چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بیا حضرت موسیٰ او اسراییلیانو څښتن ته دا سندره وویله:
<زه به د څښتن دپاره سندره ووایم
ځکه چې د جلال سره یې بری وموند
اسونه او د هغو سپاره یې دریاب ته ورګوزار کړل
۲ څښتن زما قوي ساتونکی دی
دا هغه څوک دی چې زه یې ژغورلی یم
هغه زما خدای دی او زه به یې ستاینه کوم
زما د پلار خدای دی او وبه وایم چې لوړ دی
۳ څښتن جنګیالی دی
څښتن د هغه نوم دی
۴ د فرعون جنګي ګاډۍ او لښکرې
هغه ورګوزارې کړې دریاب ته
د فرعون ښه ښه منصبداران
ډوب شول په سره بحیره کې
۵ ژور دریاب هغوی لاندې کړل
هغوی تل ته د یوې تیږې په شان ورسېدل
۶ ستا په ښي لاس کې څښتنه
هیبتناک زور موجود دی
ستا ښي لاس ای څښتنه
دښمنان ټوټې ټوټې کوي
۷ خپل د حضور په لوی والي کې
ته خپل مخالفین له پښو غورزوې
ستا قهر لمبه کیږي او
هغوی د بوسو په شان سوزوي
۸ تا دریاب پو کړ
او اوبه ډېرۍ شوې
سیلابونه د یو دېوال په شان کلک ودرېدل
د دریاب ډېره ژوره برخه جامده شوه
۹ دښمن به لافې وهلې
زه به هغوی تعقیب کړم او ورپسې وبه رسېږم
زه به د هغوی غنیمت ووېشم
زه به ځان ورباندې موړ کړم
زه به خپله توره راوباسم
او زه به هغوی له منځه یوسم
۱۰ مګر تا یو پوکی وکړ
او دریاب هغوی لاندې کړل
په زورورو اوبو کې
هغوی د سرپو په شان ډوب شول
۱۱ د خدایانو په منځ کې
څوک ستا په شان دی ای څښتنه؟
څوک ستا په شان دی؟
ته مقدس او لوی یې
ستا جلال هیبتناک دی
ته عجیب عجیب کارونه کوې
۱۲ تا خپل ښي لاس اوږد کړ
او ځمکې زمونږ دښمنان ژوندي تېر کړل
۱۳ تل ولاړ په خپل وعده یې
کړې به خپل قوم ته لارښودنه
کوم چې تا ژغورلی
په خپل قوت سره به ته هغوی
خپلې پاکې ځمکې ته بوځې
۱۴ قومونه به خبر شي او په لړزان به شي
د فلسطین په قوم به راشي سخته وېره
۱۵ د ادوم مشران به ووېریږي ډېر
د موآب مشران به په لړزه شي
د کنعان خلک به خپل همت د لاسه ورکړي
۱۶ سخته وېره او لړزه به په هغوی باندې پرېوزي
ستا د مټ په زور باندې به
هغوی تر هغه وخته پورې
د تیږې په شان غلي وي
ترڅو ستا قوم تېر شي ای څښتنه
ترڅو ستا قوم چې تا د غلامۍ نه
ازاد کړی تېر شي
۱۷ ته به هغوی دننه راولې
او په خپل غره باندې به یې ځای په ځای کړې
هغه ځای څښتنه
چې تا د خپل کور دپاره انتخاب کړی دی
مقدس ځای چې تا په خپله ودان کړی دی
۱۸ تل ترتله به څښتن
پادشاهي کاندي>
۱۹ کله چې د فرعون اسونه، جنګي ګاډۍ او سپاره دریاب ته ورداخل شول، څښتن په هغوی باندې اوبه بېرته راوستلې. مګر اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه باندې تېر شول.
۲۰ بیا مریم د حضرت هارون خور چې پیغمبره وه په خپل لاس کې یوه چمبه واخیستله او ټولې ښځې د چمبو سره ورپسې شوې او نڅا یې کوله. ۲۱ مریم د هغوی دپاره دا سندره وویله:
<څښتن ته سندره ووایئ
ځکه چې هغه په سرلوړۍ سره بریالی شوی دی
هغه اسونه او سپاره دریاب ته غورزولي دي>
۲۲ بیا حضرت موسیٰ اسراییلیان د سرې بحیرې څخه د شور دښتې ته بوتلل. درې ورځې هغوی په دښته کې روان وو، مګر اوبه یې ونه موندلې. ۲۳ بیا هغوی یو ځای ته چې ماره نومېدله راغلل. مګر د هغه ځای اوبه ډېرې ترخې وې او هغوی نه شو کولی چې هغه وڅښي. له دې امله په هغه باندې د ماره نوم کېښودل شو. ۲۴ نو خلک د حضرت موسیٰ په مقابل کې راپورته شول او ویې ویل: <مونږ به څه څښو؟> ۲۵ بیا حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او څښتن ورته د لرګي یوه ټوټه وروښودله. حضرت موسیٰ هغه په اوبو کې وغورزوله او اوبه خوږې شوې.
څښتن هلته هغوی ته قوانین ورکړل چې د هغو له مخې ژوند وکړي او هغوی وازمایي چې د هغه قوانینو ته غاړه ږدي او که نه. ۲۶ هغه وفرمایل: <که چېرې تاسو خپل څښتن خدای ته په غور سره غوږ ونیسئ او هغه څه وکړئ کوم چې د هغه په نظر کې ښه دي او که چېرې تاسو د هغه په امرونو باندې عمل وکړئ او د هغه د فرمانونو څخه پیروي وکړئ، نو زه به په تاسو باندې هغه ناروغۍ نازلې نه کړم کومې چې ما په مصریانو باندې نازلې کړې وې. ځکه چې زه څښتن یم او زه تاسو ته شفا درکوونکی یم.>
۲۷ بیا هغوی ایلیم ته راغلل. هلته دولس چینې او د خرما اویا ونې وې. نو هغوی هلته د چینو په غاړه خېمې ودرولې.