د کولوسيانو په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

۱ نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. ۲ د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ. ۳ ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. ۴ کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ. ۵ نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده. ۶ ځکه چې د دې په وجه د خُدائ پاک غضب په هغه چا نازليږى څوک چې نافرمانه دى. ۷ څۀ وخت تاسو هم د دې دُنيا برخه وئ او داسې ژوند مو تېرولو. ۸ خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ. ۹ يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو، ۱۰ تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ. ۱۱ په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے. ۱۲ نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ. ۱۳ يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ. ۱۴ او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى. ۱۵ نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ. ۱۶ د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ. ۱۷ او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.

د مسيحى خاندان دپاره د ژوندون طريقه

۱۸ اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى. ۱۹ اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ او د هغوئ سره ترخيږئ مه. ۲۰ اے بچو، د مور پلار هره خبره منئ ځکه چې په دې مالِک خُدائ خوشحاليږى. ۲۱ اے پلارانو، خپل بچى مۀ تنګوئ، هسې نه چې هغوئ زړۀ بائيلى. ۲۲ اے نوکرانو، تاسو د خپلو دُنياوى مالِکانو په هر څۀ کښې تابعدارى کوئ، او دا نۀ صرف د هغوئ په موجودګۍ کښې چې هغوئ خوشحاله کړئ، بلکې د زړۀ د اخلاصه او د مالِک د احترام دپاره يې کوئ. ۲۳ هر څۀ چې تاسو کوئ د زړۀ په مينه يې کوئ لکه چې دا تاسو د مالِک دپاره کوئ، او نۀ چې د بنى آدمو دپاره. ۲۴ ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ. ۲۵ ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.