چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د دانیال کتاب
لومړی فصل
دانیال او د هغه ملګري د نبوکدنصر په دربار کې
۱ د یهودا د پاچا یهویاقیم د پاچاهۍ په درېم کال د بابل پاچا نبوکدنصر په اورشلیم باندې حمله وکړه او ښار یې کلابند کړ. ۲ څښتن هغه پرېښود چې یهویاقیم ونیسي او ځینې سپېڅلي لوښي چې د خدای په کور کې ورڅخه کار اخیستل کېده، له خپل ځان سره یوسي. سپېڅلي لوښي یې خپل هېواد بابل ته یووړل او د خپل خدای د بتخانې په تحویلخانه کې یې کېښودل.
۳ پاچا د خپل دربار مشر اشفناز ته امر وکړ چې د اسراییلي جلاوطنو له منځ څخه دې ځینې ځوانان چې د شاهي کورنۍ یا د عزتمنو کورنیو څخه وي، غوره کړي. ۴ هغه ځوانان باید ښکلي، هوښیار، ښه روزل شوي او ځیرک وي او جسماني عیبونه ونه لري، ترڅو د دې وړ وي چې په شاهي دربار کې خدمت وکړي. اشفناز باید هغوی ته په بابلي ژبه لوستل او لیکل ورزده کړي. ۵ همدارنګه پاچا امر وکړ چې هغوی ته دې هره ورځ هماغه خواړه او شراب ورکړل شي لکه څنګه چې د شاهي دربار غړو ته ورکول کیږي. هغوی دې درې کاله وروزل شي او بیا هغوی کولای شي چې د پاچا خدمت وکړي. ۶ په دې غوره شویو ځوانانو کې دانیال، حننیا، میشاییل او عزریا وو چې هغوی ټول د یهودا د قبیلې څخه وو. ۷ د دربار مشر په هغوی باندې نوي نومونه کېښودل: په دانیال باندې یې د بلطشصر، په حننیا باندې یې شدرک، په میشاییل باندې یې میشک او په عزریا باندې یې عبدنغو نوم کېښود.
د دانیال وفاداري
۸ دانیال پرېکړه وکړه چې خپل ځان به د شاهي دربار د ډوډۍ په خوړلو او د شرابو په څښلو باندې د مذهبي دود له مخې ناپاکه نه کړي. نو د دربار د مشر اشفناز څخه یې وغوښتل چې په دې خاطر د هغه سره مرسته وکړي. ۹ نو خدای اشفناز په دانیال باندې مهربانه کړ. ۱۰ خو بیاهم اشفناز د پاچا څخه وېرېده، نو هغه دانیال ته وویل: «پاچا پرېکړه کړې ده چې تاسو باید څه وخورئ او څه وڅښئ او که چېرې د نورو ځوانانو په شان تندرست ښکاره نه شئ، نو پاچا به ما ووژني.»
۱۱ نو دانیال هغه ساتونکي ته چې د اشفناز له خوا په هغه او د هغه په درېو ملګرو باندې د مسوول په توګه ټاکل شوی ؤ، ورغی او هغه ته یې وویل: ۱۲ «مهرباني وکړه، لس ورځې مونږ وازمایه. مونږ ته د خوړلو دپاره یوازې سابه او د څښلو دپاره اوبه راکړه. ۱۳ بیا مونږ د هغو ځوانانو سره پرتله کړه چې د شاهي دربار ډوډۍ خوري او بیا پرېکړه وکړه چې مونږ څنګه ښکارو.» ۱۴ نو هغه د دې وړاندیز سره موافقه وکړه او لس ورځې وروسته یې هغوی وازمایل. ۱۵ کله چې لس ورځې تېرې شوې، ویې لیدل چې هغوی د هغو ځوانانو څخه چې شاهي ډوډۍ یې خوړله، روغ رمټ او قوي ښکاره کېدل. ۱۶ نو له دې وروسته ساتونکي هغوی ته اجازه ورکړه چې د هغو خوړو او شرابو په ځای چې پاچا ورته ټاکلي وو، د سابو خوړلو او اوبو څښلو ته دوام ورکړي.
۱۷ دغو څلورو ځوانانو ته خدای په ادبیاتو او فلسفه کې پوهه او مهارت ورکړی ؤ. برسېره پردې هغه دانیال ته د رویاګانو او د خوبونو په تعبیرولو کې هم مهارت ورکړی ؤ. ۱۸ کله چې هغه درې کاله چې د پاچا له خوا ټاکل شوي وو پای ته ورسېدل، نو د دربار مشر اشفناز هغه ټول ځوانان نبوکدنصر ته راوستل. ۱۹ پاچا د هغوی سره خبرې وکړې او دا یې معلومه کړه چې د نورو ځوانانو څخه هېڅوک د دانیال، حننیا، میشاییل او عزریا نه بهتر نه وو. نو هغوی ته په شاهي دربار کې مقامونه ورکړل شول. ۲۰ پاچا چې د حکمت او پوهې په هکله هره پوښتنه کوله او یا به یې کومه موضوع رامنځته کوله، دغه څلور کسان به د هر یو فال کتونکي او جادوګر په پرتله چې د هغه په ټوله پاچاهۍ کې وو، لس وارې زیات پوهېدل. ۲۱ دانیال د کوروش پاچا د پاچاهۍ تر لومړي کال پورې د بابل پاچا په دربار کې خدمت کاوه.
مخکینۍ څپرکۍ
بل څپرکۍ