۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

يوويشتم باب

نامعلومه قتل

۱ کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے، ۲ نو ستاسو مشران او قاضيان به لاړ شى او چې چرته هغه مړے موندلے شوے وى نو د هغه ځائ نه به د ټولو نزدې ښارونو فاصله معلومه کړى. ۳ نو چې چرته مړے موندلے شوے وى د هغه نزدې ښار مشران به يوه سخۍ خوښه کړى چې هيڅ کار ترې نه نۀ وى اخستے شوے او نۀ يې جغ راښکلے وى. ۴ هغوئ به دا يوې بهېدونکې ولې ته کوزه کړى چې د هغه ځائ زمکه هيڅکله نه يوې شوې وى او نه کَرلے شوې وى او هغوئ به هلته د دې سخۍ څټ مات کړى. ۵ د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى. ۶ بيا چې چرته هغه قتل شوے کس موندلے شوے وى هغې ته د نزدې ښار ټول مشران به په هغه سخۍ باندې خپل لاسونه ووينځى، ۷ او هغوئ دې ووائى چې، مونږ دا کس نۀ دے وژلے او مونږ ته پته نشته چې دا قتل چا کړے دے. ۸ اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بې‌ګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه. ۹ چې هغه څۀ وکړئ چې مالِک خُدائ يې غواړى، نو د قتل ذمه وارى به ستاسو په غاړه نۀ وى.

په جنګ کښې نيولے شوې ښځې سره وادۀ کول

۱۰ کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغوئ زورَور کړى او څۀ کسان ترې نه قېديان کړئ، ۱۱ کېدے شى چې تاسو په هغوئ کښې يوه ښائسته ښځه وګورئ چې ستاسو خوښه شى او ورسره وادۀ کول وغواړئ. ۱۲ هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى، ۱۳ او خپلې جامې به بدلې کړى. هغه به ستاسو په کور کښې ايساره شى او خپل مور پلار پسې به يوه مياشت وژاړى، د هغې نه پس، هغه وادۀ کولے شئ. ۱۴ وروستو، کۀ تاسو د هغې سره خوشحاله نۀ يئ، نو تاسو يې پرېښودے شئ او چې چرته وغواړى نو هلته دې لاړه شى. ځکه چې تاسو د هغې بې‌عزتى کړې ده، نو تاسو د هغې سره د يوې وينځې په شان سلوک نۀ شئ کولے او نۀ يې خرڅولے شئ.

د مشرى زوئ حقُونه

۱۵ کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى، ۱۶ کله چې هغه سړے خپل جائيداد تقسيموى نو هغه دې د خپلې خوښې ښځې زوئ له د مشرى زوئ حق نۀ ورکوى. ۱۷ چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.

يو نافرمانه زوئ

۱۸ کۀ د چا زوئ ضدى يا سرکشه وى، يو زوئ چې د خپل مور پلار فرمانبردارى نۀ کوى، تر دې پورې چې هغوئ سزا هم ورکړى، ۱۹ د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى. ۲۰ هغوئ دې مشرانو ته داسې ووائى، ”زمونږ زوئ ضدى او سرکشه دے او زمونږ خبره نۀ منى، هغه فضول خرچه او شرابى دے.“ ۲۱ نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.

د مړى سمبالول

۲۲ کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى، ۲۳ نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.