چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ فرض کړئ یو سړی د یوې انجلۍ سره واده وکړي او وروسته یې بد ایسي، ځکه چې په هغې کې یو داسې شی ګوري چې د هغه نه خوښیږي. نو هغه طلاق نامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي. ۲ بیا فرض کړئ هغه د یو بل سړي سره واده کوي ۳ او د دوهم مېړه هم هغه ښځه نه خوښیږي، نو هغه هم طلاق نامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي. یا فرض کړئ د هغې دوهم مېړه مړ کیږي. ۴ په دواړو صورتونو کې دې د هغې لومړنی مېړه بیا د هغې سره واده نه کوي، ځکه چې هغه نجسه شوې ده. که چېرې هغه ورسره بیا واده وکړي، د هغوی واده به هغه ځمکه ناپاکه کړي چې خپل څښتن خدای یې درکوي او څښتن د دې کار څخه کرکه کوي.
۵ که چېرې یو سړي نوی واده کړی وي، هغه دې جنګ یا کومې بلې وظیفې ته نه لېږل کیږي. هغه دې یو کال د وظیفې څخه معاف وي، ترڅو هغه په کور کې پاتې شي او خپله ښځه خوشحاله وساتي.
۶ کله چې تاسو چاته کوم شی په پور ورکوئ، باید د هغه د مېچنې پلونه چې د غلو دانو د میده کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي د ضمانت په توګه وانخلئ. په دې کار سره به د هغې کورنۍ هغه وسیله له منځه لاړه شي چې هغوی ورباندې د ژوندي پاتې کېدلو دپاره خواړه تیاروي.
۷ که چېرې یو کس ونیول شي چې خپل اسراییلی ورور یې تښتاوه چې هغه خپل غلام کړي یا یې د غلام په توګه خرڅ کړي، نو تښتوونکی دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
۸ کله چې تاسو د پوستکي په ساري ناروغۍ اخته شئ، نو څه چې لاوي کاهنان درته وایي کټ مټ هماغسې وکړئ. د هغو لارښوونو څخه پیروي وکړئ چې ما هغوی ته ورکړي دي. ۹ په یاد ساتئ کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، ستاسو څښتن خدای په مریم باندې څه وکړل.
۱۰ کله چې تاسو چاته کوم شی په پور ورکوئ، د هغه کور ته د دې دپاره مه ورننوځئ چې د هغه څخه کوم شی د ضمانت په توګه واخلئ. ۱۱ دباندې انتظار وباسئ او پرېږدئ چې هغه یې په خپله تاسو ته راوړي. ۱۲ فرض کړئ یو کس دومره غریب وي چې یوازېنی شی چې هغه یې کولای شي تاسو ته د ضمانت په توګه درکړي د هغه چپنه وي، نو د هغه چپنه د شپې د خپل ځان سره ونه ساتئ. ۱۳ هغه د لمرپرېواته څخه مخکې بېرته ورکړئ، ترڅو د هغې خاوند وکولای شي هغه واغوندي او ویده شي او د څښتن څخه ستاسو دپاره برکت وغواړي. نو دا کار به ستاسو د څښتن خدای په نظر کې نېک عمل وګڼل شي.
۱۴ که چېرې تاسو غریب خلک د خپل کار دپاره مزدوران ونیسئ، نو د هغوی اجوره مه ځنډوئ، که هغه اسراییلیان وي یا هغه پردي خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي. ۱۵ د هرې ورځې اجوره د لمرپرېواته څخه مخکې ورکوئ. هغوی خپل ژوند په نېستۍ کې تېروي او د ژوندي پاتې کېدلو دپاره پیسو ته اړتیا لري. که چېرې هغوی ته په خپل وخت سره اجوره ورنه کړئ، هغوی به ستاسو په ضد څښتن ته فریاد وکړي او تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
۱۶ پلرونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی پلرونو کړي وي. هرڅوک دې یوازې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.
۱۷ پردي خلک او یتیمان د خپلو حقونو څخه مه محروموئ او د پور په خاطر د یوې کونډې کالي د ضمانت په توګه مه اخلئ. ۱۸ په یاد ساتئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او خپل څښتن خدای ازاد کړئ، نو ځکه زه تاسو ته دا امر کوم.
۱۹ کله چې تاسو خپل فصلونه لو کوئ او په پټي کې درڅخه کومه ګېډۍ پاتې شي، د هغې پسې بېرته مه ورځئ. هغه پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو ته پرېږدئ، ترڅو ستاسو څښتن خدای ستاسو په هر کار کې برکت واچوي. ۲۰ کله چې تاسو یوځل خپل زیتون راټول کړل، نو د پاتې شویو زیتونو پسې بېرته مه ورځئ چې هغه هم راوړئ. هغه د پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو دپاره پرېږدئ. ۲۱ کله چې تاسو یوځل خپل انګور راټول کړل، دوهم ځل تاکونو ته مه ورځئ. کوم انګور چې پاتې وي هغه د پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو دپاره دي. ۲۲ دا خبره هېڅکله مه هېروئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ، نو ځکه زه تاسو ته دا حکم کوم.