۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د معلِم کِتاب

دولسم باب

۱ هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“ ۲ هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه پس بيا وريځې راواپس شى. ۳ د هغې نه مخکښې چې ستا د کور څوکيداران په ريږدېدو شى، او ستا طاقتور سړى راکونټى شى، او ستا د مېچنې کولو والا ښځې کار پرېږدى ولې چې هغوئ لږې دى، او هغه زنانه چې د کړکو نه ګورې د هغوئ نظر کم دے. ۴ د هغې نه مخکښې چې د کوڅې دروازې بندې شى او د مېچنې آواز په مزه شى، او تۀ د مارغانو په اولنو سندرو راپاڅې خو بيا د هغوئ ټولې سندرې په تا په مزه لګى. ۵ د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى. ۶ د هغې نه مخکښې چې د سپينو زرو زنځير وشليږى، د سرو زرو لوښے ټوټې ټوټې شى، او چينې سره د اوبو بوقه به وشليږى او د کوهى سَرخۍ ماته شى. ۷ بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو. ۸ نو معلِم وائى، ”هر څۀ بې‌معنې دى، دا هر څۀ بې‌معنې دى.“

نتيجه

۹ معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل. ۱۰ د معلِم کوشش دا وو چې خوږې خبرې ولټوى، او ديانتدارۍ سره رښتينى خبرې وليکى. ۱۱ د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى. ۱۲ خو زما زويه، د دې نه علاوه هم خبردار اوسه. د ډېرو کتابونو د ليکلو سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى او ډېره مطالعه وجود ستړے کوى. ۱۳ راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى. ۱۴ ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.

بل څپرکۍ