۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

اتم باب

په مِصر دوېم افت: چيندخې

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۲ کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم. ۳ د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى. ۴ چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“ ۵ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“ ۶ نو هارون دا د ټولو اوبو دپاسه ونيوله او چيندخې راوختلې او ټول مُلک يې پټ کړو. ۷ خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې. ۸ نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“ ۹ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تۀ صِرف وخت مقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو او ستا د خلقو دپاره سوال وکړم، چې تۀ او ستاسو کورونه د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“ ۱۰ فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما دپاره سوال وکړه.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته. ۱۱ تۀ، ستا درباريان او ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه غېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“ ۱۲ بيا موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه لاړل. چې کله موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو چې هغه چيندخې لرې کړى کومې چې هغۀ په فِرعون راوستې وې، ۱۳ نو مالِک خُدائ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو او په کورونو، صحنونو او په پټو کښې چيندخې مړې شوې. ۱۴ مِصريانو دا راغونډې کړې او لوئ ډېرى يې ترې جوړ کړل او ټول مُلک سخا بوئ کولو. ۱۵ فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.

په مِصر درېم افت: ماشى

۱۶ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“ ۱۷ نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل. ۱۸ جادوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو او ځناورو پورې انښتى وُو، ۱۹ بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.

په مِصر څلورم افت: مچان

۲۰ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۲۱ کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بې‌شمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى. ۲۲ خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسيږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، په دې مُلک کښې حاضر يم. ۲۳ او زۀ به د خپلو خلقو او ستا د خلقو په مينځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“ ۲۴ مالِک خُدائ هم داسې وکړل او بې‌شمېره مچان د فِرعون محل ته او د هغۀ د درباريانو کورونو ته راننوتل. د بې‌شمېره مچانو په وجه د مِصر ټول مُلک وران شو. ۲۵ نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ او هم په دې مُلک کښې خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړئ.“ ۲۶ خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”داسې کول به ټيک نۀ وى، چې کوم ځناور مونږ قربانى کوُو او مونږ يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کوُو د هغې په وجه به مِصريان نفرت کوى. کۀ د دې ځناورو د حلالولو په وجه مِصريان زمونږ نه نفرت وکړى نو چې چرته هغوئ مونږ ووينى، نو مونږ به سنګسار کړى. ۲۷ مونږ به خامخا په صحرا کښې درې ورځې سفر کوُو چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړُو، لکه څنګه چې هغۀ مونږ له حُکم راکړے دے.“ ۲۸ نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“ ۲۹ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې څنګه زۀ لاړ شم، نو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم چې سبا ستا، ستا د درباريانو او ستا د خلقو نه مچان لاړ شى. خو چې بيا تۀ مونږ له دوکه رانۀ کړې او چې خلق د تلو نه ايسار نۀ کړې چې مالِک خُدائ ته قربانۍ وکړى.“ ۳۰ موسىٰ د فِرعون د دربار نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ۳۱ نو مالِک خُدائ د موسىٰ سوال قبول کړو. مچان د فِرعون، د هغۀ د درباريانو او د هغۀ د خلقو نه لاړل، يو مچ هم پاتې نۀ شو. ۳۲ خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.