چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ تاسو د خپل څښتن خدای اولادونه یئ. نو کله چې د مړو دپاره ژاړئ، خپل ځانونه مه غوڅوئ یا د خپل تندي ویښتان مه خرایئ. ۲ تاسو د خپل څښتن خدای یئ، هغه د هغو ټولو قومونو څخه چې د ځمکې په مخ باندې ژوند کوي، تاسو د خپل قوم په توګه غوره کړي یئ.
۳ هېڅ داسې شیان مه خورئ چې څښتن هغه حرام اعلان کړي دي. ۴ تاسو کولای شئ چې د دغو حیواناتو غوښه وخورئ: غویان، پسونه، وزې، ۵ هر ډول هوسۍ، غرني پسونه، ځنګلي وزې یا غرڅې ۶ یعنې هر هغه حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند هم وهي. ۷ خو د هېڅ داسې حیوان غوښه باید ونه خوړل شي چې خلاص سومان نه لري او شخوند نه وهي. تاسو باید د اوښانو، سویو، یا د غرنیو سویو غوښه ونه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي، هغه شخوند وهي، خو خلاص سومان نه لري. ۸ د خوګ غوښه مه خورئ. خوګ باید ناپاکه وګڼل شي، هغه خلاص سومان لري، خو شخوند نه وهي. د دغو حیواناتو غوښه مه خورئ او حتی د هغو مړو ته هم لاس مه وروړئ.
۹ تاسو کولای شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ، ۱۰ خو بل داسې شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونه لري خوړل یې روا نه دي، هغه باید ناپاک وګڼل شي. ۱۱ تاسو کولای شئ چې هر ډول پاک مرغان وخورئ. ۱۲-۱۸ خو دا هغه ډول مرغان دي چې تاسو یې باید ونه خورئ: عقاب، ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول کونګیان، د بحیرې مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک. ۱۹ ټول وزر لرونکي حشرات ناپاک دي، هغه مه خورئ. ۲۰ تاسو کولای شئ چې هر ډول پاک حشرات وخورئ.
۲۱ د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې په خپل مرګ مړ شوی وي. تاسو کولای شئ چې دا هغو پردیو خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، ورکړئ چې ویې خوري یا تاسو کولای شئ چې په نورو پردیو خلکو باندې یې خرڅه کړئ. خو تاسو د خپل څښتن خدای یئ، تاسو د هغه قوم یئ.
یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.
۲۲ تاسو باید هر کال د خپلو پټیو د ټولو حاصلاتو لسمه برخه بېله کړئ. ۲۳ بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې ستاسو څښتن خدای به یې د خپل عبادت دپاره غوره کړي او هلته د هغه په حضور کې د خپلو غلو دانو، شرابو او زیتونو د تېلو عشر او د خپلو پادو او رمو لومړني زېږېدلي بچیان وخورئ. دا کار وکړئ ترڅو د تل دپاره خپل څښتن خدای ته درناوی کول زده کړئ. ۲۴ که چېرې د عبادت ځای ستاسو د کور څخه ډېر لېرې وي چې د خپلو هغو محصولاتو عشر چې څښتن تاسو ته په کې برکت درکړی دی هلته وړلی نه شئ، بیا داسې وکړئ ۲۵ چې خپل حاصلات خرڅ کړئ او د هغو پیسې هغه عبادت ځای ته یوسئ. ۲۶ په هر شي باندې چې تاسو غواړئ دا پیسې مصرف کړئ یعنې په غواګانو، پسونو، وزو، شرابو باندې او د خپلو کورنیو سره یې هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې وخورئ او خوشحالي وکړئ.
۲۷ هغه لاویان مه هېروئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي، هغوی خپله ځمکه نه لري. ۲۸ د هر درېم کال په پای کې د خپلو ټولو حاصلاتو عشر راوړئ او په خپلو ښارونو کې یې ذخیره کړئ. ۲۹ هغه لاویانو ته چې ستاسو په منځ کې خپله ځمکه نه لري او همدارنګه هغو پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري او ورباندې ماړه شي. نو بیا به ستاسو څښتن خدای تاسو ته په ټولو کارونو کې برکت درکړي.