۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

يو کم دېرشم باب

د حضرت هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه مقرر کېدل

۱ هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲ د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى. ۳ دا په شکور کښې کېږده او چې کله هغه سخے او هغه دوه ګډان ما ته قربانى کړې نو دا هم ورسره راوړه. ۴ هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه. ۵ بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه. ۶ هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى. ۷ بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه. ۸ د هغۀ زامن راوله او قميصونه ورواغونده، ۹ هغوئ ته دا کمربند وتړه او ټوپۍ ورپه سر کړه. نو تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې. هغوئ او د هغوئ اولاد به د اِمامانو په توګه همېشه دپاره زما خِدمت کوى. ۱۰ هغه سخے زما د حضور خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى. ۱۱ سخے د خېمې په دروازه کښې زما په حضور کښې حلال کړه. ۱۲ د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه. ۱۳ بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه. ۱۴ خو د سخى غوښه، څرمن او د هغۀ سوټې د خېمو نه بهر وسوزوه. دا د اِمامانو د ګناه معاف کېدلو دپاره يوه نذرانه ده. ۱۵ د هغه ګډانو نه يو ګډ راونيسه او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغۀ په سر باندې کېږدى. ۱۶ هغه حلال کړه او وينه يې واخله او د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته يې وشينده. ۱۷ ګډ ټوټې ټوټې کړه، د هغۀ کولمې او وروستو پښې ووينځه او دا د ګډ سر او د نورو ټوټو سره کېږده. ۱۸ ټول ګډ په قربان‌ګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى. ۱۹ هغه بل ګډ هارون او د هغۀ زامنو له راوله او هغوئ دې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى. ۲۰ ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده. ۲۱ څۀ وينه واخله چې کومه په قربان‌ګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى. ۲۲ د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه. ۲۳ د روټۍ هغه شکور چې کوم ما ته پېش کړے شوے دے، د هر يو قِسمه روټۍ نه يوه يوه روټۍ راواخله. ۲۴ دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى. ۲۵ بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۲۶ تۀ به د دوېم ګډ پوښتۍ وخورې، خو تۀ به وړومبے دا اوچتې کړې چې ښکاره کړې چې دا غوښه ما ته وقف کيږى. ۲۷ کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى. ۲۸ دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده. ۲۹ د هارون د اِمامت لِباس د هغۀ د مرګ نه پس به د هغۀ زامنو ته ملاويږى، ځکه چې کله هغوئ مقررولے شى نو هغوئ به دا اغوندى. ۳۰ د هارون کوم زوئ چې د هغۀ په ځائ اِمام شى او چې هغه زما د حضور خېمې ته د خِدمت دپاره ننوځى نو هغه به دا لِباس اووۀ ورځې اغوندى. ۳۱ د ګډ هغه غوښه واخله کومه چې د هارون او د هغۀ د زامنو په مقررولو کښې استعمال شوې وى او په يو پاک ځائ کښې يې اويشوه. ۳۲ هارون او د هغۀ زامن به هغه غوښه زما د حضور خېمې په دروازه کښې د هغه روټۍ سره خورى کومه چې په شکور کښې پاتې وى. ۳۳ د مقرر کېدلو په وخت کښې چې د کفارې د رسم ادا کولو دپاره څۀ استعمال شوى وُو هغوئ به هغه خورى. صِرف اِمامان به دا خوراک خورى ځکه چې دا خوراک مقدس دے. ۳۴ کۀ څۀ غوښه يا څۀ روټۍ تر سحره پورې پاتې شى، نو هغه به سوزولے شى، هغه به نۀ شى خوړلے، ځکه چې مقدسه ده. ۳۵ د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے. ۳۶ هره ورځ خامخا يو سخے د نذرانې په توګه قربانى کوئ، نو چې د ګناه کفاره ادا کيږى. دا به قربان‌ګاه پاکه کړى. د مقدس کولو دپاره يې د زيتُونو په تېلو غوړه کړئ. ۳۷ هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربان‌ګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.

د هرې ورځې نذرانې

۳۸ تۀ همېشه دپاره هره ورځ ما ته دوه ګډورى په قربان‌ګاه پېش کوه چې د يو کال وى. ۳۹ يو ګډُورے د سحر په وخت کښې د قربانۍ په توګه پېش کوه او بل په ماښام کښې. ۴۰ د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه. ۴۱ دوېم ګډُورے په ماښام کښې قربانى کړه او د سحر په شان هم هغه هومره اوړو سره، د زيتُونو تېلو او مے سره يې پېش کړه. دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده او د دې خوشبو په هغۀ ښۀ لګى. ۴۲ په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى. ۴۳ هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى. ۴۴ زۀ به خېمه او قربان‌ګاه مقدس کړم او زۀ به هارون او د هغۀ زامن رابېل کړم چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. ۴۵ زۀ به د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم. ۴۶ هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم چا چې هغوئ د مِصر د مُلک نه راوويستل چې زۀ د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.