چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په لومړي کال هغه وعده چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله کړې وه، پوره کړه. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې په لوړ اواز سره ولوستل شي:
۵ نو د یهودا او بنیامین د قبیلو د طایفو مشران، کاهنان او لاویان او هر هغه څوک چې خدای یې زړه نرم کړی ؤ، دې ته تیار شول چې لاړ شي او په اورشلیم کې د څښتن کور بېرته جوړ کړي. ۶ د هغوی ټولو ګاونډیانو د هغوی سره مرسته وکړه او هغوی ته یې دا شیان ورکړل: د سپینو زرو لوښي، سره زر، سامان، څاروي، نور قیمتي شیان او د خدای د کور دپاره د خپلې خوښې نذرانې.
۷ هغه لوښي چې نبوکدنصر په اورشلیم کې د خدای د کور څخه وړي وو او د خپلو خدایانو په کور کې یې ایښي وو، کوروش پاچا هغه بېرته هغوی ته ورکړل. ۸ کوروش پاچا هغه شیان د شاهي خزانې مشر میتردات ته وسپارل. میتردات هغه وشمېرل او دا لست یې د یهودا قومي مشر شیشبصر ته ورکړ. ۹-۱۰ لست په لاندې ډول ؤ:
۱۱ د سرو او سپینو زرو کاسو او نورو لوښو ټول شمېر ۵۴۰۰ ؤ او کله چې شیشبصر د نورو جلاوطنو خلکو سره د بابل څخه اورشلیم ته راستون شو هغه یې د ځان سره راوړل.