چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د صور دپاره د ویر یوه سندره ووایه. ۳ د هغه ښار دپاره چې د بحیرې بندرونه لري او د بحیرې د غاړې د هېوادنو او د جزیرو د خلکو دپاره د سوداګرۍ مرکز دی، هغه ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي:
‹ای صوره، وهلې لافې تا چې ښایست مې دی پوره
۴ پوله ده ستا د بحیرې په زړه کې
ستا جوړوونکو پوره کړی ستا ښایست دی
۵ ته وې په شان د بحیرې د کشتۍ
دوی جوړولې ستا تختې
د حرمون د غره د سروې له ونو
او دوی جوړوله ستا ستنه
د لبنان د سبر له ونې څخه
۶ د باشان د څېړۍ له ونو
هغوی جوړ کړل راشپېلونه د کشتۍ
هغوی جوړ کړلو ستا فرش
د قبرس د نښتر له ونو
او هغه یې سینګار کړلو د فیل په غاښو
۷ د ښه کتان څخه یې جوړ کړل بادوانونه د ستا
او د مصر د ګلدوزي شوي کتان څخه
چې ستا نښه یې له لېرې په اسانه پېژندله
وه جوړه شوې ستا چترۍ د ډېر ښه رخت څخه
چې هغه ؤ بانجاني رنګی رخت
د قبرس د جزیرې څخه
۸ راشپېل وهونکي وو ستا
د صیدون او د ارواد له ښارونو څخه
ای صوره، ستا چلوونکي وو
د کشتۍ ماهران خلک
۹ وو ماهر نجاران د کشتۍګانو
د جبال با تجربه خلک
چې کوله یې رغونه د کشتۍ
سوداګري کوله په بازارونو کې ستا
د بحیرې د ټولو کشتیو چلوونکو
۱۰ د فارس، لیدیا او لیبیا عسکرو به ستا په لښکر کې خدمت کاوه. هغوی به خپل سپرونه او خپلې د زغرو خولۍ ستا شاوخوا ځوړندولې. دا هغه خلک وو چې د هغو په وسیله تا شان او شوکت ترلاسه کاوه. ۱۱ د ارواد او د حیلک عسکرو ستا شاوخوا دېوالونه او د جماد سړیو ستا برجونه ساتل. هغوی به خپل سپرونه ستا په دېوالونو باندې ځوړندول. دا هغه خلک وو چې ستا ښایست یې پوره کړ.
۱۲ د ترشیش خلکو به تا سره سوداګري کوله او ستا د پرېمانه سوداګرۍ مالونو په بدل کې به یې سپین زر، اوسپنه، حلبي او سرپ درکول. ۱۳ یونان، توبال او ماشک به ستا سره سوداګري کوله او ستا د مالونو په بدل کې به یې غلامان او د برنجو لوښي درکول. ۱۴ د بیتتوجرمه څخه ستا د مالونو په بدل کې به یې بار وړونکي اسونه، جنګي اسونه او قچرې درکولې. ۱۵ د رودس خلکو به تا سره د سوداګرۍ کاروبار کاوه. د بحیرې په غاړو او په جزیرو باندې د پرتو وطنونو خلکو به تا سره د سوداګرۍ راکړه او ورکړه کوله او ستا د مالونو په بدل کې به یې د فیل غاښونه او د ابنوس تور لرګي درکول. ۱۶ د سوریې خلکو به تا سره سوداګري کوله، ځکه چې په تا کې هر ډول مالونه پیدا کېدل. هغوی به ستا د مالونو په بدل کې تاته زمرد، بانجاني رنګه رختونه، ګلدوزي شوي شیان، د کتان ښه رختونه، د بحیرې مرجان او یاقوت درکول. ۱۷ د یهودا او د اسراییلو خلکو به ستا د