د تثنیې کتاب

شپږویشتم فصل

د حاصلاتو نذرانې

۱ کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته واوسېږئ، ۲ نو تاسو هر یو باید د هر فصل لومړۍ برخه چې تاسو یې رېبئ په یوې ټوکرۍ کې واچوئ او د خپلو ځانونو سره یې هغه ځای ته یوسئ چې ستاسو څښتن خدای یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي. ۳ بیا د هغه وخت کاهن ته ورشئ او داسې ورته ووایئ: ‹زه نن خپل څښتن خدای ته دا اقرار کوم چې زه هغه وطن ته ورننوتی یم چې هغه یې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه چې مونږ ته به یې راکړي.› ۴ کاهن به ستاسو څخه ټوکرۍ واخلي او د څښتن خدای د قربانۍ د ځای په مخکې به یې کېږدي.

۵ بیا به تاسو د څښتن په حضور کې دا خبرې بیان کړئ: ‹زما نیکه چې د سوریې څخه ؤ یو سرګردانه سړی ؤ. هغه خپله کورنۍ مصر ته بوتله چې هلته واوسیږي. کله چې هغوی هلته لاړل، د هغوی شمېر کم ؤ، خو یو لوی او قدرتمند قوم ورڅخه جوړ شو. ۶ مصریانو زمونږ سره بد چلند کاوه او مونږ یې دې ته مجبورولو چې د غلامانو په توګه کار وکړو. ۷ بیا مونږ د خپلو نیکونو څښتن خدای ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او ویې لیدل چې مونږ څومره بې وزلي وو چې مصریانو راباندې ظلم کاوه او مونږ یې مجبورولو چې سخت کار وکړو. ۸ هغه د زورورو معجزو په ښودلو سره مصریان سخت ووېرول او په خپل قوي مټ او ټول قدرت سره یې مونږ د مصر څخه ازاد کړو. ۹ هغه مونږ دلته راوستلو او دا غني او حاصلخېزه ځمکه یې مونږ ته راکړه. ۱۰ نو اوس زه تاته د هغو حاصلاتو لومړنۍ برخه راوړم چې تا څښتن راته راکړي دي.›

ټوکرۍ د څښتن په حضور کې کېږدئ او هلته عبادت وکړئ. ۱۱ بیا لاړ شئ او د هغو ټولو ښو شیانو په خاطر چې ستاسو څښتن خدای تاسو او ستاسو کورنیو ته درکړي دي جشن ونیسئ. دا یاد ساتئ چې لاویانو او هغه پردیو خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، په دې جشن کې بلنه ورکړئ.

د حاصلاتو لسمه برخه

۱۲ په هر درېم کال د خپلو حاصلاتو لسمه برخه یعنې عشر هغو لاویانو، پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکوئ، ترڅو هغوی د خوراک دپاره هرڅه ولري. ۱۳ بیا څښتن ته داسې ووایئ: ‹ما د خپل کور څخه هغه لسمه برخه چې سپېڅلې ده واخیستله او هغه مې ستا د حکم سره سم لاویانو، پردیو خلکو، یتیمانو او کونډو ته ورکړه. ما ستا د هېڅ هغو حکمونو څخه چې د عشر په هکله دي، سرغړونه نه ده کړې او نه مې هېر کړي دي. ۱۴ ما د غمرازۍ په وخت کې د دې سپېڅلي عشر څخه هېڅ شی نه دی خوړلی. کله چې زه ناپاک وم هغو ته مې لاس نه دی وروړی او نه مې د هغو څخه د مړو په نوم څه ورکړي دي. ای زما څښتنه، ما ستا اطاعت کړی دی او تا چې ماته هر حکم کړی دی هغه مې په ځای کړی دی. ۱۵ ای څښتنه، د خپل سپېڅلي ځای څخه چې په اسمان کې دی، لاندې وګوره او خپل قوم یعنې اسراییلو ته برکت ورکړه. په هغې غني او حاصلخېزې ځمکې کې هم برکت واچوه چې تا مونږ ته د هغې وعدې سره سم راکړې ده چې زمونږ د نیکونو سره دې کړې وه.›

د څښتن ځانګړی قوم

۱۶ نن تاسو ته خپل څښتن خدای حکم کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ. نو په وفادارۍ سره او د زړه له کومي هغو ته غاړه کېږدئ. ۱۷ نن تاسو اقرار وکړ چې څښتن ستاسو خدای دی. تاسو وعده کړې ده چې د هغه اطاعت به کوئ، د هغه د ټولو قوانینو څخه به پیروي کوئ او د هغه په ټولو حکمونو باندې به عمل کوئ. ۱۸ څښتن د خپلې وعدې سره سم نن دا اقرار کړی دی چې تاسو د هغه ځانګړی قوم یئ او تاسو ته حکم کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ. ۱۹ څښتن به ستاسو قوم د نورو ټولو قومونو څخه چې هغه پیدا کړي دي، لوی کړي او ستاسو صفت او عزت به کیږي. تاسو به د څښتن د وعدې سره سم د هغه خپل قوم یئ.»