۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

دولسم باب

د فسحې اختر

۱ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲ ”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى. ۳ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى. ۴ او کۀ چرې د چا په خاندان کښې د ټول څاروى خوړلو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسيږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى او هر يو کس ته دې د خوراک په مطابق حِصه مِلاو شى. ۵ تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۶ نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى. ۷ خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى، د کورونو په هغه چوکاټونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى. ۸ په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى. ۹ د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ. ۱۰ تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ. ۱۱ دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے. ۱۲ په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۳ په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم. ۱۴ تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“

د پتيرې روټۍ اختر

۱۵ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۶ په وړومبۍ ورځ او بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عبادت دپاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان دپاره صِرف خوراک تيارولے شئ. ۱۷ د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ. ۱۸ د وړومبۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د ماښام نه واخله د يويشتمې ورځې تر ماښامه پورې، خمبيره شوې روټۍ مۀ خورئ. ۱۹‏-۲۰ چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره روټۍ وخورى کۀ هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“

د فسحې اختر په اول ځل کول

۲۱ موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو خاندان د فسحې اختر وکړى. ۲۲ د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى. ۲۳ چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېريږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټونو او پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى. ۲۴ تاسو او ستاسو اولاد به خامخا همېشه دپاره دا اصُول منئ. ۲۵ چې کله تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ. ۲۶ چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟ ۲۷ تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورونو دپاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرونه ټيټ کړل او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. ۲۸ بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.

د آخرى افت رارسېدل

۲۹ په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېدخانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول. ۳۰ په هغه شپه فِرعون، د هغۀ درباريان او نور ټول مِصريان راويښ شول. په ټول مِصر کښې په چغو چغو ژړا کېدله، ځکه چې يو کور هم داسې نۀ وو چې مړے په کښې نۀ وو شوے. ۳۱ هم په هغه شپه بادشاه موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو دواړه او ټول بنى اِسرائيل پاڅئ. زما د مُلک نه ووځئ، لکه څنګه چې تاسو وئيل، نو لاړ شئ او د مالِک خُدائ عبادت وکړئ. ۳۲ خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“ ۳۳ مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه مُلک نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مونږ به ټول مړۀ شُو.“ ۳۴ نو خلقو د پتيرې پېړو ښانکونه ډک کړل او په څادرو کښې يې وتړل او د ځان سره يې يوړل. ۳۵ بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو. ۳۶ مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو او چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لوټ کړو.

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه تلل

۳۷ بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو. ۳۸ سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل. ۳۹ دوئ د هغه پېړو نه پتيره روټۍ پخې کړې چې کومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو چې دومره وخت ورته مِلاو نۀ شو چې د ځان دپاره خمبيره روټۍ يا نور خوراک تيار کړى. ۴۰ بنى اِسرائيل په مِصر کښې څلور سوه دېرش کاله اوسېدل. ۴۱ هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې. ۴۲ دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه به د همېشه دپاره مالِک خُدائ ته وقف وى نو ټول بنى اِسرائيل به په هم دې وجه په راتلونکى وخت کښې په دې شپه بېدار اوسيږى.

د فسحې اختر په حقله اصُول

۴۳ مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى، ۴۴ خو چې کوم غلام تاسو په بيعه اخستے وى دا خوراک خوړلے شى خو تاسو به مخکښې هغه سنت کوئ. ۴۵ مسافر يا مزدور به دا نۀ شى خوړلے. ۴۶ دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ او چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ. ۴۷ د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا اختر کوى، ۴۸ خو چې کوم سړے سنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل مُلک څوک اوسيږى او د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى بنى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى او په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى. ۴۹ د هغه مُلک او د بل مُلک خلقو دپاره به يو شان قانون وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.“ ۵۰ ټولو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو. ۵۱ هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.