چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بیا څښتن ماته وویل: ‹د لومړنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه او د لرګیو یو صندوق جوړ کړه چې هغه په کې کېږدې. بیا ماته غره ته راوخېژه. ۲ زه به په دې لوحو باندې هغه خبرې ولیکم چې په هغو لوحو باندې لیکلې شوې وې چې تا ماتې کړې او بیا هغه په صندوق کې کېږده.› ۳ نو ما د اکاسۍ د لرګیو څخه یو صندوق جوړ کړ او د لومړنیو لوحو په شان مې د تیږو دوه لوحې تیارې کړې او غره ته مې وخېژولې. ۴ بیا څښتن په دې لوحو باندې هماغه خبرې ولیکلې چې هغه په لومړي ځل لیکلې وې، یعنې هغه لس حکمونه چې په هغه وخت کې هغه درکړل کله چې ستاسو سره یې د اور د منځ څخه خبرې وکړې. دا کار په هغه ورځ وشو چې تاسو د غره تر څنګ راټول شوي وئ. څښتن هغه لوحې ماته راکړې، ۵ بیا زه بېرته د غره څخه راښکته شوم. د څښتن د امر سره سم مې هغه لوحې په هماغه صندوق کې کېښودلې چې ما جوړ کړی ؤ او د هماغه وخت راهیسې په کې پرتې دي.
۶ اسراییلیان د یعقان د خلکو د څاه ګانو څخه روان شول او موسیره ته لاړل. هلته هارون مړ شو او ښخ کړای شو او د هغه زوی العازار د هغه په ځای کاهن شو. ۷ هغوی د هغه ځای څخه جدجوده ته او بیا یطبات ته سفر وکړ، یعنې هغې خاورې ته چې د اوبو ویالې په کې وې. ۸ په هغه وخت کې څښتن د لاوي قبیله غوره کړله چې د لوظ صندوق یوسي، د کاهنانو په توګه د څښتن خدمت وکړي او د هغه په نوم برکت ورکړي. تر اوسه پورې دا د هغوی دندې دي. ۹ نو ځکه د لاوي قبیلې د نورو قبیلو په شان ځمکه تر لاسه نه کړه. ستاسو د څښتن خدای د وعدې سره سم څه چې هغوی تر لاسه کړل هغه د څښتن د کاهنتوب امتیاز ؤ.
۱۰ زه د لومړي ځل په شان څلوېښت شپې او ورځې په غره کې پاتې شوم. څښتن یوځل بیا زما دعا قبوله کړه او په دې راضي شو چې تاسو تباه نه کړي. ۱۱ بیا هغه ماته وویل چې لاړ شم او ستاسو مشري وکړم، ترڅو تاسو وکولای شئ هغه ځمکه تر لاسه کړئ چې هغه وعده کړې وه چې ستاسو نیکونو ته به یې ورکړي.
۱۲ د اسراییلو خلکو، ستاسو څخه خپل څښتن خدای څه غواړي؟ د هغه څخه ووېرېږئ او ټول امرونه یې په ځای کوئ. د هغه سره مینه کوئ او د زړه له کومي یې خدمت کوئ ۱۳ او د هغه د ټولو قوانینو اطاعت کوئ. زه نن دا قوانین تاسو ته ستاسو د ګټې په خاطر درکوم. ۱۴ ټول اسمانونه ستاسو د څښتن خدای دي. ځمکه او هرڅه چې په کې دي هغه هم د څښتن دي. ۱۵ خو څښتن ستاسو د نیکونو سره دومره زیاته مینه کوله چې تاسو یې د ځمکې په مخ د ټولو قومونو څخه غوره کړئ او تر نن ورځې پورې د هغه غوره شوی قوم یئ. ۱۶ نو بیا د څښتن اطاعت کوئ او نور سرزوري مه کوئ. ۱۷ ستاسو څښتن د څښتنانو څښتن او د خدایانو خدای دی. هغه لوی او قوي دی او د هغه څخه وېره په کار ده. هغه د چا طرفداري نه کوي او تل عادلانه پرېکړې کوي. ۱۸ څښتن د یتیمانو او کونډو د حقونو څخه دفاع کوي. هغه د هغو پردیو خلکو سره مینه کوي چې زمونږ د قوم سره اوسیږي او هغوی ته خواړه او کالي ورکوي. ۱۹ نو بیا د هغو پردیو خلکو سره مینه کوئ، ځکه چې تاسو خپله یو وخت په مصر کې پردي وئ. ۲۰ د خپل څښتن خدای څخه وېره کوئ او یوازې د هغه عبادت کوئ. هغه ته وفادار اوسئ او یوازې د هغه په نوم قسم خورئ. ۲۱ د هغه ستاینه کوئ. هغه ستاسو خدای دی او تاسو هغه لوی لوی او عجیبه کارونه په خپلو سترګو ولیدل چې ستاسو دپاره یې کړي دي. ۲۲ کله چې ستاسو نیکونه مصر ته لاړل چې هلته واوسیږي، هغوی یوازې اویا تنه وو. خو اوس ستاسو څښتن خدای ستاسو شمېر د اسمان د ستورو په شان زیات کړی دی.