۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

يو کم څلوېښتم باب

د اِمامانو دپاره لِباس جوړول

۱ د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. ۲ هغوئ د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د سرو زرو تار نه پېش بند جوړ کړو. ۳ هغوئ د سرو زرو پاڼې وټکولې او نرى نرى تارونه يې ترې نه جوړ کړل چې په کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ په وړۍ جوړولو کښې ترې نه کار اخستلے شو. ۴ هغوئ د پېش بند دپاره دواړو طرفو ته د ولى پټۍ لګولې وې، چې د دې په ذريعه تړلے شو. ۵ يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. ۶ هغوئ اونيکس کاڼى تيار کړل او په سرو زرو کښې يې ګېر کړل، په دې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه ليکلے شوى وُو. ۷ هغوئ دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګول چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.

د سينې د جېب جوړول

۸ هغوئ هم د هغه کتان نه د سينې جېب جوړ کړو چې د کوم نه پېش بند جوړ وو او هم هغه شان ګُلکارى پرې شوې وه. ۹ دا څلور‌ګوټه او دوه غبرګه وو، نهۀ اِنچۍ اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وو. ۱۰ هغوئ په دې باندې څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګول، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او لعل، ۱۱ په دوېم قطار کښې، يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره، ۱۲ په درېم قطار کښې، يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله، ۱۳ او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر کاڼے ولګولو. دا په سرو زرو کښې ګېر وُو. ۱۴ په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وو، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى. ۱۵ د سينې جېب دپاره هغوئ د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړل، چې د تارونو په شان تاو شوى وُو. ۱۶ هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې. ۱۷ هغوئ د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په دوه کَړو پورې يې وتړل ۱۸ او د زنځيرونو نور دوه سرونه يې په هغه دوه څيزونو پورې وتړل چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى وُو او داسې يې دا د پېش بند د ولى په پټو پورې مخکښې ونښلول. ۱۹ هغوئ دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او دا يې د سينې جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند خوا کښې ونښلولې. ۲۰ هغوئ د سرو زرو دوه نورې کَړۍ هم جوړې کړې او دا يې په لاندې حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلولې چې ګنډ ته نزدې وې او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وې. ۲۱ هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو، هغوئ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کَړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړلې، نو چې داسې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او چې ترې نه لرې کيږى نه.

د اِمامانو نور لِباس جوړېدل

۲۲ چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه ټوله د آسمانى رنګ وړۍ نه جوړه شوې وه. ۲۳ په هغې کښې د سر دپاره يو سورے وو، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوې وه چې ونۀ شليږى. ۲۴‏-۲۶ د دې په لاندې غاړه باندې هغوئ د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړل او د هر انار په مينځ کښې د سرو زرو ټلۍ وې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۲۷ هغوئ د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره قميصونه جوړ کړل، ۲۸ او پټکے، ټوپۍ او د کتان جانګى، ۲۹ او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه يې کمربند جوړ کړو چې ګُلکارى ورباندې شوې وه، هم هغه شان لکه چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳۰ هغوئ د سوچه سرو زرو نه نښه جوړه کړه او په دې باندې يې وليکل ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“ ۳۱ هغوئ دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړله، هم هغه شان څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.

د کار سر ته رسېدل

۳۲ د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳۳ هغوئ خېمه او د هغې ټول سامان موسىٰ له راوړو، د دې کُنډې، چوکاټونه، لاړى، ستنې او د دې پښې، ۳۴ د ګډو څرمنې نه جوړه شوې پړده چې سور رنګ ورکړے شوے وو، د ښې څرمنې نه جوړه پړده، د پټولو والا پړده، ۳۵ د لوظ صندوق چې د کاڼو تختې په کښې پرتې وې، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې د کفارې تخت هم، ۳۶ مېز او د دې ټول سامان او خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ، ۳۷ د سوچه سرو زرو ډيوټ، د دې ډيوې او د دې ټول سامان او د ډيوو دپاره تېل، ۳۸ د سرو زرو قربان‌ګاه، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحې، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده، ۳۹ د زېړو قربان‌ګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ، ۴۰ د دربار دپاره پړدې او د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده او د دې رسۍ، د خېمې دپاره موږى، او هغه ټول سامان چې په خېمه کښې استعمالېدلو، ۴۱ او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شو. د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس وو چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کولو. ۴۲ بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۴۳ موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.