د هجرت کتاب

دیارلسم فصل

د لومړنیو زېږېدل شویو وقفول

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلیانو ټول لومړني زېږېدل شوي زامن او هر لومړنی زېږېدلی نر حیوان ماته وقف کړه. هغه زما دي.»

د فطیرې ډوډۍ اختر

۳ موسی قوم ته وویل: «دا ورځ په یاد ساتئ، یعنې هغه ورځ چې تاسو له مصر څخه چې په کې غلامان وئ، ووتلئ. دا هغه ورځ ده چې څښتن په خپل لوی قدرت سره تاسو له مصر څخه راوویستلئ. تاسو خمیره ډوډۍ مه خورئ. ۴ نن تاسو په لومړۍ میاشت چې د ابیب میاشت ده د مصر څخه روان یئ. ۵ کله چې څښتن تاسو د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، حویانو او یبوسیانو غني او حاصلخېزې ځمکې ته چې د هغې وعده یې ستاسو د نیکونو سره کړې ده راولي، تاسو باید دا اختر د هر کال په لومړۍ میاشت ولمانځئ. ۶ اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د څښتن د درناوي دپاره جشن ونیسئ. ۷ اووه ورځې باید فطیره ډوډۍ وخورئ، ستاسو د هېواد په هېڅ ځای کې دې خمیره نه وي او نه دې خمیره ډوډۍ وي. ۸ د اختر په پیل کې خپلو زامنو ته داسې ووایئ چې مونږ دا هرڅه د هغه څه له امله کوو چې څښتن زمونږ دپاره د مصر څخه د راوتلو په وخت کې وکړل. ۹ دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې تاسو یې په خپل لاس یا تندي باندې تړئ، یو یادګار وي. دا به تاسو ته په لوړ اواز د څښتن د شریعت دوامداره ویل در په یادوي، ځکه چې څښتن په خپل لوی قدرت تاسو د مصر څخه راوویستلئ. ۱۰ تاسو باید دا اختر د هر کال په ټاکل شوي وخت کې ولمانځئ.

د لومړنيو زېږېدليو وقف کول

۱۱ څښتن به تاسو د هغې وعدې سره سم چې تاسو او ستاسو د نیکونو سره یې کړې ده، د کنعانیانو وطن ته راولي. کله چې هغه وطن تاسو ته درکړي، ۱۲ باید ټول لومړني زېږېدل شوي نارینه څښتن ته وقف کړئ. هر لومړنی زېږېدلی نر حیوان د څښتن دی. ۱۳ تاسو باید هر نر خر بېرته په بیه واخلئ او د هغه په ځای یو وری قرباني کړئ. که چېرې تاسو نه غواړئ چې هغه خر بېرته په بیه واخلئ، نو د هغه ورمېږ مات کړئ. تاسو باید خپل ټول مشران زامن بېرته په بیه واخلئ. ۱۴ کله چې په راتلونکې کې ستاسو څخه خپل زامن پوښتنه وکړي چې دا مراسم څه معنی لري؟ تاسو به هغوی ته په ځواب کې ووایئ چې څښتن په خپل لوی قدرت سره له مصر څخه چې مونږ په کې غلامان وو، راوویستلو. ۱۵ هغه وخت چې د فرعون زړه سخت ؤ او مونږ یې نه پرېښودلو چې د مصر څخه لاړ شو، نو څښتن په مصر کې هر لومړنی زېږېدلی نر حیوان او انسان وواژه. ځکه مونږ څښتن ته هر لومړنی زېږېدلی نر حیوان قرباني کوو او خپل ټول لومړني زامن بېرته په بیه اخلو. ۱۶ دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې مونږ یې په خپلو لاسونو یا خپلو تندیو باندې وتړو، یو یادګار وي. دا به مونږ ته دا خبره را په یادوي چې څښتن په خپل قدرت مونږ له مصر څخه راوویستلو.»

اور او ورېځ

۱۷ کله چې فرعون د اسراییلو قوم پرېښود چې لاړ شي، که څه هم هغه لاره لنډه وه، خو خدای هغوی پرېنښودل چې د فلسطین په لارې باندې لاړ شي، ځکه چې خدای وویل: «که چېرې هغوی د جګړې سره مخامخ شي، کېدای شي چې خپله پرېکړه بدله کړي او بېرته مصر ته راستانه شي.» ۱۸ د هغې په ځای یې هغوی د دښتې په لاره چې کږه وږه لار وه، د سرې بحیرې خواته بوتلل. اسراییلیان د جګړې دپاره په وسلو سمبال وو.

۱۹ موسی د یوسف هډوکي د ځان سره یووړل، ځکه چې یوسف اسراییلیانو ته قسم ورکړی ؤ. هغه ویلي وو: «خدای به په رښتیا سره ستاسو مرستې ته راشي، بیا تاسو زما هډوکي د دې ځای څخه یوسئ.»

۲۰ اسراییلیان د سوکوت څخه لاړل او په ایتام کې یې د دښتې په یوه ګوښه کې خېمې ودرولې. ۲۱ د ورځې له خوا به څښتن په داسې ورېځ کې چې د ستنې په شان وه، د هغوی په مخکې روان ؤ چې هغوی ته لاره وروښایي او د شپې له خوا به په داسې اور کې چې د ستنې په شان ؤ روان ؤ، ترڅو هغوی ته رڼا وکړي. نو هغوی کولای شول چې شپه او ورځ سفر وکړي. ۲۲ هغه ورېځ به په ورځ کې او هغه اور به په شپه کې د هغوی د مخې څخه نه لېرې کېده.