چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د اسراییلو ټول قوم د سین دښته پرېښودله او د څښتن په حکم یې د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله. هغوی په رفیدیم کې خېمې ودرولې، خو هلته د قوم دپاره د څښلو اوبه نه وې. ۲ نو هغوی موسی ته شکایت وکړ او ورته یې وویل: «مونږ ته د څښلو دپاره اوبه راکړه.» موسی په ځواب کې وویل: «تاسو ولې شکایت کوئ؟ تاسو ولې څښتن ازمایئ؟»
۳ خو خلک ډېر تږي وو او په موسی باندې غورېدل. هغوی وویل: «تا مونږ ولې د مصر څخه راوویستلو؟ ایا د دې دپاره چې مونږ د خپلو ماشومانو او حیواناتو سره له تندې مړه کړې؟» ۴ موسی څښتن ته زارۍ وکړې او ویې ویل: «زه د دې خلکو سره څه وکړم؟ نژدې دی چې دوی مې سنګسار کړي.» ۵ څښتن موسی ته وویل: «د اسراییلو ځینې مشران د ځان سره بوځه او د خلکو په مخکې ځه. د ځان سره هغه امسا یوسه په کومې چې تا د نیل سیند وهلی ؤ. ۶ زه به د سینا د غره سره په یو ګټ باندې ستا په مخکې ودرېږم. ته هغه ګټ ووهه او خلکو ته به د څښلو دپاره له هغه څخه اوبه جاري شي.» نو موسی د اسراییلو د مشرانو په مخکې همداسې وکړل. ۷ او هغه د دې ځای نوم مسا او مریبه کېښود، ځکه چې اسراییلیانو شکایت وکړ او څښتن یې وازمایلو او ویې ویل: «ایا څښتن زمونږ په منځ کې دی او که نه؟»
۸ عمالیقیان رفیدیم ته راغلل او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه. ۹ موسی یوشع ته وویل: «زمونږ د خلکو څخه یو څو تنه غوره کړه او لاړ شه د عمالیقیانو سره جګړه وکړه. زه به سبا د غونډۍ په سر ودرېږم او د خدای امسا به زما په لاسونو کې وي.» ۱۰ څنګه چې موسی حکم کړی ؤ، یوشع د عمالیقیانو سره جګړه وکړه او موسی، هارون او حور د غونډۍ سرته لاړل. ۱۱ ترڅو پورې چې د موسی لاسونه پورته وو، اسراییلیان بریالي کېدل. خو کله چې هغه خپل لاسونه ښکته کول، نو عمالیقیان به بریالي کېدل. ۱۲ کله چې د موسی لاسونه ستړي شول، نو هارون او حور یوه تیږه راوړه او موسی یې په هغې باندې کښېناوه. هغوی د موسی دواړو خواو ته ودرېدل او د لاسونه یې پورته ونیول، نو د هغه لاسونه د لمر تر پرېوتلو پورې پورته پاتې شول. ۱۳ په دې ډول یوشع عمالیقیانو ته په پوره توګه ماتې ورکړه.
۱۴ بیا څښتن موسی ته وویل: «د دې بري بیان په یو کتاب کې ولیکه، ترڅو هغه یو یادګار پاتې شي. یوشع ته ووایه چې زه به عمالیقیان په بپشړه توګه تباه کړم.» ۱۵ موسی د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود «څښتن زما د بریالیتوب بیرغ دی.» ۱۶ هغه وویل: «د څښتن بیرغ پورته ونیسئ! څښتن به د تل دپاره د عمالیقیانو په ضد جګړې ته دوام ورکړي!»