۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ اِفِسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

شپږم باب

بچى اَؤ مور پلار

۱اَئے بچو! ايماندارانو ته په کار دى چه دَ خپل مور اَؤ پلار حُکم منى ځکه چه دا ښه کار دے. ۲”دَ خپل پلار اَؤ دَ خپلے مور عزت کوئ،“ دا اول حُکم دے چه دا لوظ هم ورسره دے ۳چه ”ستا په کښے خير دے اَؤ په مزکه به دِ عُمر ډير شى.“

۴اَؤ اَئے پلارانو! تاسو خپلو بچو له غصه مه ورولئ بلکه دَ مالِک په طريقه هغوئ ته تربيت اَؤ نصيحت کوئ اَؤ پرورش ئے کوئ.

غُلامان اَؤ مالِکان

۵اَئے غُلامانو! په مزکه دَ خپلو مالِکانو په ويره اَؤ رپيدو سره تابعدارى کوئ، داسے په صفا زړۀ لکه چه دَ مسيح کوئ. ۶اَؤ دَ سړو دَ خوشحالوُونکو په شان تش دَ نُمائش خدمت مه کوئ بلکه دَ مسيح دَ غُلامانو په شان دَ زړۀ دَ اِخلاصه دَ خُدائے رضا پُوره کوئ. ۷اَؤ دا خدمت دَ اِنسان نه، بلکه داسے وګڼئ چه دَ مالِک دے. ۸ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه هر څوک چه څۀ رنګ ښۀ کار کوى، که غُلام وى که آزاد، دَ مالِک نه به دَ هغے بدل مُومى.

۹اَئے مالِکانو! تاسو هم دَ هغوئ سره دغه شان سلُوک کوئ. هغوئ ته زورنے مه ورکوئ. خبردار، تاسو دواړه په آسمان کښے يو مالِک لرئ اَؤ هغه دَ هيچا طرفدار نۀ دے.

دَ بدئ خلاف جنګ

۱۰لنډه دا چه تاسو دَ مالِک په يووالى اَؤ دَ هغۀ په زورور طاقت کښے خپل توان پيدا کړئ. ۱۱دَ خُدائے په ټولو وسلو ځان سنبال کړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ اِبليس دَ منصُوبو مقابلے ته ټينګ ودريدے شئ. ۱۲ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى، دَ حکُومت دَ خاوندانو، دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے. ۱۳دَ دے دَ پاره تاسو دَ خُدائے وسلے واغوندئ، بيا به تاسو دَ دے جوګه شئ چه په بده ورځ کښے دَ مُقابلے دَ پاره ودريږئ اَؤ ټول کارُونه پُوره کړئ اَؤ بيا هم قائم پاتے شئ.

۱۴زَۀ تاسو ته وايم چه مضبوط ودريږئ اَؤ دَ حقيقت په پټئ ملا وتړئ اَؤ دَ صداقت زغره واغوندئ. ۱۵اَؤ دَ صُلح دَ زيرى پيزار په پښو کړئ. ۱۶اَؤ دَ هغه ټولو سره دَ ايمان ډالُونه پورته کړئ چه دَ هغے په وسيله به تاسو دَ شيطان دَ شُغلو ټول غشى مړۀ کړئ. ۱۷اَؤ دَ خلاصُون ټوپئ اَؤ دَ رُوحُ القُدس تُوره راواخلئ چه دَ خُدائے کلام دے. ۱۸اَؤ هر وخت په هر شان په رُوحُ القُدس کښے دُعا کوئ اَؤ زارى کوئ، اَؤ دَ دے دَ پاره بيدار اوسئ اَؤ دَ ټولو پاکانو دَ پاره بے ناغے دُعا کوئ. ۱۹اَؤ زما دَ پاره هم دُعا کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ وئيلو په وخت ما ته دَ کلام توفيق راکړے شى چه زَۀ پرے دَ زيرى رازُونه په زړه ورتيا ظاهر کړم ۲۰چه دَ چا دَ خاطره زَۀ په زنځيرُونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چه زَۀ په زړه ورتيا خبرے وکړم لکه څنګه چه خبرے کول په ما فرض دى.

آخرى سلام

۲۱تاسو به دا معلُومول غواړئ چه زَۀ څنګه يم، اَؤ څۀ کوم. تخيکوس چه زما خوږ ورور دے اَؤ دَ مالِک په کار کښے اِتبارى خادم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى. ۲۲زَۀ هغه تاسو ته په دے غرض دراستوم چه تاسو به زمُونږ دَ ټولو دَ حالت نه خبر شئ اَؤ هغه به ستاسو زړُونه سر دوباره زړه ور کړى.

۲۳دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ وروڼو ته سلامتى حاصله وى اَؤ په هغوئ کښے دِ دَ ايمان سره مينه وى. ۲۴څوک چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح لازواله مينه لرى، په هغوئ ټولو دِ دَ خُدائے فضل نازل وى.

بل څپرکۍ