چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ وروسته بیا هغه سړي زه د عبادت د ځای اصلي کوټې یعنې سپېڅلي ځای ته بوتلم. هغه د دې کوټې د دروازې د دواړو خواوو چوکاټونه اندازه کړل او د هر یو پنډوالی درې متره ؤ، ۲ دروازه پنځه متره پراخه وه او د هغې د دواړو خواو د دېوالونو پراخوالی دوه نیم متره ؤ. هغه همدا کوټه اندازه کړه، د هغې اوږدوالی شل متره او سور یې لس متره ؤ. ۳ بیا هغه دې کوټې ته لاړ چې د ټولو په منځ کې وه. هغه د کوټې د دروازې چوکاټ اندازه کړ چې پنډوالی یې یو متر ؤ. دروازه درې متره پراخه وه او د هغې د دواړو خواوو دېوالونه درې نیم متره پراخ وو. ۴ هغه بیا همدا کوټه اندازه کړه چې هغه لس متره مربع وه. دا کوټه د اصلي کوټې شاته وه. بیا هغه ماته وویل: «دا ډېر سپېڅلی ځای دی.»
۵ هغه سړي د عبادتځای دېوال اندازه کړ او د هغه پنډوالی درې متره ؤ. د دې دېوال دباندې د عبادتځای ګردچاپېره یو شمېر کوچنۍ کوټې وې چې دوه متره یې سور ؤ. ۶ دا کوټې په درې منزلونو کې جوړې شوې وې چې په هر منزل کې یې دېرش کوټې وې. د عبادت د ځای ګردچاپېره په دېوالونو کې څنډې وې چې دا کوټې به یې ټینګولې، ترڅو کوټې په خپله د ودانۍ په دېوال کې نښتې نه وي. ۷ د عبادتځای شاوخوا کوټې داسې جوړې شوې وې. څنګه چې څوک په کې پورته کېده، هغه پراخه کېدلې. د لاندېني منزل څخه د منځني منزل له لارې تر پاسني منزل پورې یوه زینه ختلې وه. ۸ ما ولیدل چې د عبادتځای په یو بنیاد باندې ولاړ ؤ. د عبادتځای شاوخوا یوه صفه وه چې درې متره لوړه وه. ۹-۱۱ د کوټو باندیني دېوال پنډوالی دوه نیم متره ؤ. په اصلي بنیاد باندې داسې ځای لکه صفه ؤ چې د عبادتځای د کوټو په شاوخوا کې دوه نیم متره یې سور درلود. د بنیاد د غاړې نه د کاهنانو تر کوټو پورې لس متره فاصله وه. د دې کوټو یوه دروازه د عبادتځای شمال خواته خلاصېدله او یوه دروازه جنوب خواته.
۱۲ د عبادت د ځای لوېدیځ خواته یو خالی ځای ؤ. لوېدیځ خواته په اخر سر کې یوه ودانۍ وه چې اوږدوالی یې پنځه څلوېښت متره او سور یې پنځه دېرش متره ؤ. د هغې د ګردچاپېره دېوالونو پنډوالی دوه نیم متره ؤ.
۱۳ هغه سړي د بهر څخه د عبادت د ځای اصلي ودانۍ اندازه کړه چې د هغې اوږدوالی پنځوس متره ؤ. هغه د عبادت د ځای د ودانۍ د شا د دېوال څخه د خالي ځای په شمول تر لوېدیځې ودانۍ د بهرني دېوال پورې مساحت اندازه کړ چې د هغه اوږدوالی هم پنځوس متره ؤ. ۱۴ ختیځې خواته د عبادت د ځای د حوېلۍ سور چې په هغې کې د عبادت د ځای مخه هم شامله وه، پنځوس متره ؤ. ۱۵ هغه د لوېدیځې ودانۍ بهرنی اوږدوالی اندازه کړ چې په هغې کې د دېوالونو د دواړو خواو څنډې هم شاملې وي، هغه هم پنځوس متره ؤ.
د عبادت د ځای د اصلي کوټې دننني دېوالونه، دهلېز، ۱۶ د دروازو خولې، وړې کړکۍګانې او هغه درې څنډې چې د دې کوټو شاوخوا وې، همدارنګه د دروازې د خولې په مخکې دېوالونه د غولي څخه تر وړو کړکیو پورې د تړل شویو کړکۍګانو په شمول، دا ټول په لرګیو پوښل شوي وو. ۱۷ د دروازې دپاسه دېوال، د عبادت د ځای په دنننه او دباندې او د هغه د شاوخوا په ټولو دېوالونو باندې که دنننه وو او که دباندې، ۱۸ د اسماني مخلوقاتو او د خرما د ونو نقشونه ویستل شوي وو. مخکې یوه ونه وه، بیا یو اسماني مخلوق ؤ، ونه او اسماني مخلوق په دې ډول ویستل شوي وو. دغو اسماني مخلوقاتو هر یو دوه دوه مخونه درلودل. ۱۹-۲۰ په یو اړخ باندې یې د انسان مخ ؤ چې د خرما د ونې خواته یې کتل او بل اړخ باندې یې د ځوان زمري مخ ؤ چې هغه هم د خرما د ونې خواته کتل. د غولي نه نیولې د دروازو تر سره پورې، ګردچاپېره په ټولو دېوالونو او همدارنګه د اصلي کوټې په دېوالونو باندې د اسماني مخلوقاتو او د خرما د ونو نقشونه ویستل شوي وو. ۲۱ د اصلي کوټې د دروازې چوکاټونه مربع شکله وو.
د ډېر سپېڅلي ځای د دروازې د چوکاټ لرګي هم د دې په شان وو.
۲۲ د لرګيو نه جوړ شوی د قربانۍ د ځای لوړوالی یونیم متر او مساحت یې یو متر مربع ؤ. د هغه د کنج پایې، بنیاد او د هغه خواوې ټولې د لرګیو نه جوړې شوې وې. هغه سړي ماته وویل: «دا هغه مېز دی چې د څښتن په حضور کې ایښودل کیږي.»
۲۳ د عبادت ځای لویي کوټي یعنې سپېڅلي ځای او ډېر سپېڅلي ځای دوه، دوه پرله پسې دروازې درلودلې. ۲۴ دې دروازو دوه پلې درلودلې چې هره دروازه به د منځ نه خلاصېدله. ۲۵ د عبادت د ځای د لویي کوټې دروازې هم د دېوالونو په شان د خرما د ونو او اسماني مخلوقاتو په نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې. د دهلېز د دروازې په باندیني ځای باندې د لرګیو چترۍ لګول شوې وه. ۲۶ د دې کوټې په اړخونو کې وړې کړکۍګانې وې او دېوالونه یې د خرما د ونو په نقشونو باندې ښکلي کړای شوي وو. د عبادت د ځای نورو کوټو هم چترۍګانې درلودلې.