مالونو په بدل کې تاته د منیت څخه غنم، اینځر، شات، د زیتونو تېل او ملهم درکول. ۱۸-۱۹ د دمشق خلکو به ستا د زیاتو مالونو او شتمنيو په خاطر تا سره سوداګري کوله او ستا د مالونو په بدل کې به یې د حلبون د انګورو شراب او د زاهار وړۍ درکولې. هغوی به ستا د مالونو په بدل کې د اوزال څخه د انګورو شراب په لوښو کې، اوسپنه، د سناد د پاڼو شیره او خو شبویې درکوله. ۲۰ د ددان خلکو به ستا د مال په بدل کې تاته د اسونو د زین پوښونه درکول. ۲۱ عربانو او د قیدار واکمنانو به ستا د مالونو په بدل کې وري، پسونه او وزې په تا خرڅولې. ۲۲ ستا د مالونو په بدل کې به د شیبا او رعمه سوداګرانو هر ډول عطرونه، قیمتي تیږې او سره زر درکول. ۲۳ د حران، کنه عدن، آشور او د کلمد ښارونو او د شیبا سوداګرانو به تا سره سوداګري کوله. ۲۴ هغوی ستا سره د ښکلي کاليو، بانجاني رنګه او ګلدوزي شوي چپنو، رنګه قالینو او ښه جوړ شوي تارونو او رسۍګانو سوداګري کوله. ۲۵ د ترشیش بحري کشتۍګانو به ستا د سوداګرۍ مالونه ستا په خاطر وړل.
د بحیرې منځ کې وې ته هغې کشتۍ په شان
چې وي ډکه په درنو مالونو
۲۶ کله چې یووړلې راشپیل وهونکو ستا
د بحیرې منځ ته
نو ته ماته کړلې د ختیځ باد
د بحیرې په منځ کې
۲۷ ستا ټوله شتمني او ستا مالونه
ستا ټول کشتیوانان
نجاران او سوداګران ستا د کشتیو
ستا هر عسکر چې په کشتۍ کې سپور ؤ
ټول شول ډوب په بحیره کې
هغه ورځ چې شوه ډوبه ستا کشتۍ
۲۸ د ډوبېدونکو کشتیوانانو په چیغو
به ولړزیږي د بحیرې غاړه
۲۹ پرېږدي ټول راشپېل وهونکي کشتۍ خپلې
کشتیوانان دي ټول ولاړ د بحیرې په غاړه
۳۰ وهي چیغې هغوی ټول او سخت ژاړي
په خاطر ستا
بادوي خپلو سرونو باندې خاورې
او په ایرو کې رغړي
۳۱ ستا په خاطر هغوی خریي خپل سرونه
هغوی اغوستي دي د ویر کالي
تاته سخت ژاړي د زړه له درده
۳۲ تاته کوي انګولا او وایي سندرې د ماتم
داسې ښار شته لکه د صور په شان
چې اوس خاموش دی د بحیرې په تل کې؟
۳۳ کله چې تلل بهر ملکونو ته مالونه ستا
پوره کول ضرورتونه به تا د ډېرو قومونو
ستا په پرېمانه شتمنۍ او مالونو باندې
تا شتمن کړل د نړۍ پاچاهان
۳۴ اوس ماته شوې یې ته په بحیرې کې
ډوبه شوې یې ته د بحیرې په تل کې
ستا مالونه او ټول خلک چې به یې کار کاوه په تا کې
تا سره ډوب شول ټول په بحیرې کې
۳۵ د بحیرې په غاړه او جزیرو کې چې اوسیږي څوک
پاتې کیږي حیران د قومونو تجاران
ځکه چې بد دی څومره ستا سرنوشت
هم وېرېدلي وو سخت پاچاهان د هغوی
په څېرو کې د هغوی ښکاره کیږي وېره
۳۶ پاتې کیږي هک حیران د قومونو تجاران
هغوی وېریږي ځکه چې بد دی څومره ستا سرنوشت
له منځه تللی یې ته د تل دپاره›»