اعمال د رسولانو

پينځم باب

حنانياس او سفيره

۱ خو يو بل سړے وو چې نوم يې حنانياس وو، هغۀ د خپلې ښځې سفيره سره يو ځائ څۀ جائيداد خرڅ کړو. ۲ د خپلې ښځې په صلاح يې د قيمت څۀ حِصه د ځان سره وساتله او څۀ يې راوړه او د رسولانو په حضور کښې يې پېش کړله. ۳ خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟ ۴ ترڅو چې درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چې دا خرڅه شوه نو پېسې ستا نۀ وې څۀ؟ نو تا دا سوچ څنګه وکړو؟ تا نۀ صرف خلقو ته بلکې خُدائ پاک ته دې دروغ ووئيل.“ ۵ کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل. ۶ بيا څو ځوانان راپاڅېدل د هغۀ لاش يې کفن کړو، او د هغه ځائ نه يې بهر يوړو او دفن يې کړو. ۷ بيا درې ګينټې پس د هغۀ ښځه راغله، هغې ته پته نۀ وه چې څۀ شوى وُو. ۸ پطروس هغې نه تپوس وکړو چې، ”ما ته ووايه، تا او حنانياس ته د زمکې هم دومره قيمت مِلاو شوے وو؟“ هغې ووئيل چې، ”آو، هم دغه قيمت ملا شوے وو.“ ۹ بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“ ۱۰ هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه. ۱۱ هر چا چې د دې واقعې په حقله واورېدل نو په ټولو خلقو او په جماعت کښې سخته يره خوره شوه.

د رسولانو معجزې او عجيبه کارونه

۱۲ اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل. ۱۳ نو چا هم د هغوئ سره د ګډون کولو جرأت نۀ کولو، اګر چې خلقو د هغوئ ډېر عزت کولو. ۱۴ سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول. ۱۵ هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى. ۱۶ د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.

د رسولانو تکليفونه

۱۷ بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول. ۱۸ هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل. ۱۹ خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل، ۲۰ ”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“ ۲۱ هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل. ۲۲ خو چې سپاهيان جيل ته لاړل نو هغوئ رسولان هلته ونۀ موندل، نو هغوئ واپس راغلل او مشرانو ته يې خبر ورکړو ۲۳ چې، ”مونږ جيل مکمل بند او محافظان په دروازو کښې په خپلو ځايونو ولاړ وليدل خو کله چې مونږ دروازه کولاو کړه نو دننه په کښې څوک هم نۀ وُو.“ ۲۴ چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى. ۲۵ بيا څوک راغلو او وئ وئيل چې، ”ګورئ، کوم سړى چې تاسو په جيل کښې بند کړى وُو هغوئ اوس لګيا دى د خُدائ په کور کښې خلقو ته تعليم ورکوى.“ ۲۶ په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى. ۲۷ کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل. ۲۸ هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“ ۲۹ خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو. ۳۰ زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو. ۳۱ بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى. ۳۲ او مونږ د دې هر څۀ ګواهان يُو، او هم دغسې روحُ القُدس دے چې خُدائ پاک يې هغوئ ته ورکوى څوک چې د هغۀ تابعدارى کوى.“ ۳۳ کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى. ۳۴ خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملى‌ايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى. ۳۵ بيا هغۀ جرګې ته ووئيل چې، ”اے د بنى اِسرائيل خلقو. څۀ چې دې سړو سره ستاسو د کولو نيت دے په دې کار کښې د ډېر احتياط نه کار واخلئ. ۳۶ ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو. ۳۷ د هغۀ نه پس د مردم‌شمارۍ په ورځو کښې د ګليل د صوبې يهوداه نومې سړے راوچت شو او ډېر خلق د هغۀ په لمسون سره باغيان شول، هغه هم هلاک شو او د هغۀ ټوله ډله خوره وره شوه. ۳۸ نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى. ۳۹ او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملى‌ايل مشوره ومنله. ۴۰ هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل. ۴۱ نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بې‌عزته شول. ۴۲ او هره ورځ هغوئ د خُدائ په کور او په خپلو کورونو کښې دا تعليم او زيرے ورکولو چې هم دا عيسىٰ مسيح دے.