۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

شپږويشتم باب

د فصل نذرانې

۱ د هغې نه وروستو چې کله تاسو هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ، ۲ نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ او دا به د عبادت هغه يو ځائ ته وړۍ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې دپاره ښائى چې د هغۀ د نوم درناوے وشى. ۳ هغه دې د هغه وخت مقرر شوى اِمام له لاړ شى او هغۀ ته دې ووائى چې زۀ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته دا اِقرار کوم چې زۀ هغه مُلک ته ورداخل شوم چې زمونږ د پلار نيکۀ سره يې وعده شوې وه چې مونږ له به يې راکوى. ۴ اِمام به ټوکرۍ ستاسو نه واخلى او هغه به دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک د قربان‌ګاه په وړاندې کېږدى. ۵ نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے. ۶ د مِصر خلقو مونږ سره بد سلوک کولو او زمونږ نه يې غلامان جوړ کړى وُو. ۷ نو مونږ د خپل پلار نيکۀ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او زمونږ تکليف، سختۍ او غم يې وليدو. ۸ د خپل لوئ طاقت او قُدرت سره هغۀ مونږ د مِصر نه راوويستلو. هغۀ معجزې او نښې څرګندې کړې او يروونکى کارونه يې وکړل. ۹ هغۀ مونږ دلته راوستلو او دا مُلک يې راکړو، هغه مُلک چې زرخېز او آباد دے. ۱۰ نو ما مالِک خُدائ له د پېداوار وړومبۍ برخه راوړې ده چې هغۀ ما له د دې زمکې نه راکړې ده.“ نو بيا دا ټوکرۍ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په وړاندې کېږدئ او د هغۀ په حضور کښې سجده وکړئ. ۱۱ په هغه ښۀ څيزونو شُکر وباسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو او ستاسو خاندان له درکړى دى، او ليويان او مسافر پرېږدئ کوم چې تاسو سره اوسيږى چې تاسو سره په جشن کښې شامل شى. ۱۲ په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ، ۱۳ نو مالِک خُدائ ته ووايئ چې زما په کور کښې د مقدسې لسمې حِصې نه هيڅ نۀ دى پاتې شوى، ما هغه ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له ورکړى دى، لکه څنګه چې تا ما ته حُکم کړے دے. د لسمې حِصې په حقله ما ستا د حُکمونو نه د يو حُکم نافرمانى نۀ ده کړې او نۀ مې هېر کړې دى. ۱۴ کله چې زۀ په غم غمژن وم نو ما د دې نه هيڅ نۀ دى خوړلى، کله چې زۀ ناپاک وم نو ما د دې نه د خپل کور نه بهر هيڅ نۀ دى ويستلى، او ما د دې نه د مړو دپاره نذرانې په توګه هيڅ نۀ دى ورکړى. مالِکه خُدايه، ما ستا تابعدارى کړې ده، د لسمې حِصې په حقله چې تا څۀ حُکم کړے دے نو ما هغه هر څۀ کړى دى. ۱۵ په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.

د مالِک خُدائ خپل قوم

۱۶ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمونو او اصُولو باندې عمل کوئ، او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ. ۱۷ نن تاسو دا اِقرار کړے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے. او تاسو وعده کړې ده چې د هغۀ په لاره به روان يئ او د هغۀ قانون، حُکمونه او اصُول به منئ او د هغۀ فرمانبردارى به کوئ. ۱۸ مالِک خُدائ نن تاسو خپل قيمتى قوم ګڼلى يئ، لکه څنګه چې هغۀ تاسو سره وعده کړې وه، او هغۀ تاسو له حُکم درکړے دے چې د هغۀ ټول حُکمونه به منئ. ۱۹ هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“