۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

شپاړسم باب

من او مړَزان

۱ د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے. ۲ هلته په بيابان کښې دوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف وغورېدل ۳ او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“ ۴ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، اوس به زۀ ستاسو ټولو دپاره د آسمان نه يو خوراک د باران په شان ووروم. دا خلق دې هره ورځ بهر ځى او د ځان دپاره دې هم هغه هومره راټولوى چې بس يې وى. نو داسې به زۀ دوئ معلوم کړم چې زما په کلام عمل کوى او کۀ نه. ۵ خو په شپږمه ورځ به دوئ د هغې يو په دوه راوړى چې څومره هره ورځ راټولوى او پخوى يې.“ ۶ نو موسىٰ او هارون ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو ته به نن ماښام پته ولګى چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې د مِصر نه راوويستلئ. ۷ په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ.“ ۸ بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“ ۹ موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته ووايه چې راشى او د مالِک خُدائ په حضور کښې ودريږى، ځکه چې مالِک خُدائ د دوئ غورېدل اورېدلى دى.“ ۱۰ چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو. ۱۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۲ ”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اورېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى او سحر کښې به په روټۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“ ۱۳ په ماښام کښې د مړَزانو يو لوئ سېل راغلو او چرته چې خېمې وې هلته کښېناستو او په سحر کښې د خېمو ګېرچاپېره پرخه ورېدلې وه. ۱۴ چې کله پرخه اوچه شوه، نو د بيابان مخ په وړو وړو سپينو څيزونو باندې پټ شولو. ۱۵ چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده. ۱۶ مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ستاسو هر يو کس به دومره راټولوى چې څومره خوړلے شى، تقريباً دوه کلو د خپل خاندان د هر يو کس دپاره.“ ۱۷ بنى اِسرائيلو هم دغه شان وکړل، چا ډېره او چا لږه راټوله کړه. ۱۸ چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه. ۱۹ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تر سحره پورې به هيڅ څوک هم په دې کښې څۀ نۀ پرېږدى.“ ۲۰ خو بعضې کسانو د موسىٰ خبره وانۀ ورېدله او لږه يې ترې نه پرېښوده. او بل سحر په کښې چينجى شوى وُو او سخا بوئ ترې نه تلو، نو موسىٰ دوئ ته په قهر شو. ۲۱ هر سحر هر يو کس به د خپل ضرورت په مطابق راټولوله، او چې نمر به ګرم شو، نو څۀ هم چې په زمکه پاتې وُو نو هغه به ويلى شول. ۲۲ په شپږمه ورځ دوئ يو په دوه روټۍ راټوله کړه، څلور کلو د هر يو کس دپاره. د قوم ټول مشران راغلل او موسىٰ ته يې د دې په حقله ووئيل، ۲۳ نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“ ۲۴ چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو، چې څۀ پاتې وه نو هغه يې د بلې ورځې پورې پرېښودله، او دا سخا نۀ شوه او نۀ په کښې چينجى وشول. ۲۵ موسىٰ وفرمائيل، ”دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت يعنې د آرام ورځ ده، دا ورځ مالِک خُدائ ته وقف شوې ده او تاسو به بهر په زمکه هيڅ هم ونۀ مومئ. ۲۶ تاسو به شپږ ورځې خوراک راټولوئ، خو اوومه ورځ د سبت ورځ ده، هيڅ خوراک به په کښې نۀ وى چې تاسو يې راټول کړئ.“ ۲۷ په اوومه ورځ څۀ خلق د خوراک راټولولو دپاره بهر لاړل، خو هغوئ هيڅ هم ونۀ موندل. ۲۸ نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تر کومې پورې به تاسو زما حُکمونه او شريعت ماتوئ؟ ۲۹ ياد ساتئ چې ما مالِک خُدائ، تاسو له د سبت ورځ درکړې ده، نو په شپږمه ورځ به زۀ د همېشه دپاره تاسو له د دوو ورځو خوراک هم درکوم. په اوومه ورځ هر يو کس چې چرته هم وى هلته به ايساريږى او د خپل کور نه به بهر نۀ وځى.“ ۳۰ نو هغوئ په اوومه ورځ آرام وکړو. ۳۱ د بنى اِسرائيلو قوم په دې خوراک من نوم کېښودو. دا د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې سپين وو او خوند يې داسې وو لکه روټۍ چې په شاتو کښې پخه شوې وى. ۳۲ موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې تاسو څۀ من د خپلو نسلونو دپاره وساتئ، نو هغوئ به دا روټۍ وګورى کومه چې هغۀ مونږ له په بيابان کښې د خوړلو دپاره راکړې ده کله چې هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه راوويستلو.“ ۳۳ موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”يو لوښے واخله او د دوه کلو برابر من په کښې واچوه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېږده چې زمونږ د راتلونکو نسلونو دپاره وساتلے شى.“ ۳۴ چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو، هارون هغه د لوظ صندوق کښې د کاڼى تختو ته مخامخ کېښودو، چې بچ وساتلے شى. ۳۵ بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان مُلک ته ورسېدل او هلته دېره شول. ۳۶ (په هغه ورځو کښې به اومر او ايفه د څيزونو تَللو دپاره استعمالېدل لکه څنګه چې نن سبا کلو يا من استعماليږى، يو اومر د ايفه لسمه حِصه ده لکه څنګه چې کلو د من څلوېښتمه يا پنځوسمه حِصه ده.)