چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن موسی ته وویل: «ته، هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو اویا مشران ماته غره ته راوخېژئ او د لېرې فاصلې څخه راته سجده وکړئ. ۲ یوازې ته ماته نژدې راشه او نور دې راته نژدې نه راځي. د اسراییلو د قوم د نورو خلکو څخه دې هېڅوک هم غره ته نه راخېژي.»
۳ کله چې موسی راغی او خلکو ته یې د څښتن ټولې خبرې او قوانین اعلان کړل، هغوی په یو اواز په ځواب کې وویل: «مونږ به د څښتن په هره خبره باندې عمل کوو.» ۴ موسی د څښتن ټول حکمونه ولیکل. هغه سهار وختي پاڅېد او د غره په لمنه کې یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او هلته یې دولس تیږې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب یې کاوه، ودرولې. ۵ بیا موسی ځینې اسراییلي ځوانان ولېږل او هغوی سوځېدونکې نذرانې او ځینې غویان د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړل. ۶ موسی نیمه وینه راواخیستله او په لګنونو کې یې واچوله او نیمه یې د قربانۍ په ځای باندې وشیندله. ۷ بیا هغه د لوظ کتاب راواخیست او خلکو ته یې په لوړ اواز سره ولوست. هغوی وویل: «مونږ به د څښتن اطاعت کوو او د هغه په ټولو امرونو باندې به عمل کوو.»
۸ بیا موسی هغه وینه چې په لګنونو کې وه، راواخیستله او په خلکو باندې یې وشیندله. هغه وویل: «دا د هغه لوظ وینه ده چې څښتن د دغو ټولو حکمونو له مخې تاسو سره کړی دی.»
۹ موسی د هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو د اویا مشرانو سره غره ته وخوت ۱۰ او د اسراییلو خدای یې ولیده. د هغه د پښو لاندې د لاجوردو د فرش په شان یو څه ښکاره کېدل چې د اسمان په شان شنه وو. ۱۱ که څه هم د اسراییلو دغو مشرانو خدای ولیده، خو هغه ورته زیان ونه رساوه. بیا هغوی وخوړل او ویې څښل.
۱۲ څښتن موسی ته وویل: «ماته د غره سرته راوخېژه او دلته پاتې شه. زه به تاته د تیږو لوحې چې په هغو باندې مې د خلکو د لارښوونې دپاره حکمونه لیکلي دي، درکړم.» ۱۳ موسی او د هغه مرستیال یعنې یوشع تیار شول او موسی سپېڅلي غره ته ورپورته شو. ۱۴ موسی مشرانو ته وویل: «تاسو دلته انتظار وباسئ، ترڅو مونږ بېرته راشو. هارون او حور تاسو سره دي او هرڅوک چې کومه مسئله لري، هغوی ته دې ورشي.»
۱۵ کله چې موسی غره ته پورته شو، نو ورېځې غر پټ کړ ۱۶ او د څښتن جلال د سینا په غره باندې خپور شو. غر شپږ ورځې په ورېځ کې پټ ؤ او په اوومه ورځ څښتن له ورېځ څخه موسی ته غږ وکړ. ۱۷ د څښتن جلال اسراییلیانو ته داسې ښکاره کېده لکه د غره په سر باندې چې اور بل وي. ۱۸ کله چې موسی غره ته ورپورته شو، هغه په ورېځ کې ورننوت او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غره کې پاتې شو.