چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بزل ییل د اکاسۍ د لرګي څخه یو د قربانۍ ځای جوړ کړ چې یو متر او دېرش سانتي لوړ ؤ. هغه څلور کنجه ؤ، دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دوه متره او شل سانتي پلن ؤ. ۲ هغه د څلورو کنجونو دپاسه ښکرونه جوړ کړل چې هغه د قربانۍ د خای سره ټول د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شول او ټولو ته یې د برنجو پوښ ورکړ. ۳ د هغه ټول سامان یې د برنجو څخه جوړ کړ، یعنې د ایرو د لېرې کولو لوښي او د هغه بېلچې، د وینې د شیندلو کاسې، د غوښې قاشق پنجې او د اور لوښي. ۴ هغه یوه د برنجو جالۍ جوړه کړه او د قربانۍ د ځای د څنډې لاندې یې کېښودله، ترڅو د قربانۍ د ځای تر نیمایي پورې ورسیږي. ۵ د دې دپاره یې د برنجو کړۍ ګانې جوړې کړې چې د جالۍ د څلورو کنجونو میلې ونیسي. ۶ د اکاسۍ د لرګي څخه یې د وړلو میلې جوړې کړې او د برنجو پوښ یې ورته ورکړ ۷ او د قربانۍ د ځای د دواړو اړخونو په کړیو کې یې ولګولې. د قربانۍ ځای د تختو څخه جوړ شوی ؤ او تش ؤ.
۸ بزل ییل برنجي تشت او د هغه برنجي پایه د هغو ښځو د برنجي آیینو څخه جوړ کړل چې د سپېڅلې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه.
۹ بزل ییل د سپېڅلې خېمې دپاره یوه حوېلۍ جوړه کړه. جنوب خوا یې پنځه څلوېښت متره اوږده وه او د ښه کتان پردې یې درلودلې، ۱۰ چې د برنجو په شلو پایو کې د شلو برنجي ستنو په وسیله ټینګې شوې وې، چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي چنګکونه او سیخونه په کې وو. ۱۱ حوېلۍ د شمال خواته هم همداسې وه. ۱۲ د حوېلۍ په لوېدیځه خوا کې پردې وې چې دوه ویشت متره اوږدې وې او لس ستنې او پایې یې درلودلې چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي چنګکونه او سیخونه ورسره وو. ۱۳ ختیځې خواته یعنې هغه ځای کې چې د ننوتلو دروازه وه، هم حوېلۍ دوه ویشت متره پلنه وه. ۱۴-۱۵ د دروازې دواړو خواو ته د درې ستنو او پایو سره اووه متره پردې وې. ۱۶ د حوېلۍ ګردچاپېره ټولې پردې د ښه کتان څخه جوړې شوې وې. ۱۷ د ستنو دپاره چې کومې پایې وې، هغه د برنجو څخه جوړې شوې وې او چنګکونه، سیخونه او د ستنو د سرونو پوښونه د سپینو زرو څخه جوړ شوي وو. د حوېلۍ ګردچاپېره ټولې ستنې د سپینو زرو د سیخونو سره نښلول شوې وې.
۱۸ د حوېلۍ د دروازې پرده د ابي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه جوړه شوې وه او ګلدوزي شوې وه. هغه نهه متره اوږده او د حوېلۍ د پردو په شان دوه متره او شل سانتي لوړه وه. ۱۹ هغه په څلورو داسې ستنو باندې ټینګه شوې وه چې په څلورو برنجي پایو کې وې. چنګکونه، د سرونو پوښونه او سیخونه یې د سپینو زرو څخه جوړ شوي وو. ۲۰ د خېمې او د هغې د ګردچاپېره حوېلۍ ټول موږي برنجي وو.
۲۱ دا هغه لست دی چې د فلزاتو هغه اندازه په کې ده چې په سپېڅلې خېمه کې په هغه ځای کې ورڅخه کار واخیستل شو چې د تیږو دوه لوحې چې لس حکمونه ورباندې لیکل شوي وو، ساتل شوې وې. د لست فرمایش موسی ورکړی ؤ او هغو لاویانو جوړ کړ چې د هارون کاهن د زوی ایتامار تر لارښوونې لاندې یې کار کاوه.
۲۲ د یهودا د قبیلې بزل ییل د اوري زوی او د حور لمسي هغه ټول شیان جوړ کړل چې د هغو د جوړولو حکم څښتن په موسی باندې کړی ؤ. ۲۳ د هغه سره د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب ؤ، هغه یو کسبګر او طرح کوونکی ؤ او د ابي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان ګلدوز هم ؤ.
۲۴ د هغو ټولو سرو زرو وزن چې خلکو څښتن ته وقف کړي وو او د سپېڅلي ځای په کار کې ورڅخه کار واخیستل شو، زر کیلو ګرامه ؤ. دا د هغه وزن له مخې وو چې په سپېڅلي ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېده. ۲۵ د هغو سپینو زرو اندازه چې د اسراییلو د قوم د هغو خلکو څخه تر لاسه شول چې په سرشمېرنه کې شمېرل شوي وو، ۳۴۲۵ کیلو ګرامه وه، د هغه وزن له مخې چې په سپېڅلي ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېده. ۲۶ د کس په سر یو مثقال راتله، (دا مثقال د سپېڅلي ځای د مثقال له مخې ؤ)، ټول خلک چې شمېرل شوي وو او عمر یې د شلو کالو څخه زیات ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ تنه وو. ۲۷ د سپینو زرو څخه ۳۴۰۰ کیلو ګرامه د دې دپاره وکارول شول چې د سپېڅلي ځای او پردې دپاره سل پایې جوړې شي او د هرې پایې دپاره څلوردېرش کیلو ګرامه کارول شوي وو. ۲۸ د پاتې پنځه ویشتو کیلو ګرامو سپینو زرو څخه بزل ییل سیخونه، د ستنو دپاره چنګکونه او د هغو د سرونو دپاره پوښونه جوړ کړل.
۲۹ د هغو برنجو اندازه چې خلکو څښتن ته وقف کړي وو، ۲۴۰۰ کیلو ګرامه وه. ۳۰ هغه له دې برنجو څخه د لاندېنیو شیانو په جوړولو کې کار واخیست: د سپېڅلې خېمې د دروازې دپاره پایې، د قربانۍ برنجي ځای او د هغې جالۍ او ټول لوښي، ۳۱ د ګردچاپېره حوېلۍ او د هغې د دروازې دپاره پایې او د خېمې او ګردچاپېره حوېلۍ دپاره ټول موږي.