو هغوی یې تر سبا ورځې پورې په زندان کې وساتل. ۴خو ډېرو خلکو چې دا پیغام واورېد، نو ایمان یې راوړ. د هغوی شمېر نژدې پنځو زرو کسانو ته ورسېده.

۵بله ورځ د یهودیانو حاکمان، مشران او د شریعت عالمان په اورشلیم کې سره راټول شول. ۶لوی کاهن حناس او قیافا، یوحنا، سکندر او د لوی کاهن د کورنۍ نور غړي هم هلته وو. ۷هغوی پطروس او یوحنا راوستل او د شورا په مخکې یې ودرول او پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو په کوم قدرت او د چا په نوم دا کار کړی دی؟» ۸پطروس چې د روح القدس څخه ډک شو، هغوی ته ځواب ورکړ: «ای د قوم حاکمانو او مشرانو: ۹که چېرې تاسو نن زمونږ څخه د هغه نېک کار په هکله چې د هغه شل سړي سره مو کړی دی پوښتنه کوئ او غواړئ په دې پوه شئ چې هغه څنګه روغ شو، ۱۰نو تاسو ټول او د اسراییلو ټول قوم دې په دې پوه شي چې دا سړی چې ستاسو په مخکې ولاړ دی، هغه د ناصري عیسی مسیح د نوم په قدرت سره چې تاسو په صلیب ځوړند کړ او خدای بېرته د مړو څخه راژوندی کړ، روغ شوی دی. ۱۱عیسی هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه

هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب

۱۲خلاصون یوازې د عیسی په وسیله تر‌لاسه کېدای شي. ځکه چې په ټوله نړۍ کې بل داسې څوک نشته چې د هغه په وسیله مونږ خلاصون ومومو.»

۱۳کله چې هغوی د پطروس او یوحنا زړورتیا ولیدله او پوه شول چې هغوی عادي او بې‌تعلیمه خلک دي، نو حیران شول او ویې وپېژندل چې د عیسی ملګري دي. ۱۴خو څرنګه چې هغوی هغه سړی ولیده چې روغ رمټ د هغوی په منځ کې ولاړ دی، نو هېڅ یې ونه شو ویلی. ۱۵نو هغوی پطروس او یوحنا ته امر وکړ چې د شورا څخه ووځي او بیا یې په خپل منځ کې بحث پیل کړ. ۱۶هغوی وویل: «دې خلکو سره څه وکړو؟ ځکه چې د اورشلیم ټول خلک پوهیږي چې دا حیرانوونکې معجزه د هغوی له خوا وشوه او مونږ له هغې څخه منکرېدلی نه شو. ۱۷خو د دې دپاره چې دا خبره نوره هم د خلکو په منځ کې خپره نه شي، نو هغوی ته باید خبرداری ورکړو چې نور د عیسی په هکله د هېچا سره خبرې ونه کړي.»

۱۸نو هغوی پطروس او یوحنا بیا راوغوښتل او حکم یې ورته وکړ چې نور به هېڅکله د عیسی په نوم چاته څه نه وایي او نه به تعلیم ورکوي. ۱۹خو پطروس او یوحنا ځواب ورکړ: «تاسو په خپله قضاوت وکړئ چې د خدای په نظر کې کومه خبره سمه ده، ایا د خدای څخه اطاعت وکړو او که ستاسو څخه؟ ۲۰مونږ چې څه لیدلي او اورېدلي دي د هغې په هکله غلي نه شو پاتې کېدلی.» ۲۱شورا پطروس او یوحنا ته یوځل بیا سخت خبرداری ورکړ او بیا یې پرېښودل چې لاړ شي. هغوی داسې کوم دلیل پیدا نه کړ چې دوی ته سزا ورکړي، ځکه څه چې شوي وو د هغې په خاطر ټولو خلکو د خدای ثنا ویله. ۲۲کوم سړي چې په دې معجزې شفا موندلې وه د هغه عمر د څلوېښتو کلونو څخه زیات ؤ.

د ایماندارانو د زړورتیا دپاره دعا

۲۳کله چې پطروس او یوحنا رخصت شول، نو هغوی خپلو ملګرو ته لاړل او څه چې مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ورته ویلي وو، هغوی ته یې وویل. ۲۴کله چې ایماندارانو دا واورېدل، نو په ګډه یې خدای ته دعا وکړه او ویې ویل: «ای څښتن تعالی، ای د اسمان، ځمکې، بحیرو او هرڅه چې په هغو کې دي، د هغو ټولو خالقه! ۲۵تا د روح القدس په وسیله د خپل خدمتګار او زمونږ د نیکه داود په خوله وویل:

‹ولې دومره شول په قهر نور قومونه؟

ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟

۲۶تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان

او یوځای کیږي یو د بله سره حکمرانان

د څښتن او د هغه د مسیح په وړاندې›

۲۷په حقیقت کې دلته په همدې ښار کې هیرودیس او پانتیاس پیلاتوس د غیریهودیانو او د اسراییلو د خلکو سره ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په وړاندې چې تا مسح کړی دی، سره یوځای شوي دي. ۲۸دوی هغه کارونه وکړل چې تا په خپل قدرت او خپلې ارادې سره مخکې پرېکړه کړې وه چې باید وشي. ۲۹اوس ای څښتنه، د هغوی خبرداریو ته وګوره او خپلو خدمتګارانو ته دې دا توان ورکړه چې په پوره زړورتیا سره ستا پیغام بیان کړي. ۳۰خپل لاس دې را‌اوږد کړه چې خلک شفا ومومي او ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په نوم معجزې وښایي او حیرانوونکي کارونه وکړي.» ۳۱کله چې د هغوی دعا پای ته ورسېدله، نو په کوم ځای کې چې هغوی راټول شوي وو، هغه ځای ولړزېده او هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او د خدای پیغام یې په زړورتیا سره بیان کړ.

ایمانداران په مال او جایداد کې شریک دي

۳۲ټول ایمانداران په یو زړه او یو فکر وو. د هغوی څخه یو هم دا دعوه نه کوله چې دا د هغه مال او جایداد دی، بلکې هرڅه چې یې لرل هغوی ټول په کې شریک وو. ۳۳رسولانو په پوره قدرت سره د څښتن عیسی د بیا راژوندي کېدلو په هکله شهادت ورکاوه او په هغوی ټولو باندې د خدای ډېر فضل ؤ. ۳۴په هغوی کې هېڅوک هم محتاج نه ؤ، ځکه هرچا چې ځمکه یا کورونه لرل هغه به یې خرڅول او پیسې به یې راوړلې ۳۵او د رسولانو په اختیار کې به یې ورکولې او د محتاجانو ترمنځ به وېشل کېدلې. ۳۶د مثال په ډول یو سړی ؤ چې یوسف نومېده او رسولانو به ورته برناباس ویلو چې معنی یې ده تشویق کوونکی دی. هغه یو لاوي ؤ او د قبرس څخه ؤ. ۳۷هغه خپله ځمکه خرڅه کړله او پیسې یې راوړلې او رسولانو ته یې ورکړې.