۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

اوويشتم باب

قربان‌ګاه

۱ د کيکر لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه به څلور‌ګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى. ۲ د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى. ۳ د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه. ۴ او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه. ۵ دا جالۍ د قربان‌ګاه د ژۍ لاندې کېږده نو چې د قربان‌ګاه مينځ ته ورسيږى. ۶ د وړلو دپاره د کيکر لرګى نه ورله بازوګان جوړ کړه او د زېړو پترى ورباندې وخېژوه، ۷ نو د قربان‌ګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه. ۸ قربان‌ګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دربار جوړېدل

۹ د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى، ۱۰ دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى. ۱۱ د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى. ۱۲ په نمرپرېواتۀ طرف به د لسو ستنو او لسو پښو سره پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وى. ۱۳ نمرخاتۀ طرف دربار به هم پينځويشت ګزه اوږد وى، چې هلته دروازه هم ده. ۱۴‏-۱۵ د دروازې په دواړه طرف د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې به هم وى. ۱۶ يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى. ۱۷ د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى. ۱۸ دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى. ۱۹ په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.

د ډيوې خيال ساتل

۲۰ بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى. ۲۱ هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.