۰:۰۰ / ۰:۰۰

کولسیانو ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

۱نو څنګه چې تاسو د مسیح سره په روحاني توګه راژوندي شوي یئ، بیا د هغو شیانو په لټه کې اوسئ چې په اسمان کې دي، یعنې په هغه ځای کې چې مسیح د خدای ښي لاس ته ناست دی. ۲د هغو شیانو په هکله فکر کوئ چې په اسمان کې دي، نه د هغو شیانو په هکله چې په دنیا کې دي، ۳ځکه چې تاسو مړه شوي یئ او ستاسو ژوند د مسیح سره په خدای کې پټ دی. ۴کله چې مسیح چې ستاسو ژوندون دی، راښکاره شي، نو تاسو به هم د هغه سره په جلال کې ښکاره شئ.

زوړ فطرت او نوی فطرت

۵نو له دې امله دنیاوي غوښتنې لکه جنسي بد‌اخلاقي، ناپاکي، شهوت‌پرستي، بدې غوښتنې او حرص چې بت‌پرستي ده، په خپل ځان کې له منځه یوسئ. ۶د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي. ۷تاسو هم په خپل تېر ژوند کې په همدې لارو تللئ.

۸خو اوس تاسو باید د هر ډول قهر، غضب او بدۍ نه لاس واخلئ او تهمت او بدې خبرې دې ستاسو د خولې نه راونه وځي. ۹یو بل ته دروغ مه وایئ، ځکه چې تاسو خپل زوړ فطرت او د هغه ټول بد عملونه د خپل وجود نه لېرې کړي دي. ۱۰تاسو د نوي فطرت لباس اغوستی دی او نور هم زیات د خپل خالق په شان شوي یئ چې هغه ښه وپېژنئ. ۱۱نو بیا د غیریهودي او یهودي، سنت شوي او ناسنته، وروسته پاتې او وحشي، غلام او ازاد ترمنځ فرق نشته، بلکې مسیح هرڅه دی او په مونږ ټولو کې دی.

۱۲نو بیا تاسو چې د خدای غوره شوي یئ، سپېڅلي او په خدای باندې ګران یئ، نو د زړه سواندۍ، مهربانۍ، عاجزۍ، نرمۍ او صبر کالي واغوندئ. ۱۳یو بل وزغمئ او که چېرې د یو بل نه کومه ګیله او شکایت لرئ، یو بل وبخښئ، لکه څنګه چې څښتن تاسو بخښلي یئ نو همداسې تاسو یو بل وبخښئ. ۱۴د ټولو نه مهمه دا ده چې یو بل سره ډېره مینه وکړئ، ځکه چې مینه هرڅه په پوره یووالي کې یو د بل سره یوځای کوي. ۱۵نو پرېږدئ چې هغه سوله او سلامتي چې د مسیح له خوا راځي، ستاسو په زړونو حکومت وکړي، ځکه تاسو هر یو د مسیح د بدن غړي یئ او په دې خاطر غوره شوي یئ، ترڅو یو د بل سره په سوله کې ژوند وکړئ او شکرګزاره اوسئ. ۱۶پرېږدئ چې د مسیح کلام په پوره توګه په تاسو کې اوسي. په ټول حکمت سره یو بل ته تعلیم او نصیحت وکړئ او د زړه له کومې خپلو زړونو کې په شکرګزارۍ سره خدای ته زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې ووایئ. ۱۷تاسو چې هرڅه کوئ، که هغه خبرې وي یا کوم کار وي، نو ټول د څښتن عیسی په نوم یې کوئ او د هغه په وسیله د پلار خدای شکر وباسئ.

په کورنۍ کې د یو مسیحي مسوولیت

۱۸ای ښځو، د خپلو مېړونو تابعدارې اوسئ، ځکه چې د څښتن د پیروانو په توګه دا کار تاسو ته مناسب دی. ۱۹ای مېړونو، د خپلو ښځو سره مینه کوئ او د هغوی سره بد چلند مه کوئ. ۲۰ای اولادونو، په هر کار کې د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې په دې څښتن خوشحالیږي. ۲۱ای پلرونو، د خپلو اولادونو قهر مه راپاروئ، هسې نه چې زړونه یې تور شي. ۲۲ای غلامانو، په هرڅه کې د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، یوازې هغه وخت نه چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د زړه د اخلاصه او د خدای له وېرې د هغوی تابعداري کوئ. ۲۳تاسو چې هر کار کوئ هغه د زړه له کومي وکړئ، لکه څنګه چې تاسو یې د څښتن دپاره کوئ، نه د انسان دپاره. ۲۴ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن به د دې په اجر کې تاسو ته میراث درکړي او په دې خاطر تاسو د څښتن مسیح خدمت کوئ. ۲۵نو بدکاره به د خپلې بدۍ سزا وویني، ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include() #1 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166