چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ای د اسراییلو خلکو، دې د ویر سندرې ته چې ستاسو دپاره یې وایم غوږ ونیسئ:
۲ راوغورځېدله اسراییلۍ پېغله
بیا به هېڅکله راپورته نه شي
پرېښودل شوې ده هغه په خپل وطن کې
هېڅوک نشته چې کړي راپورته هغه
۳ څښتن تعالی داسې وایي: «د یو ښار نه زر تنه عسکر لېږل کیږي، خو یوازې سل تنه یې بېرته راستنیږي او بل ښار سل تنه لېږي، خو یوازې لس تنه ورڅخه بېرته راستنیږي.»
۴ څښتن د اسراییلو خلکو ته داسې وایي: «ماته راشئ، نو تاسو به ژوندي پاتې شئ. ۵ ما په بیتییل کې مه لټوئ، جلجال ته مه ځئ او بیرشبع ته سفر مه کوئ، ځکه چې د جلجال خلک به خامخا جلاوطنه شي او بیتییل به له منځه لاړ شي.»
۶ څښتن ته ورشئ، نو تاسو به ژوندي پاتې شئ. که ورنه شئ، نو هغه به لکه د اور په شان د اسراییلو په خلکو باندې رانازل شي. دا اور به د بیتییل خلک وسوځوي او هېڅوک به نه شي کولای چې هغه اور مړ کړي. ۷ افسوس په تاسو، خو تاسو انصاف په زهرو بدل کړی او عدالت مو تر پښو لاندې کړی دی.
۸ چې پیدا کړي دي چا
د ثریا او د جبار ستوري
هغه څوک چې بدلوي تیاره د سهار په رڼا
او ورځ په شپه باندې
هغه څوک چې راغواړي اوبه د بحر
او اوروي یې په ځمکه
د هغه نوم دی څښتن
۹ هغه له منځه وړي قوي خلک
او ورانوي یې کلاګانې قوي
۱۰ تاسو د هغه چا نه کرکه کوئ چې بېانصافۍ ته بد وایي او په محکمه کې رښتیا وایي. ۱۱ تاسو غریبان تر پښو لاندې کوئ او غلې په مالیه کې ورڅخه په زوره اخلئ. نو تاسو چې د ښایسته تیږو څخه کوم کورونه جوړ کړي دي، په هغو کې به ونه اوسېږئ او نه به د هغو ښایسته تاکونو چې تاسو یې کرئ، شراب وڅښئ. ۱۲ ځکه زه پوهېږم چې ستاسو ګناهونه څومره زیات دي او څومره ډېر جرمونه مو کړي دي. تاسو نېکان خلک ځوروئ، رشوتونه اخلئ او په محکمو کې د دې مخنیوی کوئ چې غریبان دې خپل حقونه ترلاسه کړي. ۱۳ نو په داسې بد وخت کې باید هوښیار انسان چوپ پاتې شي!
۱۴ نېک کارونه کوئ او بد کارونه مه کوئ، نو تاسو به ژوندي پاتې شئ. بیا به مطلق قادر څښتن خدای په رښتیا ستاسو سره مل وي، لکه څنګه چې تاسو دعوه کوئ چې هغه ستاسو سره مل دی. ۱۵ د بدۍ نه کرکه کوئ، د نېکۍ سره مینه کوئ او په محکمو کې عدالت ټینګ کړئ. نو کېدای شي چې مطلق قادر څښتن خدای د اسراییلو په هغو خلکو باندې چې ژوندي پاتې شوي دي، رحم وکړي.
۱۶ نو مطلق قادر څښتن خدای داسې وایي: «په ټولو چوکونو کې به ژړاګانې او په ټولو کوڅو کې به انګولا وي. تر دې چې بزګران به هم د ژړا دپاره راوغوښتل شي او ماتم کوونکي به د ویر دپاره راوغوښتل شي. ۱۷ د انګورو په ټولو باغونو کې به ژړا او انګولا وي، ځکه چې زه به تاسو ته د سزا ورکولو دپاره راشم.» دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.
۱۸ افسوس ستاسو په حال چې د څښتن د ورځې د راتللو ارمان کوئ! تاسو ولې هغه ورځ غواړئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه، بلکې د تیارې ورځ وي. ۱۹ دا به داسې وي لکه څوک چې د زمري نه منډې وهي او د اېږې سره مخامخ شي! یا چې څوک کور ته راورسیږي او په دېوال باندې لاس کېږدي او مار یې وچیچي! ۲۰ د څښتن ورځ به رڼا نه، بلکې تیاره راولي. دا به د تورې تیارې ورځ وي او هېڅ رڼایي به نه لیدل کیږي.
۲۱ څښتن وایي: «ستاسو د اخترونو څخه کرکه لرم او ستاسو مذهبي غونډې ما نه شي خوشحالولی! ۲۲ کله چې تاسو ماته سوځېدونکې نذرانې او د غلو دانو نذرانې راوړئ، نو زه به یې نه قبلوم. که تاسو ماته هغه حیوانات چې تاسو چاغ کړي دي، د سلامتۍ د نذرانو په توګه راوړئ، نو زه به یې پروا ونه کړم. ۲۳ خپل د شورماشور نه ډکې سندرې مو بس کړئ. زه نه غواړم چې ستاسو د چنګ اوازونه واورم. ۲۴ خو د دې په ځای دې انصاف د ویالې په شان روان وي او عدالت دې د هغه سیند په شان چې هېڅکله نه وچیږي.
۲۵ ای د اسراییلو خلکو، څلوېښت کاله چې تاسو په دښته کې وئ، ایا ما ستاسو نه قربانۍ او نذرانې غوښتي دي؟ ۲۶-۲۷ خو اوس چې تاسو د خپلو خدایانو پاچا یعنې د سکوت مجسمو او کیوان یعنې ستاسو د ستورو خدای چې تاسو جوړ کړی دی، نو کله چې زه تاسو د دمشق نه اخوا یو وطن ته جلاوطنه کړم، هغه به د ځان سره یوسئ.»
څښتن چې نوم یې مطلق قادر خدای دی داسې وایي.