چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ «کله چې تاسو د اسراییلو د قبیلو ترمنځ ځمکه وېشئ، نو یوه برخه یې څښتن ته بېله کړئ. هغه باید دولس نیم کیلومتره اوږدوالی ولري او لس کیلومتره سور ولري. دا ټوله ځمکه به سپېڅلې وي. ۲ په دې ساحه کې به د عبادتځای دپاره یوه مربع شکله ځمکه وي چې هره خوا به یې دوه سوه او پنځوس متره وي او ګردچاپېره به یې یو خالي ځای وي چې پنځه ویشت متره سور ولري. ۳ د دې ساحې نیمه برخه به دولس نیم کیلومتره اوږدوالی او پنځه کیلومتره سور ولري چې په هغه کې به عبادتځای یعنې ډېر سپېڅلی ځای وي. ۴ دا به د هغې ځمکې سپېڅلې برخه وي چې د هغو کاهنانو دپاره چې په عبادتځای کې د څښتن خدمت کوي، ځانګړې شوې وي. په دې ځمکه کې به د هغوی کورونه او د عبادتځای دپاره ځمکه وي. ۵ د دې ځمکې بله نیمایي برخه چې دولس نیم کیلومتره به یې اوږدوالی او پنځه کیلومتره به یې سور وي، دا به د هغو لاویانو وي چې د څښتن په کور کې خدمت کوي. هلته به د هغوی د اوسېدلو دپاره ښارګوټي وي.
۶ د دې ځمکې په خوا کې به یوه بله برخه وي چې دولس نیم کیلومتره به یې اوږدوالی وي او دوه نیم کیلومتره به یې سور وي، هغه به د هغه ښار دپاره بېله کړای شي چې د اسراییلو د ټول قوم دپاره وي.»
۷ «د هېواد د مشر دپاره هم باید ځمکه بېله کړای شي. دا به د سپېڅلې ساحې او د ښار د برخې د لوېدیځې پولې نه د مدیترانې تر بحیرې پورې او د هېواد د ختیځې پولې پورې رسیږي چې هغه به د هغو ساحو سره موازي وي چې د اسراییلو د قبیلو دپاره ټاکل شوې دي. ۸ دا به د اسراییلو په وطن کې د وخت د مشر برخه وي، ترڅو نور زما په قوم باندې ظلم ونه کړي او پاتې ځمکه د اسراییلو قبیلو ته پرېږدي.»
۹ څښتن تعالی داسې وویل: «ای د اسراییلو مشرانو، تاسو نوره ګناه مه کوئ! خپل ظلم او زور زیاتی پرېږدئ. عادلانه او سم کارونه وکړئ. تاسو نور باید زما قوم د خپلو ځمکو نه ونه شړئ. ما څښتن تعالی داسې ویلی دي.
۱۰ تاسو باید په خپل کاروبار کې د سم وزن او پیمانو څخه کار واخلئ. ۱۱ ایفه چې د وچو شیانو د پیمانه کولو او بات چې د مایعاتو د پیمانه کولو دپاره دي، باید یو برابر وي. حومر د دواړو د اندازه کولو واحد دی. اندازه اخیستل په لاندې ډول وو: یو حومر د لس ایفه سره برابر دی او لس ایفه د لس باتو سره برابر دی. ۱۲ د وزن د اندازه کولو واحد باید په لاندې ډول وي:
۱۳-۱۴ دا هغه اصول دي چې د هغو له مخې به تاسو خپلې نذرانې وړاندې کوئ:
(د بات له مخې اندازه کول: لس بات د یو حومر سره برابر دي او یو حومر د یو کر سره برابر دی.)
«تاسو باید د غلو دانو د نذرانو، د سوځېدونکو د نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره حیوانات راولئ چې ستاسو د ګناهونو دپاره کفاره ادا شي.» ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.
۱۶ «د اسراییلو ټول خلک باید دا نذرانې د اسراییلو مشر ته یوسي. ۱۷ دا به د هغه دنده وي چې د سوځېدونکو نذرانو دپاره حیوانات، د غلو دانو نذرانې او د څښلو نذرانې د نوې میاشتې په اخترونو، د سبت په ورځ او د نورو ټولو اخترونو په لمانځلو کې د اسراییلو د ټول قوم دپاره نذرانې تیارې کړي. هغه باید د اسراییلو د خلکو د ګناهونو د کفارې د ادا کولو دپاره د ګناه نذرانې، د غلو دانو نذرانې، سوځېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې تیارې کړي.»
۱۸ څښتن تعالی داسې وایي: «تاسو د عبادتځای د پاکولو دپاره باید د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ یو خوسی چې کوم عیب په کې نه وي، واخلئ او قرباني یې کړئ. ۱۹ کاهن باید د ګناه د نذرانې لږه وینه واخلي او هغه دې زما د کور د دروازې په چوکاټونو، د قربانۍ د ځای د پاسنۍ څنډې په څلورو کنجونو او د دنننۍ حوېلۍ د دروازې په چوکاټ باندې وموښي. ۲۰ د میاشتې په اوومه ورځ باید تاسو د هر هغه چا دپاره چې په سهوې سره یا د ناپوهۍ له امله یې ګناه کړې وي، همداسې کار وکړئ. په دې ډول به تاسو زما کور پاک کړئ.
۲۱ د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ به تاسو د فسحې اختر ولمانځئ. اووه ورځې به خلک فطیره ډوډۍ وخوري. ۲۲ د اختر په لومړۍ ورځ باید مشر د خپلو او د ټولو خلکو د ګناهونو په خاطر یو خوسی تیار کړي. ۲۳ د اختر په اوو ورځو کې به هره ورځ هغه اووه غویان او اووه پسونه چې کوم عیب په کې نه وي، څښتن ته د سوځېدونکې نذرانې دپاره تیار کړي. همدارنګه هغه به هره ورځ یو سېرلی د ګناه د نذرانې دپاره تیار کړي. ۲۴ د هر خوسي او هر پسه دپاره چې قرباني کیږي، نو د هغو سره به څوارلس کیلوګرامه د غلو دانو نذرانه او څلور لیتره د زیتونو تېل هم وي.
۲۵ د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ چې اختر شروع کیږي، هغه مشر به اووه ورځې هره ورځ هماغه شان د ګناه دپاره نذرانې، سوځېدونکې نذرانې، د غلو دانو او د زیتونو د تېلو نذرانې وړاندې کړي.»