بل څپرکۍ

د عاموس نبي کتاب

نهم فصل

د قربانۍ په ځای کې د خدای رویا

۱ ما ولیدل چې څښتن د قربانۍ د ځای سره ولاړ ؤ. هغه حکم وکړ: «د عبادتځای د ستنو سرونه دومره وټکوه چې ټول بنیادونه یې ولړزیږي. هغه ټوټې ټوټې کړه چې د خلکو په سرونو باندې راولویږي. پاتې خلک به زه په جنګ کې ووژنم. هېڅوک به ونه شي تښتېدلی او هېڅوک به خلاص نه شي. ۲ که هغوی ځمکه وکني او لاندې د مړو دنیا ته هم کوز شي، نو زه به یې راونیسم. که هغوی اسمان ته هم وخېژي، نو زه به یې لاندې راښکته کړم. ۳ که هغوی د کرمل د غره په سر هم پټ شي، زه به یې ولټوم او راګېر به یې کړم. که هغوی د بحیرې په تل کې هم زما نه پټ شي، زه به د بحیرې مار ته حکم وکړم چې هغوی وچیچي. ۴ که هغوی د خپلو دښمنانو له خوا اسیران هم شي، زه به حکم وکړم چې هغوی ووژل شي. ما پرېکړه کړې ده چې د هغوی سره مرسته ونه کړم، بلکې هغوی له منځه یوسم.»

۵ لاس به وروړي مطلق قادر څښتن تعالی

ځمکې ته او هغه به وښوییږي

څوک چې اوسیږي هلته نو ټول به شروع کړي ماتم

ټوله دنیا به پورته کیږي او رالویږي

د نیل د سیند په شان

۶ جوړوي په اسمانونو کې خپل کور څښتن

او په ځمکه یې ودروله د اسمان ګنبده

هغه راوغوښتلې د بحیرې اوبه

او ویې بهولې په ځمکه باندې

لکه سیلاب په شان

د هغه نوم دی څښتن!

۷ څښتن داسې وایي: «ای د اسراییلو خلکو، څومره چې زه د ایتوپیا د خلکو په هکله فکر کوم، دومره ستاسو په هکله هم کوم. لکه څنګه چې ما فلسطینیان د کریت نه او د سوریې خلک د قیر نه راوویستل، همداسې مې تاسو هم د مصر نه راوویستلئ. ۸ زه څښتن تعالی د اسراییلو ګناهکاره پاچاهي وینم او هغه به د ځمکې د مخ نه ورکه کړم. خو د یعقوب ټوله اولاده به له منځه نه وړم.» دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.

۹ نو ګورئ، زه به حکم وکړم او د اسراییلو خلک به داسې غلبېل کړم لکه غله چې په غلبیل کې خوځیږي. کله چې هغوی د نورو قومونو په منځ کې اوسیږي، زه به یې داسې غلبیل کړم چې بد خلک لکه د تیږو په شان ورڅخه لېرې شي. ۱۰ زما په قوم کې چې کوم خلک ګناهکار دي، هغه به په جنګ کې ووژل شي، یعنې هغه ټول خلک چې وایي: «په مونږ به کوم مصیبت نه راځي.»

خدای به اسراییل بېرته راولي

۱۱ څښتن وایي: «یوه داسې ورځ راروانه ده چې زه به د داود پاچاهي چې لکه د یو کور په شان ورانه شوې وه، بېرته جوړه کړم. زه به د هغه دېوالونه بېرته جوړ کړم او هغه کنډوالې به بېرته ابادې کړم او زه به هغه د پخوا په شان بېرته ودان کړم، ۱۲ ترڅو د اسراییلو خلک به هغه څه چې په ادوم کې پاتې دي او هغه ټول قومونه چې په یو وخت کې زما وو، ونیسي.» څښتن وایي چې همداسې به وکړي.

۱۳ څښتن داسې وایي:

راروان دی هغه وخت

چې فصلونه به پخیږي د رېبلو وخت نه مخکې

او پخیږي به انګور د شرابو جوړېدو نه مخکې

او له غونډیو راتوییږي به

۱۴ زه به راولم خپل قوم بېرته خپل وطن ته

بېرته اباد به کړي دوی خپل کنډوالې ښارونه

او په کې اوسیږي به

هغوی به وکري باغونه د انګورو او شراب به یې څښي

هغوی به وکري باغونه او مېوه به یې خوري

۱۵ زه به وکرم خپل قوم هغه وطن کې

او ویستلی به بیا نه شي هغوی

له هغه وطنه چې ورکړی مې دی

دا هغه څه دي چې څښتن، ستاسو خدای ویلي دي.

بل څپرکۍ