۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تثنیې کتاب

شلم فصل

د جنګ په هکله قوانین

۱ کله چې تاسو د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شئ او ووینئ چې د هغوی جنګي ګاډۍ او اسونه او لښکر ستاسو نه زیات وي، د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای چې تاسو یې د مصر څخه ازاد کړئ هغه به ستاسو سره مل وي. ۲ مخکې له دې چې تاسو جګړه پیل کړئ، یو کاهن دې مخکې راشي او لښکر ته دې داسې ووایي: ۳ ‹د اسراییلو خلکو، واورئ! تاسو نن جګړې ته روان یئ. د خپلو دښمنانو څخه ونه وېرېږئ او جرات د لاسه ورنه کړئ او وارخطا نه شئ. ۴ ځکه چې ستاسو سره خپل څښتن خدای روان دی چې ستاسو په خاطر ستاسو د دښمنانو په وړاندې وجنګیږي او تاسو ته بری درکړي.› ۵ بیا دې منصبداران لښکرو ته وینا وکړي او ودې وایي: ‹ایا دلته داسې سړی شته چې نوی کور یې ودان کړی وي، خو لا تر اوسه پورې یې ورته کډه نه وي وروړې؟ که چېرې وي، نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به د هغه په کور کې واوسیږي. ۶ ایا دلته داسې سړی شته چې د انګورو باغ یې جوړ کړی وي، خو لا تر اوسه یې دا موقع نه وي موندلې چې د هغه څخه انګور راټول کړي؟ که چېرې وي، نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به یې د مېوو څخه خوند واخلي. ۷ ایا دلته داسې څوک شته چې کوژدن یې کړې وي او تر اوسه پورې یې واده نه وي کړی؟ که چېرې وي، نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي او بل څوک به د هغه د کوژدن شوې ښځې سره واده وکړي.› ۸ منصبداران به لښکرو ته دا هم ووایي: ‹ایا دلته داسې سړی شته چې خپل جرات یې له لاسه ورکړی وي او وېریږي؟ که چېرې وي، نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو هغه به د نورو روحیه کمزورې کړي.› ۹ کله چې منصبداران د لښکرو سره خپلې خبرې خلاصې کړي، نو قوماندانان دې د لښکرو مشري په غاړه واخلي.

۱۰ کله چې تاسو په یو ښار باندې د حملې دپاره لاړ شئ، لومړی د هغه ځای خلکو ته د تسلیمېدلو موقع ورکړئ. ۱۱ که چېرې هغوی دروازې خلاصې کړي او تسلیم شي، هغوی ټول دې ستاسو غلامان شي او ستاسو دپاره دې سخت کارونه کوي. ۱۲ خو که چېرې د هغه ښار خلک تسلیم نه شي بلکې وجنګیږي، د خپلو لښکرو په وسیله هغه ښار کلابند کړئ. ۱۳ کله چې څښتن ستاسو خدای هغه ښار تاسو ته په لاس درکړي، بیا د هغه ټول سړي ووژنئ. ۱۴ خو تاسو کولای شئ چې د هغه ښار ښځې، ماشومان، حیوانات او نور ټول شیان د غنیمت په توګه د ځان دپاره واخلئ. تاسو کولای شئ چې د خپلو دښمنانو هر شی وکاروئ. څښتن هغه تاسو ته درکړی دی. ۱۵ تاسو باید د هغو ښارونو سره چې د وعده شوې ځمکې څخه لېرې دي همداسې چلند وکړئ. ۱۶ خو کله چې تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي، ښارونه ونیسئ، نو د هغه ځای ټول خلک او حیوانات ووژنئ. ۱۷ د څښتن د حکم له مخې ټول خلک په پوره توګه له منځه یوسئ یعنې حیتیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان. ۱۸ هغوی ووژنئ، ترڅو په تاسو باندې د هغو ټولو ناوړه شیانو په درزده کولو سره چې هغوی یې خپلو خدایانو ته په عبادت کې کوي، د څښتن په وړاندې ګناه ونه کړئ.

۱۹ کله چې تاسو یو ښار د زیات وخت دپاره تر محاصرې لاندې نیسئ او د هغه په وړاندې جنګېږئ چې ویې نیسئ، نو د هغه ځای د مېوې ونې مه وهئ، ځکه چې تاسو کولای شئ د هغو مېوه وخورئ. ونې یې له منځه مه وړئ، ځکه چې ونې ستاسو دښمنان نه دي. ۲۰ کېدای شي چې تاسو د زینو او برجونو د جوړولو دپاره لرګیو ته اړتیا ولرئ چې دېوالونو ته په ختلو او د ښار په نیولو کې درسره مرسته وکړي. خو یوازې د هغو ونو څخه کار واخلئ چې په دې پوهېږئ چې هغه د مېوې ونې نه دي.