د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

حزقى‌ايل ته د پېغمبرۍ دعوت

۱هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه پاڅه په خپلو پښو ودرېږه، زۀ تا سره خبرې کول غواړم.“ ۲کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته يې کولې. ۳هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده. ۴کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. ۵کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے. ۶خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے. ۷تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى. ۸خو تۀ، اے بنى آدمه، هغه څۀ ته غوږ ونيسه څۀ چې زۀ تا ته وايم. د دغه سرکشه قوم په شان مۀ جوړېږه، تۀ دې خپله خولۀ کولاو کړه او هر هغه څۀ وخوره څۀ چې زۀ درکوم.“ ۹نو ما بيا وليدل چې يو لاس زما طرف ته راغزېدلے دے او د هغۀ سره يو طومار وو. ۱۰کوم طومار چې هغۀ زما په وړاندې کولاو کړو، د هغې په دواړو خواو کښې د ماتم، غم او افسوس خبرې ليکلې وې.