۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

شپږ دېرشم باب

۱ بضلى‌اېل، اهلياب او نورو ټولو ماهِرو کسانو له مالِک خُدائ مهارت او پوهه ورکړې ده چې هغوئ هغه هر څۀ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق جوړ کړى چې په مقدسه خېمه کښې يې ضرورت وى.“

د خلقو ډېرې زياتې نذرانې راوړل

۲ بيا موسىٰ بضلى‌اېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له چې مالِک خُدائ قابليت ورکړے وو او چې د هغوئ زړۀ غوښتل چې کار وکړى او موسىٰ ورته وفرمائيل چې کار شروع کړئ. ۳ هغوئ د موسىٰ نه هغه ټولې نذرانې اخستلې کومې چې بنى اِسرائيلو د مقدسې خېمې جوړولو دپاره راوړې وې. خو بنى اِسرائيلو به هر سحر خپلې نذرانې موسىٰ له راوړلې. ۴ نو هغه ماهِر کسان د خپل کار نه لاړل. ۵ او موسىٰ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ چې د کوم کار کولو حُکم کړے دے خلق د هغه ضرورت نه زياتې نذرانې راوړى.“ ۶ نو موسىٰ اِعلان وکړو چې دا پېغام دې ټولو خېمو ته ورسولے شى چې نور به هيڅ څوک د مقدسې خېمې دپاره هيڅ هم نۀ راوړى، نو خلق د نورو نذرانو راوړلو نه منع کړے شول. ۷ کوم سامان چې د مخکښې نه راوړلے شوے وو هغه د ټول کار ختمولو نه ډېر زيات وو.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې جوړېدل

۸ د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو. ۹ ټولې پړدې په يو ناپ وې، هره يوه څوارلس ګزه اوږده او دوه ګزه پلنه وه. ۱۰ هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې پينځۀ يې هم يو ځائ وګنډلې. ۱۱ هغوئ په هره جوړه کښې د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړې. ۱۲ هغوئ د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړې چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وې. ۱۳ پنځوس د سرو زرو کُنډې يې جوړې کړې او هغه پړدې يې د يوې بلې سره مِلاو کړې نو داسې ټوله مقدسه خېمه يو ځائ شوه. ۱۴ بيا هغوئ د چېلو د وړۍ نه جوړې شوې يوولس پړدې واخستلې او د خېمې پټولو دپاره يې يوه پړده ترې نه جوړه کړه. ۱۵ هغوئ دا ټولې په يو ناپ جوړې کړې چې پينځلس ګزه اوږدې او دوه ګزه پلنې وې. ۱۶ هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې شپږ يې هم يو ځائ وګنډلې. ۱۷ د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه يې پنځوس کَړۍ جوړې کړې او د هغه بلې جوړې په غاړه يې هم پنځوس کَړۍ جوړې کړې. ۱۸ هغوئ د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړې او هغه يې په کړو کښې واچولې چې هغه دوه جوړې يې سره مِلاو کړې نو داسې خېمه وتړلے شوه. ۱۹ هغوئ دوه نورې پړدې هم جوړې کړې، يوه پړده يې د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وو او بله يې د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى. ۲۰ هغوئ د خېمې د ودرولو دپاره د کيکر د لرګى چوکاټونه جوړ کړل. ۲۱ هر يو چوکاټ پينځلس فټه اوږد وو او اوويشت اِنچې پلن وو، ۲۲ سره د دوه يو شان تختو، چې دا چوکاټونه په خپلو کښې ونښلوى. د ټولو چوکاټونو دا تختې وې. ۲۳ هغوئ د خېمې جنوبى طرف دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل ۲۴ او څلوېښت د سپينو زرو پښې چې ورلاندې شى، د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه پښې چې هغه دوه وړاندينۍ حِصې يې نيولې وې. ۲۵ هغوئ د خېمې شمالى طرف دپاره هم شل چوکاټونه جوړ کړل ۲۶ او څلوېښت د سپينو زرو پښې، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وې. ۲۷ د نمرپرېواتۀ په طرف خېمې شا ته هغوئ شپږ چوکاټونه جوړ کړل ۲۸ او دوه چوکاټونه يې د خېمې د ګوټونو دپاره هم جوړ کړل. ۲۹ د ګوټونو دا چوکاټونه په بېخ کښې مِلاو وُو او د لاندې نه واخله تر سر پورې خپلو کښې انښتى وُو. دا دوه چوکاټونه هم د ګوټونو د دوه چوکاټونو په شان جوړ شوى وُو. ۳۰ نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې وې، چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وې. ۳۱ هغوئ د کيکر د لرګى نه پينځلس لاړى جوړ کړل، پينځۀ د خېمې د هغو چوکاټونو دپاره چې په يو طرف باندې وُو، ۳۲ پينځۀ د هغو چوکاټونو دپاره چې په بل طرف باندې وُو او پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې نمرخاتۀ په طرف شا ته په آخر سر کښې وُو. ۳۳ تير د يو سر نه تر بل سره پورې پوره رسېدلے وو. ۳۴ هغوئ په چوکاټونو د سرو زرو پترى خېژولى وُو او د سرو زرو کَړۍ يې ورله جوړې کړې وې چې لاړى ونيسى، په لاړو باندې هم د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. ۳۵ هغوئ د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او په دې باندې يې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے وو. ۳۶ هغوئ د کيکر د لرګى نه څلور ستنې جوړې کړې چې پړده په کښې په کُنډو کښې راځوړنده شى، په دې ستنو باندې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. بيا هغوئ څلور د سپينو زرو پښې ورله جوړې کړې چې ستنې ونيسى. ۳۷ هغوئ د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وه. ۳۸ د دې پړدې دپاره هغوئ پينځۀ ستنې جوړې کړې چې کُنډې په کښې لګېدلې وې، د دې په سرونو او سيخونو د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو او د دې ستنو دپاره يې پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړې.