چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، د جوج په ضد نبوت وکړه او ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹ای جوجه، د ماشک او توبال د قومونو پاچا، زه ستا دښمن یم. ۲ زه به تا د هغې لارې نه چې ته ورباندې روان یې راوګرځوم، راکش به دې کړم او د شمال د ډېر لېرې ځای څخه به دې د اسراییلو غرونو ته د حملې دپاره راولم. ۳ بیا به دې د چپ لاس نه لینده او ښي لاس نه غشي وغورځوم. ۴ ته، ستا لښکر او ستا ملګري به د اسراییلو په غرونو باندې وژل شوي پراته وي او ستاسو بدنونه به د هر ډول ښکاري مرغانو او وحشي حیواناتو خوراک کړم. ۵ تاسو به په صحرا کې مړه پراته یئ. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. ۶ زه به په ماجوج او هغو خلکو باندې چې د بحیرې په غاړه او په جزیرو کې په امن کې اوسیږي، اور نازل کړم او هغوی به پوه شي چې زه څښتن یم. ۷ په دې ډول به زما قوم اسراییل زما سپېڅلی نوم وپېژني او نور به پرېنږدم چې زما د نوم سپکاوی وشي. بیا به نور قومونه پوه شي چې زه څښتن د اسراییلو سپېڅلی خدای یم.›
۸ څښتن تعالی داسې وایي: ‹د کومې ورځې په هکله چې ما خبرې کړې وې، هغه به خامخا راورسیږي. ۹ کله چې هغه ورځ راشي، نو کوم خلک چې د اسراییلو په ښارونو کې اوسیږي، هغوی به دباندې ووځي او هغوی به هغه وسلې راټولې کړي چې د هغوی د وژل شویو دښمنانو نه پاتې شوې دي. هغوی به سپرونو، لیندو، غشو، ډنډو او نېزو باندې اور بلوي او د اوو کالو دپاره د هغو څخه د سوځېدونکو موادو په توګه کار واخلي. ۱۰ هغوی ته به په پټیو کې د سوځولو د لرګیو د راټولولو او په ځنګل کې د ونو د وهلو اړتیا نه وي، ځکه چې د هغوی سره به د سوځولو دپاره پرېمانه وسله وي. هغوی به هغه خلک لوټ او تالا کړي چې دوی یې لوټ او تالا کړي وو. څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»
۱۱ څښتن وویل: «کله چې دا ټولې پېښې رامنځته شي، نو زه به جوج ته په اسراییلو کې د مسافرو په دره کې چې د بحیرې په ختیځ کې ده، د هدیرې دپاره ځمکه ورکړم. دا به د مسافرو لاره بنده کړي، ځکه هلته به جوج او د هغه لښکر ښخ کړای شي. هغه دره به د «جوج د لښکرو د درې» په نوم یادیږي. ۱۲ اسراییلیان به په اوو میاشتو کې دا ټول مړي ښخ کړي، په دې ډول به دا هېواد بېرته پاک شي. ۱۳ د هغه هېواد ټول خلک به د هغوی په ښخولو کې ګډون وکړي او په کومه ورځ چې زه خپل جلال ښکاره کړم، دا به هغوی ته سرلوړي ور په برخه کړي. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. ۱۴ کله چې اووه میاشتې تېرې شوې، نو یو څو تنه به وټاکل شي چې په دوامداره توګه په ټول هېواد کې وګرځي او د حمله کوونکو پاتې شوي مړي د ځمکې په مخ باندې ولټوي، ترڅو هغه ښخ کړي. په دې ډول به هغه هېواد پاک شي. ۱۵ کله چې هغوی په هېواد کې ګرځي او د انسان هډوکي پیدا کړي، د هغو په خوا کې دې نښه ولګوي، ترڅو قبر کېندونکي راشي او هغه د جوج د لښکرو په دره کې ښخ کړي. ۱۶ هغه ځای ته نژدې ښار به د «لښکرو» په نوم ونومول شي. نو په دې ډول به هغه هېواد بیا پاک شي.»
۱۷ څښتن تعالی ماته وویل: «ای فاني انسانه، هر ډول مرغان او ټول وحشي حیوانات راوغواړه او ورته ووایه: ‹د هرې خوا نه راټول شئ او هغه قرباني وخورئ چې ستاسو دپاره یې تیاروم. دا به د اسراییلو په غرونو باندې یو لوی جشن وي او هلته تاسو کولای شئ چې غوښه وخورئ او وینه وڅښئ. ۱۸ تاسو به د جنګیالیو غوښې وخورئ او د دنیا د واکمنانو وینې به وڅښئ. جنګیاليان به لکه د حیواناتو په شان ووژل شي. هغوی ټول به لکه د باشان د چاغو پسونو، وریو، وزو او غویانو په شان ووژل شي. ۱۹ کله چې زه دا خلک لکه د قربانۍ کولو په شان ووژنم، نو تاسو مرغان او حیوانات به دومره وازګه وخورئ چې ورباندې ماړه شئ او دومره وینه به وڅښئ چې ورباندې نشه شئ. ۲۰ زما په دسترخوان باندې چې تاسو هرڅومره کولای شئ د اسونو، سپرو عسکرو، او د هر ډول جنګیالیو غوښې وخورئ او خپل ځانونه ورباندې ماړه کړئ.› څښتن تعالی داسې وایي.»
۲۱ څښتن وویل: «زه به خپل جلال قومونو ته وښایم او هغوی ټول به وویني چې ما څنګه په خپل قدرت سره جوج او د هغه لښکرو ته سزا ورکړې ده. ۲۲ د هماغې ورځې نه به د اسراییلو خلک پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم. ۲۳ نو بیا به نور قومونه پوه شي چې اسراییلیان د خپلو ګناهونو له امله اسیران شول، ځکه چې هغوی زما په وړاندې بېوفایي کړې وه. نو ما د هغوی نه خپل مخ واړاوه. هغوی مې بیا پرېښودل چې دښمنان یې ورته ماتې ورکړي او په جنګ کې یې ووژني. ۲۴ ما د هغوی سره د هغوی د ناپاکۍ او بدعملۍ سره سم چلند وکړ او د هغوی نه مې خپل مخ واړاوه.»
۲۵ نو څښتن تعالی داسې وویل: «خو زه به اوس د یعقوب په اولادې یعنې د اسراییلو په خلکو باندې رحم وکړم او هغوی به یوځل بیا نېکمرغه کړم. زه به خپل سپېڅلی نوم وساتم. ۲۶ کله چې هغوی یوځل بیا په خپل وطن کې په امن کې واوسیږي، هېڅوک نه شي کولای چې هغوی وځوروي. نو هغوی به په هغه د شرم وړ خیانت چې زما سره یې کړی ؤ، اقرار وکړي. ۲۷ کله چې زه خپل قوم د هغوی د دښمنانو د وطنونو نه بېرته راولم او سره راټول یې کړم، نو د هغوی په وسیله به زه قومونو ته وښایم چې زه سپېڅلی یم. ۲۸ نو بیا به زما قوم پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم. هغوی به په دې پوه شي، ځکه چې ما هغوی د اسیرانو په توګه ولېږل او اوس یې راټولوم او بېرته یې خپل وطن ته راولم او د هغوی نه به یو کس هم هلته پاتې نه شي. ۲۹ زه به د اسراییلو په قوم باندې خپل روح نازل کړم او د هغوی نه به بیا هېڅکله خپل مخ وانه ړوم.› ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.»