چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ موسی د اسراییلو ټول قوم سره راټول کړ او ورته ویې ویل: «دا د څښتن حکمونه دي چې تاسو به ورباندې عمل کوئ: ۲ تاسو باید په هفته کې شپږ ورځې کار وکړئ، خو په اوومه ورځ چې د څښتن سپېڅلې ورځ ده، ارام وکړئ. هرڅوک چې په هغې ورځ کار وکړي، هغه دې ووژل شي. ۳ حتی د سبت په ورځ په خپلو کورونو کې اور هم مه بلوئ.»
۴ موسی د اسراییلو ټول قوم ته وویل: «څښتن داسې حکم کړی دی: ۵ څه چې تاسو لرئ د هغو څخه د څښتن دپاره یوه نذرانه یوسئ. هرڅوک چې په خپله خوښه څښتن ته نذرانې راوړي، نو دا شیان دې راوړي: سره زر، سپین زر او برنج، ۶ ښه کتان او ابي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي، ۷ سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د اکاسۍ لرګی، ۸ د څراغونو دپاره تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې، ۹ د عقیقو تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د لوی کاهن په سپېڅلي پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.
۱۰ په تاسو کې چې څومره ماهر خلک دي، هغوی دې راشي او هغه ټول شیان دې جوړ کړي چې څښتن یې حکم کړی دی: ۱۱ لکه سپېڅلې خېمه او د هغې پوښونه، چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې، ۱۲ د لوظ صندوق او د هغه میلې او سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي او پرده چې هغه ورباندې پټیږي، ۱۳ مېز د پایو او ټول سامان سره او سپېڅلې ډوډۍ، ۱۴ د رڼا دپاره څراغدان د هغه د سامان سره، د رڼا دپاره څراغونه او تېل، ۱۵ د خوشبویۍ د سوځولو د قربانۍ ځای د هغې د میلو سره، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د سپېڅلې خېمې د دروازې دپاره پرده، ۱۶ د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه برنجي جالۍ، میلې او ټول لوښي، برنجي تشت د پایې سره، ۱۷ د حوېلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حوېلۍ د دروازې دپاره پرده، ۱۸ د خېمې او حوېلۍ دپاره موږي او رسۍ، ۱۹ ښکلي کالي چې په سپېڅلي ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د هارون کاهن دپاره ځانګړي کالي او د هغه د زامنو دپاره کالي چې د کاهنۍ د خدمت په وخت کې یې اغوندي.»
۲۰ بیا د اسراییلو ټول خلک د موسی د حضور څخه لاړل. ۲۱ بیا هغو خلکو چې زړونو یې غوښتل چې څښتن ته نذرانې راوړي، نو هغه یې راوړلې چې په سپېڅلې خېمه، د عبادت په خدمتونو او د کاهنانو د کالیو په جوړولو کې ورڅخه کار واخیستل شي. ۲۲ نو ټول خلک یعنې نارینه او ښځې په خپله خوښه راغلل او هغوی د سینې ګلان، غوږوالۍ، ګوتې او غاړه کۍ او هر ډول د سرو زرو ګاڼې راوړلې او څښتن ته یې وقف کړل. ۲۳ د هرچا سره چې ابي، بانجاني یا سرې وړۍ، ښه کتان، د وزو د وړیو څخه جوړ شوی ټوکر، سره رنګ شوي د پسه پوستکي یا ښې څرمنې وې، هغه یې راوړلې. ۲۴ د چا سره چې سپین زر یا برنج او یا د اکاسۍ لرګي وو، هغه یې راوړل او څښتن ته یې د سوغات په توګه وړاندې کړل. ۲۵ هغو ټولو ښځو چې د ګنډلو او اوبدلو په کار کې یې مهارت درلود ابي، بانجاني یا سرې وړۍ یا ښه کتان چې هغوی په خپله جوړ کړي وو، راوړل. ۲۶ ټولو ښځو چې زړونو یې غوښتل او مهارت یې درلود، هغوی به د وزو د وړیو څخه تارونه جوړول او اوبدل به یې. ۲۷ مشرانو د عقیقو تیږې او نور غمي راوړل چې په سپېڅلي پېشبند او سینه پوښ باندې ولګول شي. ۲۸ همدارنګه هغوی د څراغونو دپاره تېل راوړل او خوشبویه مسالې یې راوړلې چې د خوشبویۍ او مسح کولو د تېلو سره ګډ شي. ۲۹ د اسراییلو ټولو نارینه او ښځو چې غوښتل یې د هغه کار دپاره د خپلې خوښې نذرانې راوړلې چې څښتن د موسی په وسیله هغوی ته حکم کړی ؤ، چې هغه وکړي.
۳۰ بیا موسی اسراییلیانو ته وویل: «ګورئ، څښتن بزل ییل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه غوره کړی دی. ۳۱ څښتن هغه د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې یې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده. ۳۲ هغه کولای شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي، ۳۳ تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي. ۳۴ څښتن هغه او د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب دواړو ته دا توان ورکړی دی چې نورو ته خپل هنر ورزده کړي. ۳۵ هغه ورته په هر ډول کار کې مهارت ورکړی دی چې د زرګرانو، نقشه جوړوونکو، د ابي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان د ګلدوزانو او اوبدونکو په توګه کار وکړي. هغوی کولای شي چې هر ډول کارونه وکړي او هغوی تکړه نقشه جوړوونکي دي.