مخکینۍ څپرکۍ

د هجرت کتاب

اول فصل

په اسراییلیانو باندې په مصر کې ظلم کیږي

۱‏-۵کله چې حضرت یعقوب مصر ته لاړ، د هغه زوی حضرت یوسف له پخوا نه هلته ؤ. نو حضرت یعقوب خپل نور زامن د هغوی د کورنیو سره بوتلل. د هغوی نومونه دا دي: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، بنیامین، دان، نفتالي، جاد او اشیر. د حضرت یعقوب د ټولو زامنو، لمسیو او کړوسیو شمېر اویا تنو ته رسېده او هغوی ټول د هغه سره لاړل. ۶د وخت په تېرېدو سره حضرت یوسف، د هغه ورونه او د هغې زمانې ټول خلک مړه شول، ۷خو د هغوی اولاده یعنې اسراییلیان د زیاتو اولادونو خاوندان شول او هغوی دومره زیات شول چې مصر ورڅخه ډک شو.

۸له ډېرو کلونو وروسته په مصر کې یو نوي پادشاه قدرت ترلاسه کړ چې هغه د حضرت یوسف په باره کې هیڅ معلومات نه درلود. ۹هغه مصریانو ته وویل: <د اسراییلو شمېر زمونږ په خاوره کې ډېر شوی دی او هغوی زمونږ نه ډېر قوي دي. ۱۰که چېرې جنګ وشي نو کېدای شي چې هغوی زمونږ د دښمنانو سره یوځای شي او زمونږ په مقابل کې وجنګیږي او د دې وطن څخه وتښتي. نو مونږ باید کومه لاره چاره وسنجوو او پرېنږدو چې د هغوی شمېر له دې څخه هم زیات شي.> ۱۱نو مصریانو هغوی د کار مشرانو ته وروسپارل ترڅو هغوی اسراییلیان په سخت کار کمزوري کړي. هغوی د فیتوم او رعمسیس ښارونه چې فرعون په کې خپل ګودامونه ساتل جوړ کړل. ۱۲که څه هم د اسراییلیانو سره بده رویه کېدله، خو د هغوی شمېر زیاتېده او نوره ځمکه یې هم ونیوله. له دې کبله مصریانو له هغوی څخه وېره درلودله ۱۳‏-۱۴او سخت ظلم یې ورباندې کاوه چې ژوند یې تریخ شي. هغوی به یې مجبورول چې خښتې جوړې کړي، خټې وکړي او په پټیو کې کار وکړي او هیڅ رحم یې ورباندې نه کاوه.

۱۵په آخر کې فرعون دوه دایې ګانې راوغوښتې چې شفره او فوعه نومېدلې او هغوی د عبرانۍ ښځو سره د اولاد د زېږولو په وخت کې مرسته کوله. ۱۶هغوی ته یې وویل: <که چېرې یوه عبرانۍ ښځه نجلۍ وزېږوي، هغه ژوندۍ پرېږدئ او که چېرې هلک وي نو ویې وژنئ!> ۱۷که څه هم فرعون ورته ویلي وو، مګر دا ښځې د خدای پاک څخه وېرېدلې او هلکان یې نه وژل. ۱۸فرعون یو ځل بیا دا دوه دایې ګانې راوغوښتې او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <تاسو ولې هغه هلکان ژوندي پرېږدئ؟>

۱۹هغوی په ځواب کې وویل: <عبرانۍ ښځې د مصریو ښځو په پرتله ژر ماشوم زېږوي او زمونږ له رسېدلو څخه مخکې د هغوی ماشوم پیدا کیږي.> ۲۰‏-۲۱خدای پاک له هغو دوو ښځو سره ښه وکړل ځکه چې هغوی په رښتیا سره له خدایه وېرېدلې او هغوی دواړو ته یې اولادونه ورکړل. عبرانیان به زیاتېدل او قوي کېدل. ۲۲باالاخره فرعون ټول قوم ته امر وکړ: <څنګه چې عبرانی هلک پیدا کیږي، تاسو به هغه د نیل په سیند کې غورزوئ. مګر ټولې انجونې ژوندۍ پرېږدئ.>

مخکینۍ څپرکۍ